که څوک په اوبوکي غوټه سي نوغسل کيږي که څنګه؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52437
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-12-07



فتوی نمبر(۶۵۳).


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي نسیم

 

که يوڅوک په اوبو کښي ډوب سي اورورسته راپورته سي نو بيا غسل کيږي که څنګه؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

محترمه ! که يوڅوک په جاري، اوبو ياهغه حوض کښي چي لس په لس کښي وي  غوټه سي اويو څه وخت په اوبو کښي ځنډ وکړي نو غسل يې په  کامله توګه  صحيح دئ. خوالبته چي په خوله اوپه پزه کي يې  اوبه داخلي سي.

ولوانغمس في الماء الجاري اومافي حکمه ومکث فقداکمل.
نورالايضاح ونجاة الارواح.
والسلام ومن الله التوفيق.