ســــــنت پرڅوقسمه دي؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52441
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-12-07


فتوي نمبر(۶۵۶):


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي نــــــــــــويد/کندهارافغانستان.

محترم مفتي صاحب زمايوه پوښتنه ده کې جوا ب  راکړئ هغه داده چي سنت پرڅوقسمه دي؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه! سنت پردوه قسمه دي:اول قسم سنت مؤکده دي  چي سنت راتبه اوسنت الهدی هم ورته ويل کيږي چي عبارت دي له هر هغه کار څخه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم  په اکثرو وختو کښي کړئ وي او يووار يادوه واره يې  لپاره دبيان دجواز نه وي کړئ.
اوبل قسم سنت زائده دئ چي ودې قسم ته فقهاء مستحب ، مندوب اواداب وايي ، که څه هم بعضي فقهاء لکه صاحب دبحر محيط ددې دریو په منځ کښي فر ق بیانوی .
مګر امام طحاوي ويلي دي چي :«والاولي ماعليه الاصولييون».
ددې مثال لکه مسح درقبې يانفلي لمونځ اوروژ ه.
حاصل دا چي سنن زائده هغه دئ چي نبي عليه السلام هم کړئ وي اوهم يې پرېيښئ وي ، اوکول يې پرپرېښولوغالب نه وي .
والسلام ومن الله التوفيق.