له پېښوره دنندارې راپور:
پښتون سياست وال عبدالولي خان به نن دده په پلرني کلي ولي باغ چارسده کې خاورو ته وسپارل شي -دده جسد له پرونه راهيسې په کننګم پارک پېښور کې دخلکو دعامې ليدنې په موخه اېښودل شوى دى -په زرګونو خلکو چې سياست وال او چارواکي هم پکې شامل دي تر اوسه دده ديدن کړى دى- نن ماسپخين درې بجې به دده د جنازې مونځ په نوموړي پارک کې اداکولى شي چې دافغانستان يو پلاوى به هم پکې گډون وکړي -
عبدالولي خانپه ١٩١٧ کال کې زېږېدلى و او د ٨٩ کالو په عمر کې پرون پېښور کې په حق ورسېدو - نوموړي ٢ ځامن او ٣ لوڼې ترشا پرېښودلي دي -