له پېښوره د نندارې راپور:
دباجوړ ايجنسۍ وروستۍ خونړۍ پېښه چې کم نه کم اتلس تنه ځايي قبايل او څلور تنه بهرنيان پکې ووژل شول ، دجمعې په ورځ پېښور کې د زرګونو مظاهره چيانو له خوا وغندل شوه -مظاهره د ملايانو د ګډ سازمان متحده مجلس عمل له خوا ترتيب شوې وه خو يو شمير نورو ګوندونو هم ددوى ملاتړ کاوه -په دغو ګوندونو کې نيشنل پارټي ،مسلم ليګ او د پيپلز ګوند هم شامل وو-
مظاهره دپېښور د دوو ځايونو مهابت خان جومات او مدني جومات نمک منډۍ نه پيل شوه او د کيسه خوانۍ په څلور لاري کې رايوځاى شوه -پارېدلو مظاهره چيانو د امريکا د متحده ايالاتو د اولس مشر جارج بش ګوډاګي ته اور واچولو ، ددغه هيواد بيرغ يې وسوزولواو [ دامريکا سره چې يار دى -غدار دى غدار دى ]شعارونه يې ورکړل -
مظاهرې ته دمتحده مجلس عمل يو چارواکي مولانا دوست محمد دوينا پر مهال په باجوړ ايجنسۍ کې د امريکا له خوا تر سره شوي عمليات وغندل او د پاکستان ددولت نه يې غوښتنه وکړه چې دنوموړي هيواد سره خپلې ډيپلو ماټيکې اړيکي وشکوي -
وروسته مظاهره چيان دلاريون په شکل کې دامريکي د قو نصلګرۍ مخې ته لاړل او هلته يې هم دامريکا مرده باد او اسلام زنده باد شعارونه ورکړل -دوى خپل احتجاج ليک دقونصلګرۍ چارواکو ته وسپارلو -
ديوشمير خلکو په وينا پېښور کې د جمعې د ورځې په مظاهره کې نزدې اتو زرو خلکو ګډون کړى و -دپېښور د مظاهرې تر څنګ دجمعې په ورځ د پاکستان په ټولو لويو ښارونو کې مظاهرې وشوې -