فتوي نمبر(۶۶۱):
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي:سمیع الله / کنیدا.
مفتي صاحب سلامونه مي ومنه ! السلام عليکم
وروسته زماپوښتنه په دې ډول ده چي که يوسړي اودس کوي اوپه دې وخت کښي اذان هم شروع وي ، نو ايا اودس کونکئ به داذان جواب ورکوي اوکه به داوداسه دعاګاني وايي ، اوکچيري داذان جواب ورکوي نو څنګه دئ..؟؟؟
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره! داذان جواب سنت دئ ، کله چي موذن اذان کوي نو سامع او اورېدونکئ به په هيڅ شي ځان نه مشغوله کوي اوداذان جواب دي ورکوي.
نوله دې وجي که يو اودس کونکئ په اوداسه مشغول وو اواذان شروع سي نو ده ته پکار دي چي داذان جواب ورکوي..
ولاينبغي ان يتکلم السامع في حال الاذان والاقامة ولايشتغل بقرآئة القرآن الکريم ولابشيء من الاعمال سوی الاجابة ، ولوکان في القرآئة ينبغي ان يقطع ويشغل بالاستماع والاجابة...... [بدائع الصنائع/ج۱/ص۱۵۵/فصل ما يجب علی السامعين].
والسلام ومن الله التوفيق.