اوس داحمدي نژاد او دده دګوتنیوونکو ترمنځ دخولي شخړې اوسیاسي سیالې په عامه توګه بهرته راووتلې . تر اوسه قاعده داسي وه، سیاسي اختلافونه او سیالېو ته اجازه وه چې یواځې د تړلو ډړو یا دروازو او پردو تر شا تر سره شي .د راډیو له لارې په ژوندی بڼه د سیاسي کړکیچونو خپریدلو سره اوس دغه قاعده بدله شوه .
د شخړو او لانجو هیواد ایران ، ولسمشر محمود احمدي نژاد او د ولسي جرګې مشر علی لاریجاني
تراوسه د شیعه دولت په ۳۴ کلن تاریخ کې د خولي یوه داسي خپلمنځي سیاسي شخړه لیدل شوي نه وه .
عامو خلکود سړک پرسر ویلو چې د ولسي جرګې مشر لاریجاني پر ولسمشر لفظي بریداوسپک کړي دی چې دی دې خوله وتړي او دی دې نور ورک شي .
دا خبرې د اسلامي انقلاب د څلوردیرشمي کلیزې څخه دوه ورځې مخکې رابرسیره شوي .
که څه هم علی لاریجاني په مستقیم ډول داسي نه دي ویلي، خو پیغام یي ښه جوت او څرګند و،تاسوهیچ حق نه لري په دې برخه کې نوره خبرې وکړي ،تاسو د یو ولسمشر دکچي څخه ډیرې ټیتي خبرې وکړي . هیله کوم ، هیله کوم چې ولاړشۍ، په مخه مو ښه .
ولسمشر محمود احمدي نژاد ته بله لاره پاتي نه شوه،دی چوپه خوله او غلي دپارلمان څخه په تیښته بریالي شو.
د ایران ولسي جرګې د جنوري په دریمه نیټه یوځلې بیا د احمدي نژاد یوبل وزیر داستیضاح لپاره ولسي جرګې ته ورغوښتوو،احمدي نژاد د وزیرانو د استیضاح سره ښه بلد دی ،دی د دې پر ځای چې د خپل وزیر څخه دتل پشان دفاع وکړي ،دی ولسي جرګه پړه او ګرمه بولي ، دی وایي چې ولسي جرګې د ده دحکومت ټولې چارې سپوټاژ وي . سربیره پردې ده ولسي جرګې ته یوه ویډیو ورښکاره کړه ، ده په دغه پټه ثبت شوي ویډیو کې هڅه وکړه چې دولسي جرګې مشر علی لاریجاني د ورور دنا قانونه کړو وړو څخه پرده پورته کړي .
له همدې امله لاریجاني احمدي نژاد ته ډیر قهر جن کیږي ،دی هڅي هم له ډیر پخوا څخه د ولسمشر له پیژندل شويو سیالانواو ګوتنیوونکو څخه ګڼل کیږي . لاریجاني احمدي نژاد يي په ٬٬ مافیایي میټودونو٬٬ باندې تورن کړو. دی زیاتوي ، احمدي نژاد دیو ولسمشر له کچې څخه ډیر ټیټ عملونه ترسره کوي . د دې سربیره دی وایي چې احمدي نژاد د ولسمشري ددندی لیاقت او اخلاق هم نه لري . دی بیا زیاتوي څنګه چې زموږ ولس نن سبا له دومره سترو کړونو اوکړکیچونو سره مخامخ او کړیږي ، یولامل يي همدغه ولسمشر دی .
دا ټولي خبرې دتړلو ډړو تر شا نه دي تر سره شوي بلکې په میلیونونوایرانیانو دغه نندریزه لفظي شخړه د راډيو له لارې په ژوندی بڼه اوریدله . په ایراني ټولنه کې دواک پرسره شخړې اومبارزې تل یوه جوته پټه خبر وه . دغه شخړې په دغه کچه باندې پیلدل ،دا ښیي چې د لوبې د ټولو لوبغاړو اعصاب يي هک پک اوحیران کړي دي . یو ایراني خبریال وايي .
له همدې شخړو سره جوخت ډیر ناوخته دایرانیانو مشر ایت الله علی خامنه ای دوی دواړو ته ددې ګواښ وکړو چې د داسي شخړو په پیلولو سره تاسو د لویدیځ په لاسونو کې لوبې کوی .
د واک پرسر دجګړواو مبارزو پراخیدلویو لامل په هیواد کې داقتصادي رکود او اقتصادي ستونزې دي . اصلأ دا اقتصادي ستونزې د اټومي پروګرام دنړیوالې شخړي له امله دلګول شویو بندیزونو سره تړو لري .
دغه هیواد اټکل له یو کال څخه په ډیر ژور اقتصادي کړکیچ کې راګیردی . ایراني رژیم هڅه کوي خلکو ته اقتصادي وضیعت سم وښيي .
دایراني کرانسۍ ریال بيه دیو دم راولویدلو سره حالات نوره هم کړکیچن شوي دي . د تیر کال په پرتله ریال د امریکايي ډالرو په پرتله ۵۵ سلنۍ خپل ارزښت له لاسه وکړي دی . د ولسي جرګې غړي او د مالي برخې مسوول احمدتووکلي وايي . دی د احمدي نژاد دمخ په غوړیدلي اقتصادي احصائیه په کلکه ردوي .
ګوتنیوونکې احمدي نژاد د هیواد په ټولو کړکیچنو برخو کې ګرم او ناکام بولي .
څنګه چې دی په ۲۰۰۵ کال کې دخپلي دندی په پیل کې د غلواو غریبانو بادشا یا ٬٬ رابین هووډ٬٬ په نامه یادیده ،ده دخپلو اقتصادي ریفورمونو سره لاره دبي کچې انفلاسیون یا د پيسو پړسوب ته هواره کړه . له همدي سره غریبان نوره هم غریب او بیوځلې شول .
ایراني ولس د حکومت داټومي پراګرام په بدل کې پرته له بندیزونو او سیاسي انزوا څخه نور څه ونه لیدل . کله چې ولس په جیب کې یوه روپۍو نه لري . همداسي دایرانیانوسره پوځ او د هوانوردي تکنالوجۍ هم هیچ مرسته نشي کولاي .
دغه هیواد د اقتصادي بندیزونو په وجهه د لویدیځ سره بانکې اړیکې هم نه لري ،ترڅو سوداګريزه تړونونه ورسره لاسلیک کړي . دغه هیواد ان په اسلامي او عربي نړۍ کې دومره ملګرې نه لري لکه چې دښمنانان لري . ځکه دغه هیواد د سوریه له رژیم سره مرسته کوي .
اټومي انرجي، توغندې او بي پیلوټه یا د دروڼ الوتکې ښکلي او ښې دي . بیزو فضا ته لیږل هم او. کی . دي . دا ټولي خبرې به یوې خواته پریږدو اوس د ی په خپله غواړي چې د بیزو په ځای فضانورد شي .
احمدي نژاد باید تر دې مخکې خپل ولس ته یو څه وکړي او فضا ته دختلي انفلاسیون یا د پیسو پړسوب په وړاندې دې یو څه وکړي . یو سیاستپوه له تهران څخه د ټیلفون پر لیکه وویل .
د ولسمشر ګوتنیوونکې یو پرابلم لري : نه پوهیږي چې دوی څه شي بل ډول کولي شي او څه باید وکړي ؟
د اټومي پروګرام دګټې اخیستني واک اواختیار اخیستل ناشوني دی، ځکه اساسي قانون په دې برخه کې د ورستي پریکړي صلایت خامنه ای ته په لاس کې ورکړي دی .
پرته له د اټومي پروګرام د ګټي اخیستني واک ورکولو څخه د بندیزونو لیري کول ناشوني دي . که اقتصاد همداسي مخ په خرابیدو ولاړ شي . خلک به د ریالونو څخه ډک بکس د سړک پر سر غله او چور کړي ،پیسې به پر ځای پریږدي او یواځې بکس به له ځانه سره یوسي . یو بل ایراني سیاستپوه وویل .
پای