پروند چي ستړې کور ته راغلئ نو يې هيڅ هم په غوټه کښي نه وو راوړي. کوشنيان (کوچنيان) ورته په منډه راغلل ده په مينه ځان ته نيژدې کړل خو له جيبه يې خوږې نه را وايستې. ميرمن اورته ووئېل چي ستړې يې چای به درپخې کړم د وئېل نه، نه يم ستړې. يوې خوا ته کښيناستۍ، فکرونو يووړئ.
پروند باران وو. په چارڅو (چوک) تر ماځيګره ناست وو خو چا د مزدورئ لپاره نه بوتلئ (په باران کي به کوم لېونی د خټو کار کوي). يخ هم ډېر وو، خو ښه وؤ ده خپل څادر له ځانه سره وړې وو. که څه هم څادر اوس سورئ سورئ دې او څو ځايه پېوند دې خو بيا هم چي ده به ځان پکښي ونغښت نو له سړې هوا به يې څه نه څه ځان وژغورئ. چي باران به تېز شولو دی به د يوه دکان د بورډ د لاندي ودرېدئ. دکاندار ورته څه نه وئېل. د باران له کبله ګراک نه وو. نور کله به يي دکان ته نيژدې نه پرېښودلئ وئيلې د دکان مخه مه نيسه بيا ګراک نه راځي
د شپې لرګي هم نه وو. خونه سړه وه. په نغري کي يې هيڅ نه وو بل کړي. شپه يې له يخ او د کوشنيانو له اندېښنو (چي يخ به يې کيږي) په ويښه تېره کړه. ټوله شپه يې دعا کوله چي سهار ته باران ودريږي او دی په مزدورۍ پسې ولاړشي خو د هر کله پشانې د ده دعاګاني بې اثره ولاړې.
سهار چي راپاسېدئ باران هغسي اوريده. د باراڼ خړو اوبو ورڅخه ګوره څه يووړل؟ ناڅاپه پورته شو بيرته کښېناستئ. څه چي وؤ په کور کښي هغه خو يې وخوړل. اوس د څه خوړلو او د ځان د تودولولپاره لرګي ورڅخه په کور کښي نه وو. (چارڅو) ته د تلو ګټه هيڅ نه وه، په باران کښي به څوک کار کوي؟ څوک به ورله مزدوري ورکړي خو بيا يې فکر وکړ چي په کور کښي به څه وکړي؟ بيا يې له ځان سره وئېل هلته به په باران کښي څه وکړي؟ چيرته به ودريږي؟ بيا يې توکل وکړ .. راروان شو.
ټوله ورځ يې په چارڅو تېره کړه. کله د دکان د بورډ دلاندي، کله په سړک خو کاريې و نه موندلو. ماښام يې کور ته زړه نه غوښت. د ماشومانو د لوږي فکر، د ميرمن د ملامتيا ډکي سترګي، سړه خونه، خپله بې وزله ورځ.... په ګنړو فکرونو کښي راګير وو چي د ماښام د لمانځه اذان يې واوريدئ. هلته په ځان پوهـ شو چي د خپلي کوڅې جمات ته رارسېدلې دې. جمات ته وردننه شو. په لمانځه کښي يې بې اختياره اوښکي له سترګو تلې.
د لمانځه پس هم تر ډېره په جمات کښي ناست وو. آخر دی او ملا پاتې شو. ملا ورڅخه پوښتنه وکړه چي کور خو خېر دې؟ څله داسي زهير يې؟ زړه يې څه دمه غوندي شو، يو خواخوږې يې وموند. ملا ته يې د زړه دړد بيان کړئ. ملا ورته وئېل خدای درنه خپه دې، څومره موده وشوه چي تا جمات ته هيڅ نه دي ورکړي. چي د خدای د کور خيال نه ساتې، خدای به ستا د کور څه خيال وساتي. ډېر نا آرامه شو.
نن شپه يې هم په ويښه تېره کړه. ټوله شپه په دې فکر کښي ډوب وو چي سبا له څه ومومي، جمات ته څه راوړي، خدای خوشاله کړي او ستونزي يې ختمي شي