له پوهنتونه د فارغیدو ډالۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53055
حسیب الله نوري
دخبریدو نیټه : 2013-01-19

 

د پوهنتون زدکړیال د یوې نمایشګاه مخته ولاړ ښکلې موتر ولید او په زړه کې یې را وګرځیدل چې کاشکې داسې یو موتر یې در لودای ځوان زدکړیال له خپله پلاره غوښتي وو چې له پوهنتونه د خلاصیدو په ډالۍ کې ورته موتر واخلې ځوان پوهیدو چې پلار یې د اخیستلو توان لري ځکه یې له پلاره ددې ډول ډالۍ غوښتنه کوله .
بلاخره د هلک د فارغیدو ورځ را ورسیده او پلار یې خپل زوی د مطالعې مخصوصې خونې ته را وغوښت او هغه ته ېې وویل : زه په تاسو باندې ویاړم او د زړه له تله مینه درسره لرم . لدې خبرو وروسته یې یو وړوکی پاکټ ورکړ . کنجکاو بلکه نا امیده زوی ، پاکت را خلاص کړ چې په هغه کې یو وړوکې قران شریف چې د سرو زرو پوښ یې درلود ایښودل شوی وو ، په ډیره غوصه سره زوی پلارته وویل : په دغه دومره مالونو کې چې ته یې لرې یوازې یو قران شریف ماته راکوي ؟ مقدس کتاب ېې د میز په سر کیښود او د پلار له کوره ووت .
کلونه تیر شول او ځوان ډیر مالونه پیدا کړل ، تجارت یې پرمختګ وکړ ، ښکلی کور او کورنۍ یې درلوده . یوه ورځ پدې فکر کې شو چې پلار به یې اوس ډیر سپین ږیری شوی وي او باید یوارې د هغه څخه لیدنه وکړي پلار یې د فارغیدو له ورځې وروسته نه وو لیدلی ؛ اما مخکې لدې چې د پلار کورته ولاړ شي تلیفون ته زنګ راغی چې د پلار د مرګ خبر یې ورکړ او ورته په تلیفون کې دا هم وویل شول چې پلار د ټول مالونه ستا په نوم کړی دي له همدې کبله زر تر زره باید ځوان خپل پلارنې کورته ځان رسولای وای .
کله چې کورته ورسید ، په زړه کې ېې د غم او پریشانۍ احساس وکړ ، د پلار کاغذونه او مهمې ورقې یې وکتلې او په هغه ځای کې یې هغه پاکټ پیدا کړ کوم چې پلار یې ورکړی وو ، پداسې حال کې چې له سترګو څخه یې اوښکې بهیدې قران کریم یې له پاکټه را ویست او د یو موتر کلی یې هم د پاکټ په مینځ کې پیدا کړي او ددې تر څنګ یو انځور چې په هغه نمایشګاه کې یې د موتر ښودنه کوله او د انځور په شا د زوی د فراغت د ورځې تاریخ لیکل شوي وو.