که يوسړي پاکه جامه نلري...

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 52622
دارالافتاء ابوالفضل.
دخبریدو نیټه : 2012-12-22


فتوي نمبر(۶۵۸):


مفتي  :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته

.مستفتي: کامل /کابل /افغانستان.
محترم مفتي صاحب الله پاک دي وکړي چي جوړ اوروغ ياست!!!!!!
کچيري يوڅوک يوه جامه لری خو ټوله مرداره وي  نو بيا سړي څنګه وکړي؟
ايا په همدغه مرداره جامه کښي به لمونځ کوي اوکه به په لوڅه لمونځ کوي.....

 

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
کچيري ديوچا جامه ټوله  مرداره وي اوپاکه جامه نلري نو بهتر دادئ چي په همغه مرداره جامه کښي لمونځ وکړي تر دې چي په لوڅه لمونځ کوي....

وصلوته فی ثوب نجس الکل احب من صلوته عريانا....[نورالايضاح ونجاة الارواح مراقي،طحطاوي].