ایارښتیابي بي مریم اودفرعونه ښځه.....

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52219
دارالافتاءابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-11-19


فتوی نمبر(۶۴۵).

مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

 

مستفتي:موسي کليم نعماني.
اياداخبره صحيح ده چي دبيت المقدس صخره دخورماپريوه درخته باندي پرته ده او هغه درخته بيا دجنت پريوه واله باندي ولاړه ده ، او حضرت مريم (رضي الله تعالی عنها) اودفرعون ښځه (رضي الله تعالی عنها) تر همدغي درختي لاندي دواړي ناستي دي ، او دجنتيانو اميلونه اوغاړګۍ جوړوي ؟؟؟؟؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه په دې باره کښي يوحديث راغلئ دئ چي امام سيوطي صاحب(رحمه الله) دضعف اشاره ورته کړېده ، اوابن عدي باطل بللئ دئ اوذهبي کذب ظاهر ورته ويلئ دئ دحديث الفاظ دادي:

الصخرة صخرة بيت المقدس علی نخلة ، والنخلة علی نهر من انهار الجنة ، وتحت النخلة آسية بنت مزاحم امرأة فرعون ومريم بنت عمران:ينظمان سموط اهل الجنة الي يوم القيامة».(طب)عن عبادة بن صاحب(ض).
والسلام  ومن الله التوفيق.