د اورنګزېب دوه ګون

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53303
ژباړه: نظر محمد افغان
دخبریدو نیټه : 2013-02-05

  ملااحمدجيون د اورنګزېب پاچا استاد و. اورنګزېب د خپل استاد ډېر درناوی کاوه. ملا صيب هم نوموړی خپل ښه شاګرد ګڼلو او په ده يې وياړ کاوه.
کله چې اورنګزېب د شهنشاه عالمګير لقب خپل او د هندوستان پر تخت کېناست، نو خپل استاد ته يې پيغام ولېږه، چې څو ورځو لپاره ډيلي ته تشريف راوړي او ده ته د خپل خدمت وياړ وبښي.
ملا احمد جيون هغه مهال ډيلي ته ځکه لاړ نه شو، چې د مدرسې طالبان بې سرپرسته کېدل؛ د رمضان په مياشت کې چې د دوی رخصتي وه، د ډيلي لاره يې ونيوله.
د استاد او شاګرد ليدنه د ډيلي په جامع جومات کې د مازيګر په لمانځه کې وشوه. تر لمانځه وروسته اورنګزېب خپل استاد له ځان سره شاهي دربار ته بوته.
استاد او شاګرد د روژې ټوله مياشت يو ځای تېره کړه. پاچا به استاد دربار ته هم له ځان سره بيوه او د شپې د تراوېح له لمانځه نه وروسته به يې هم تر ډېره وخته علمي بحثونه کول.
ملا احمد جيون د اختر لمونځ هم له پاچا سره يو ځای ادا کړ او د بېرته تلو اجازه يې وغوښته. پاچا له جېب نه دوه ګون وويست او استاد ته يې وړاندې کړ. استاد په ورين تندي د خپل شاګرد داد ومانه. خدای پاماني يې وکړه او د کور پر لور رهي شو.
له هغې وروسته اورنګزېب د دکن په جګړو کې داسې بوخت شو، چې بيا تر څوارلس کلو پورې يې ډيلي ته راتګ ونه شو. کله چې ډيلي ته بېرته ستون شو، نو لومړي وزير ورته وويل، چې ملا احمدجيون ډېر لوی پانګوال دی. که اجازه وي، چې باج ترې واخيستل شي.
اورنګزېب د دې خبرې په اورېدو ډېر حيران شو. له ځان سره په سوچ کې شو، چې له يو غريب استاد نه دومره لوی شتمن څنګه جوړېدی شي؟ سملاسي يې ملا ته يو ليک وليکه او د ليدوهيله يې ترې وکړه.
ملا احمدجيون د تېر په څېر بيا د روژې مياشت کې ډيلي ته راغی. اورنګزېب په خورا مينه ورته هرکلی ووايه. د ملا صيب جامې هماغه شان ساده وې. د ده خبرو اوکړو، وړو هم د ده د پخوانۍ ساده ګۍ ښکارندويي کوله. له همدې امله پاچا زړه ښه نه کړ، چې له ده نه د ده د شتمنۍ په اړه وپوښتي.
يوه ورځ په خپله ملا خبره بحث کړه: (( تا چې کوم دوه ګون ما ته راکړی و، هغه خو ډېر برکتي وخوت. ما په هغه دوه ګون پندانه واخيسته او پنبه مې وکرله. خدای په کې دومره برکت واچوه، چې په څو کلو کې خبره لکونو ته ورسېده.))
اورنګزېب چې د خپل ورکړي دوه ګون دومره ستاينه واورېده، ډېر خوښ شو. بيا يې په خندا کې وويل:
((که خوښه دې وي، د دې دوه ګون کيسه درواوروم؟))
ملا صيب وويل: ((ولې نه حتماً...))
اورنګزېب خپل نوکر ته امر وکړ:
(( په چاندني څلورلاري کې اوتم چند خان ته خبر ورکړئ، چې د زېږديز کال له ټولو سوداګريزې معاملو سره دلته راشي.))
اوتم چند يو معمولي شتمن و. کله چې د اورنګزېب مخې ته راوستل شو، نو له ډاره لړزېده. اورنګزېب په نرمۍ ورته وويل:
((مه وېرېږه! نږدې راشه او په ۱۰۶۹ کال کې د خپل ټول لګښت معلومات راکه.))
اوتم چند په ترتيب سره خپل د لګښت معلومات وړاندې کول. اورنګزېب او ملااحمد جيون په خاموشۍ سره اورېدل. په يوه برخه کې چند ټکنی شو. دلته د خرڅ په توګه يو دوه ګون ليکل شوی و، خو په مخ کې يې د اخېستونکي نوم نه و ليکل شوی.
اورنګزېب په نرمۍ سره ترې وپوښتل: ((ښه ووايه چې دا دوه ګون چېرته لګول شوی دی؟))
اوتم چند کتابچه بنده کړه. يو سوړ اسوېلی يې وويست او ويې ويل: ((صيبه! دا يوه دردجنه کيسه ده. که اجازه مو وي، چې درته يې وکړم.))
پاچا وويل: ((اجازه ده.))
اوتم چند څو شېبې غلی ودرېد. بيا يې وويل: ((يوه شپه زوروره سيلۍ راغله او ورسره جوخت زورور باران هم شروع شو. ما خپل کور نوی جوړ کړی و، نو کوټې په څڅېدو پيل وکړ. زما ټول سامان او سوداګريز حسابونه په همدې کوټې کې وو. ما ډېره هڅه وکړه، خو د چت سوري بند نه شول. له کوټې نه مې بهر ته سر ورښکاره کړ. ليدل مې چې يو سړی له لاټين سره لاندې ولاړ و. ما ته مزدور ښکاره شو. غږ مې پرې وکړ:
((وروره مزدوري کوې؟))
هغه وويل: (( هو، هو ... ولې نه؟))
ما هغه دننه راوغوښت او کار مې ورته په نښه کړ. هغه هم پرته له کومې دمې مسلسله خواري وکړه او بلاخره يې د بام سوري بند کړل. بيا يې د کوټې د ننه سامان برابر کړل. دا وخت له جومات نه د سهار د آذان غږ راغی. سړي کار ودراوه او آذان يې واورېد. چې آذان خلاص شو، دعا يې وکړه نو ما ته يې وويل:
((خان صيب ستا کار خلاص شو. ما ته اجازه راکه چې زه درنه لاړ شم.))
ما چې د هغه د مزد ورکولو لپاره جېب ته لاس کړ، نو يواځې دوه ګون راووت. ما ورته کړه: ((وروره! په رښتيا چې تا خو کار ډېر ښه وکړ، خو دا مهال زما په جېب کې يواځې يو دوه ګون دی. ته دا سې وکه چې سبا زما دوکان ته راشه. مزد به دې هم درته درکم او انعام هم.))
سړي لاس را اوږد کړ او ويې ويل: ((راکه، همدا دوه ګون راکه. زما لپاره همدا بس دی. زه بيا نه شم راتللی.))
ما ورته ډېر وويل. زما ښځې هم ورته زارۍ وکړې؛ خو هغه وويل: ((که راکوئ نو همدا دوه ګون راکئ کنه زه ځم.))
زه مجبور شم، همغه دوه ګون مې ورته په لاس کې کېښود او هغه په خپله مخه لاړ.
تر هغې وروسته زه هغه سړي پسې ډېر وګرځېدم، خو هېڅ چېرته مې ونه موند. له دې کيسې نه نن پينځلس کلونه تېر شول. زما زړه ما ګرموي، چې بلا ورپسې که روپۍ درسره نه وې، نو اشرفۍ خو درسره وې کنه. خير دی يوه اشرفۍ به دې ورته ورکړې وه. دا کار خو يې په داسې ګران وخت په زرو اشرفيو ارزېده.))
اوتم چند خپله کيسه خلاصه کړه. دواړه لاسونه يې د عاجزۍ په دود غبرګ ونيول.پا چا په خپلو لاسونو هغه ته يوه چغه واغوسته او په عزت يې رخصت کړ.
د اوتم چند له تلو وروسته اورنګزېب موسکی شو. د استاد پر لور يې وکتل او ويې ويل: ((استاده دا هماغه دوه ګون و.))
ملا صاحب خوشاله شو، ويې ويل: (( په هماغه اول سر کې ما اټکل کاوه، چې دا دوه ګون زما ګران شاګرد په خپلې خوارۍ ګټلی؛ ځکه خو خدای په کې دومره برکت واچوه.))
اورنګزېب وويل: ((دا ستا د روزنې نتيجه ده. دا زما نېکمرغي ده، چې ما ستا په شان استاد موندلی. ستا د شاګرد خپل شخصي لګښت لپاره له شاهي خزانې څخه هېڅ هم نه اخلي. له کله نه چې ما د پاچاهۍ پر تخت پښه ايښې ده، د شپې له خوا دوه ساعته مزدوري کوم او خپله روزي لاس ته راوړم. په يو ساعت کې قران شريف ليکم او په بل ساعت کې خولۍ ګنډم. په اونۍ کې دوه شپې دخلکو له حال څخه د خبراوي په موخه ښار ته وځم. په کومه شپه چې ما د اوتم چند د کور کار کړی و، هغه ما خپله څېره بدله کړې وه او دښار په کوڅو کې ګرځېدم. د الله(ج) شکر دی، چې زما په لاسو د يوه اړ، اړتيا پوره شوه. دا هر څه ستا د دعاګانو پايله ده.))