د واده په لومړي سهار سړي او ښځې تړون وکړ چې دروازه به هیچا ته نه خلاصوي ، په لومړیو کې د هلک مور او پلار راغلل. زوم او ناوي یو بل ته حیران حیران کتل ، ځکه دوی مخکې دا تړون کړی وو چې هیڅ یو به دروازه نه خلاصوي بلاخره دروازه یې خلاصه نکړه . وروسته د نجلۍ مور او پلار راغلل، دوی دواړو بیا یو بل ته تر ډیره حیران حیران کتل ، د ښځې په سترګو کې اوښکې را ټولې شوي وې ځان یې کنترول نکړای شو پدې حالت کې یې وویل : نشم کولای چې مور او پلار مې د دروازې تر شا ووینم او دروازه ورته خلاصه نه کړم . سړي څه ونه ویل او دروازه یې خلاصه کړه ، اما سړي دغه موضوع یې له ځانه سره وساتله .
کلونه تیر شول خدای ج دوی ته څلور زامن ورکړل . پنځم ماشوم یې نجلۍ وه . ددغه ماشوم د زیږیدو په ویاړ پلار ډیره ښادي وکړه څو پسونه یې حلال کړل یوه ډیره لویه مهمانې یې ورکړه . خلکو له ده څخه په ډیره معتجبانه توګه وپوښتل : ددغه ښادیو او مهمانۍ اصلي علت څه دی ؟ سړي په ډیره سادګۍ ځواب ورکړ : دا هغه ماشوم دی چې دروازه به زما په مخ خلاصوي.