په زړه کې ډېرې خبرې ورتېرې شوې، په څو شیبو کې یې څو کلنه ماضي تر ذهن تېره کړه، د مور هره خبره او هر نصیحت یې د ذهن په هنداره کې د یوه فلم په شان زر زر تېرېده.
سترګې یې له ځمکې پورته کړې، په مخامخ دری منزله لوړ تعمیر کې رنګارنګ لوحې تر سترګو شوې، له ځان سره په خبرو لګیا شو.
څومره نا پوه انسان یم،
تر اوسه نه پوهېدم چې، زه په سترګو ړوند یم،
افسوس افسوس چې، په خپل لاس مې ځان ړوند کړ،
د نورو خلکو خبرې خو څه چې، د خپلې مور خبرې مې هم نه منلې...
انور دسړک خوا ته سترګې واړولې، په عمر پوخ سړی د بوټ ګنډونکي( موچي) په مخ کې ودرېد، په ږیره او سر کې یې سپین او تور ویښته ګډ وو، ورسره کتابونه یې یوې خواته کېښودل، د ښۍ پښې د بوټ بند یې خلاص کړ، د بوټ تله یې دوه ځایه ماته وه، بوټ ګنډونکي ته یې وویل: وروره دا بوټ په څو جوړوې؟
بوټ ګنډونکي بوټ په لاس کې واړاوه، په څلویښت اوغانۍ.
ــ دومره کار نه غواړي، لږ مراعات وکړه.
ـــ کم نه کېږي ډېر کار غواړي، ځه بیا دېرش اوغانۍ ورکړه.
په عمر پاخه سړي د مننې په دود سر وښوراوه، سمه ده خیر یوسې، نه مې جوړول؛ خو پښې مې ترې لمدېږي، ګرمي ده بوی کوي هسې نه چې په ټولګي کې څوک راڅخه آزورده شي.
انور بوټ ګنډونکي ته نیږدې ؤ، د دوی خبرې یې ښې سمې واورېدې، یو ځل بیا له ځانه سره په خبرو شو، اوس هم وخت لرم، باید همدا اوس فکر وکړم ، چې څنګه د ځان علاج وکړم، خدای خو مهربان دی چې په ستر ګو مې رڼا شي؛ خو باید له هرڅه نه مخکې له بوټ ګنډونکي نه مننه وکړم.
***
انور د مور یو زوی ؤ، په شپږ کلنۍ کې له پلار څخه پاتې شو، له پلاره ورته زیاته شتمني پاتې وه، مور به یې ډېر نازاوه، په اووه کلنۍ کې یې د کلي په مکتب کې شامل کړ، پوره دوه نیمې میاشتې مکتب ته لاړ، وروسته د یوه ښوونکي لخوا د وهلو له امله له مکتب څخه زړه توری شو، مکتب یې پرېښود، د هېچا تشویق او نصیحت کوم تاثیر نه ورباندې کاوه.
وخت تېرېده، مور به یې هر وخت ورته نصیحت کاوه، درس او تعلیم ته به یې هڅولو، زویه درس ووایه، ګوره هوښیاران وایي، بې تعلیمه انسان د ړانده په شان دی؛ خو انور د مور خبرې هسې بېځایه ورته ښکارېدې، په ملنډو به یې ورته ویل: دا نو څوک مني چې، بې تعلیمه انسان د ړانده په شان دی، هه دادي زه هرڅه وینم.
وخت نور هم تېر شو، څو کلونه ووتل، انور زلمی شو، اتلس کلنۍ ته ورسېد، یوه ورځ یې خپله مور د تداوۍ لپاره د ښار روغتون ته بېولې وه، داکټر تلویزیوني معاینات ورته لیکلي ؤ، انور ته یې وویل: نن زموږ د تلویزیوني معایناتو ډاکټر نه دی راغلی، له روغتون څخه بیرون به دا معاینات وکړې، د روغتون تر څنګ په دری منزله تعمیر کې دا معاینات کېږي.
انور او مور یې دواړه له روغتون څخه را ووتل، دری منزله تعمیر ته یې ډېر وکتل، تلویزیوني معاینه خانه یې پیدا نه کړه، تر یوې سور رنګې چترۍ لاندې، بوټ ګنډونکی نه یې وپوښتل، کاکا یوه پوښتنه مې کوله،
ــ وایه دیوې پر ځای خو دوې وکړه.
ــ دا تلویزیوني ماینات چېرته کېږي؟
بوټ ګنډونکي سر بورته کړ، ده ته یې په ځیره وکتل، ویې ویل: ړوند خو هم نه یې، ولې یې نه وینې؟ همدا مخامخ یې معاینه خانه ده، لوحه یې نه ګورې، چې غت ورباندې لیکلي دی، تلویزیوني معاینات.
انور لکه له خوبه چې را وېیښ شي، د مور د څو کلونو مخکې خبره ور به یاد شوه، ( زویه درس ووایه، هوښیاران وایي، بې تعلیمه انسان د ړانده په شان دی)
له ځانه سره یې وویل: اوس پوه شوم چې، په ریښتیا سره ړوند یم.