د علم زېربنا ،لوی جهاني تکوین تشکیلوي او جهاني تکوین ، یواځې الهی خلقت ګڼل کیږي ،نوځکه خو علم هم ، پرته له الله (ج) څخه دبل چا، خلقت نه شي ګڼل کېدلې .د علم مُعَرف قانونمندي ده ،چې شکل د موجودیت د هر موجود او یواځې د همدغه قانونمندۍ له مخې دا لوی جهان پېدا ،پایي او تغیر او تکامل مومي . علم قانونمندي او قانونمندي علم دې ، انسان یواځې د علم په بنیاد، الهی خلیفه او وارث الانبیا ء ګڼل کیږي او دهمدغه علمي درک او پوهې په بنیاد، د لوی جهان په معرفت ،مکلف او مؤظف ګرځېدلې دې .همغسې ،چې ټول موجودات او پروسې واحد او تړلې نظام جوړوي او ټول یوتربله سره په همیشني متقابل تأثیر او تأثر کې قرار لري ، ځانګړي علوم او قانونمندۍ هم په ځانګړي ډول وجود نه شي لرلې . سره ددې چې انسان د خدای (ج) خلیفه اود خپلو مقدراتو په کچه مختار ګڼل شوې او بلکه ټول خلقتونه د هغوۍ د مقدراتو په تناسب استقلالیت لري ،بیا هم حتا انسانان د خپلو نیمګړتیاوو له مخې ،ډېر کم امکانات لري، تر څو د الهي علم په ټولو رازونو باندې پوه شي ،خو هېڅکله دا ددې معنا نه لري ،چې څوک دې په خپله ناپوهۍ ،عدم درک او ناتوانۍ پوه نه شي اوتجاهل العارفانه په خپله ناپوهۍ سترګې پټې اویا تزویرانه دلفظي سفسطواو اغماض او یاد مداریګرانه ژستونو او تش په نامه سحرآمېزه مربعاتو او مکعباتو له طریقه عامه ذهنیتونه جادو او په سترګو کې خاورې ور واچوي .کله ،چې علم الهي خلقت او د لوی جهاني تکوین سره اړه ولري ، په هغې کې سحر ،جادو ،مزخرفاتو ،پوچو غېر قانونمنده تخیلاتو او نورولهوولعب او چټیاتو ته ځای وجود نه شي لرلې او نه باید چاته په دغه بابت علمي القاب او رتبې ورکړې شي . الهی علم او قانونمندۍ ایدیال دقیق الهی خلقت دې ، په هغې کې کم وکاست ،د افادې نیمګړتیا او ناممکناتو ، نا معین ، متوالي ، لایتناهي او نورو نا ممکناتو او نیمګړتیاوو ته ځای وجود نه لري . دا یواځې انساني ذهني نیمګړتیاوې دي ،چې پایلې یي متوالي ،نا معین ،لا یتناهي او یا نورو مجهولاتو ته رسیږي او حل یي نا ممکن ګرځي .په دې خبرو نور پوهان هم پوهیږي ،خو نه پوهېږم ولې او د څه په خاطر په حقایقو سترګې پټوي او علمي ورشو ته ددغه لارې ، بې علمي ،جهالتونه او حما قتونه لار پېداکوي ؟
له بده مرغه ، په علمي حقایقو ،تیوریو ، فورمول بندیو،ارزونو او د هغوۍ په پایلو او نتایجو دغه ډول اغماض او سترګې پټونې ، د بشري تاریخي دورې ، دډېرو او بلکه قاطع اکثریت ،مشهورو پوهانو په لیکنو ،ارزونو ، تیوریو او پایلو کې مشهودې دي او ددې په عوض ،چې په خپله نیمګړتیااو ناپوهۍ ،چې اصلا ً هيڅ انسان ورڅخه مجزااو خالي نه دې اولوی عېب هم نه دې ،ځکه چې الله (ج) په خپل مقدس کلام کې فرمایي «وما اتیتم من العلم الا قلیلا » ترجمه : ما تاسې ته علم در کړې ، مګر (کامل نه دې )یعنې کم دې ، اعتراف وکړي او قضیه ،مسئله ،تیوري ، فورمولبندي ، . . . ،شریفانه همداسې په نیمګړي اوناقص ډول راتلونکې نسلونو ته و سپاري ،نه داچې راتلونکي نسلونه ددغه پوهانو په کاذبو ، تحریفي او غلطو تیوریو ، سفسطو ، اوتو بوتو ، جعلکاریو او مرداریو کې ټول عمر د حقایقو او رښتینولیو پسې سرګردانه وګرځې او له بدو بدتره دا ،چې راتلونکي نسلونه د هغوۍ دروغ په رښتینولۍ ومني او هڅه وکړي دغه دروغ په جبر او حیله په نورو ومني او په اصطلاح ، لکه چې تر نن ورځې پورې دغه دیوال کوږ ولاړ دې ( تا ثریا رود دیوار کج ).
دغه تحریفات ، له بده مرغه ، نه یواځې د پوهانو ، اشخاصو او افرادو له خوا رامنځته شوي ،بلکه ،په اصطلاح ، دسولې ، دموکراسۍ ،دبشر دحقوقو، . . . ، د سترو هیوادونو ،ټولنو ، مؤسساتو ،ادیانو ، مذاهبو او حتا د اسلام دمقدس او اکمل دین په نامه د مختلفو مذاهبو او نورو ډلوتر منځ په همدغه وجه سوء تبلیغات ، دښمنۍ او ابد الابد انتګونیز م دوام لري او ټول بشریت ، که شاه دې که ګدا ،سرمایدار دې که غریب ، که موړ دې که وږې ، . . . ، ټول په لوی غضب اخته دي او د خلاصون لار له ټولو څخه ورکه ده ،خو یواځې یونابکاره غېر
متجانس چټل قشر ،چې د نامردۍاو بېګانه پرستۍپه دغه یوه لوبه کې ککړ او همېشه په ګټه دي ، د هېڅ ډول مختورن عمل څخه ، که جاسوسي، وطنفروشي او یا بل هر ډول احمقانه او ضعیف النفسه حریصانه عمل ،چې اوسي دوۍ ورته حاضریږي او ممقابل لورې پرې هم باور او سرمایګذاري کوي .
ددغه بلا څخه د خلاصون لار او چار :
۱ ــــ کله ،چې علم ،قانومنديۍ ،صداقت او رښتینولي دټولو قضایاوود حل لپاره معیار او محک وګڼل شي .
۲ ــــ د منفي تبلیغاتو ځای ،چې منبع او سرچینه یي بې بنیاده تورې لعنتي سرمایه او دهغوۍ بې قانونه اکسپورت دې ، په مجموع کې په مثبتو تبلیغاتو بدل شي