دنذرپه اړه:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52100

دخبریدو نیټه : 2012-11-10


فتوانمبر(۶۳۹)

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

مستفتي :محمد نصير/جرمني.

کچيري يوڅوک په زړه کښي يوشي نذرکړي خو په خوله څه ونه وايي نو ايا دا نذرصحيح دئ اوکه څنګه؟.

الجواب ومنه الصواب:

نحمده ونصلی علی رسوله الکریم:
محترمه وروره دنذر لپاره دخولې اقرار شرط دئ که يو څوک په زړه کښي يونذر ومني خو په خوله څه ونه وايي، نو په دې سره  شي نه نذرکېږي،
في اعتکاف العلائية واحب بالنذر بلسانه ،وفي الشامية فلايکفي لايجابه النية منح عن شمس الائمة [ردالمحتارص۱۴۱/ج۲].
وفي الدرالمحتار/۱۳۴/ج۲:«و في الملتقي:والنذرعمل اللسان»:والسلام