حامد په ډیره بیړه سره موتر ته وخوت . مور او پلار یې چې هر څومره کوشش وکړ له موتر څخه یې ښکته نشوای کړای ، دوی فکر کولو که پدې پوه شي چې بابا یې مرستون ته وړي او نور نشي کولای چې بابا یې ووینې قیامت به جوړ کړي . اما داسې ونشو حامد آرام د موتر په چوکۍ کې د غټ سړي په شان کیښناست بابا یې هم د موتر په شا چوکې کې کوږ او ووږ ناست او په فکرونو کې ډوب وو ، که څه هم د حامد آرامتیا ورته حیرانوونکې ښکاریده خو څه یې ورته نه ویل . کله چې یو پارک ته ورسیدل حامد یې پلار ته مخ واړاوو او ویې پوښتل : پلاره ددغه پارک نو څه دی ؟ پلار یې ځواب ورکړ . اما حامد بیا هم خبره پرینښوده د ټولو پارکونو نومونه یې دقیق دقیق پوښتل . بلاخره د پلار حوصله یې نوره تنګه شوه او ویې ویل بچیه د پارکونو د نومونو په زده کولو سره غواړې څه وکړي؟ لږ څه په قهر جنه لهجه یې وویل څه په درد د خوري ؟ حامد په ماشومامه ژبه وویل : پلاره غواړم ددغه پارکونو نومونه ښه زده کړم کله چې ته هم د بابا په شان سپین ږیری شي بیایم دې تر څو هلته یوازې ژوند وکړې . د حامد د پلار سترګې له اوښکو ډکې شوې ، په آیئنه کې یې خپل سپین ږیري پلار ته وکتل ، ځان یې پکې ولیدو . له همغه ځایه یې په تیزی سره موتر را وګرځولو او کورته ستون شو . کوچني ماشوم له ځانه سره ساعتري کوله خندل یې ورغې او د بابا لاسونه یې په داسې حال کې په خپلو وړو لاسونو کې ونیول چې د بابا له سترګو د باران په شان اوښکې روانې و