د سپږوتداوي يا درملنه :
د سرسپږي :د Permerhrin 1% لوشن :لمړي سرد شمپو پواسطه پريمينځل کيږي وروسته نوموړي لوشن استعماليږي نوموړي لوشن بايد تر ١٠ دقيقي اضافه پرسرباندي پاته نشي .اود اوبوپواسطه پريولل شي بيا د اټوال پواسطه وچ کړل شي .که چيري د ٧ ورځو په جريان بيا سپږي پيداشي نو د دوهم ځل لپاره بيا لمړي تداوي صورت نيسي .او د ږمنځ پواسطه پاته شوي ريچي د سر نه ليري کيږي .د هغه ماشومانو لپاره استعماليږي چي عمر يي تر ٢ مياشتي اضافه وي .
Malathion 0.5%: نوموړي لوشن په وچ سر باندي استعماليږي پداسي ډول چي بايد وريښتان لامده شي .وروسته له استعمال څخه ددي لوشن بايد لاسونه ومينځل شي. وروسته وريښتان پرپښودل شي تر څو د طبعي هوا پواسطه وچ کړل شي يعني بايد د کوم برقي الي څخه استفاده ونشي .د ٨-١٢ ساعته وروسته سرد شامپوپواسطه پريمينځل شي .او وروسته ږمنځ کړل شي .که چيري وروسته تر ٧-٩ ورځي بيا هم سپږي موجودي وي نو ددوهم ځل لپاره بيا هم نوموړي لوشن استعمالوو .د هغه ماشومانو لپاره استعماليږي چي عمريي د ٦ کلني نه زيات وي .
Benzyl alchole 5%: نوموړي لوشن هم په وچ سر باندي استعماليږي .خاصتا د غوږو او د غاړي شاتني برخه بايد زيات د لوشن سره تماس کي شي او د لسو دقيقو دپاره پريښودل شي وروسته بيا د اوبو پواسطه پريمينځل شي .وروسته له ٧ ورځي بيا تکرار شي .د هغه ماشومانو لپاره استعماليږي چي عمر يي د ٦ مياشتي څخه زيات وي.
Lindane shampoo: نوموړي شامپو بغيرد اوبو د استعمال نه د سر په وريښتانواستعماليږي د څلورودقيقو لپاره پاته کيږي وروسته له ٤ دقيقو لږ مقدار اوبه اضافه کيږي تر څو ښه څګ وکړي وروسته له هغه د اوبوپواسطه پريمينځل کيږي .اود اټوال پواسطه وچيږي او وروسته ږمنځ کيږي .نوموړي څګ کوم چي د سر د شامپو نه رامنځته کيږي بايد د بدن د نوروبرخوسره په تماس کي نشي او همدا ډول بايد نوموړي شامپو د ورځني شامپوګانو په شکل استعمال نشي .نوموړي بايد د درملني په منظورپه لمړي قدم کي استعمال نشي ځکه په ماشومانو ددي استعمال د دماغي ناروغي لکه د Seizure سبب کيږي . نوڅکه لمړي بايد دنورو ليارويا درملو نه استفاده وشي .
Spinosad: نوموړي هم په وچ سر باندي استعماليږي وروسته تر ١٠ دقيقود سر وريښتان د ګرمو اوبوپواسطه پريمينځل کيږي که چيري وروسته تر ٧ ورځو سپږي وليدل شي نو کولاي شو بيا هم ددوهم ځل لپاره استعمال کړو.
Pyrethrin and piperonyl butoxide: په وچو وريښتانوباندي استعماليږي وروسته له ١٠ دقيقونه د ګرمو اوبو پواسطه مساژ کيږي تر څوښه څګ رامنځ ته شي او بيا د اوبو پواسطه پريمينځل کيږي .د ٧-١٠ کي بيا تکراريږي .د الرژي يا حساسيت په صورت کي بايد پرهيزوشي.
Lvermectin: د ٢٠٠مايکروګرامه په کيلو ګرام وزن د بدن د خولي له لياري دوه دوزه توصيه شي .د لس ورځو په وقفه باندي
د تخرګ يا نوم لاندني برخي سپږي : د جنسي اړيکو پوسيله کيداي شي انتقال شي .مريضان اکثرا د نوموړي ناحي د خارش نه شکايت کوي .
Permethrin1%: په اخته شوي ناحيه کي نوموړي کريم د ١٠ دقيقو دپاره استعماليږي او وروسته له مينځل کيږي.
Pyrethrin and piperonyl butoxide: هم د ١٠ دقيقو د استعمال نه وروسته مينځل کيږئ .د حساسيت په صورت کي نه استعماليږي.
Malathion 0.5% lotion: د ٨-١٢ ساعته استعماليږي او وروسته مينځل کيږي.
Landane shampoo: د ٤ دقيقو لپاره استعمالږي او بيا مينځل کيږي .د په هغه ماشومانو کي چي عمر يي د يوه کال نه کم وي ، اميندواره ښځي او شيدي ورکونکي ښځي ،هغه کسان چي حساسيت ورسره ولري او هغه کسان چي دماغي نيونه يا Seizure حمله ولري نه استعماليږي.
Livermectin topical (sklice): د 0.5 % لوشن څخه استفاده کيږي په وچو وريښتانو استعمالږي د لسو دقيقو لپاره پريښودل کيږي وروسته د اوبو پواسطه مينځل کيږي .د دوهم ځل دپاره نه استعماليږي.
Livermenctin: ٢٥٠ مايکروګرامه پر کيلو وزن د بدن د خولي له لياري استعماليږي. په دوو هفتو کي کولاي شوو دوزبيا تکرار شي .
د ٢٠٠١ کال د يوي څيړني په نتيجه کي د سپږو د تداوي لپاره بهترينه نسخه د Permethrin1% او Cotrimoxazole په گډه استعمال څخه ده .
هدايات يا لارښووني :
د بدن سپږي کيداي شي د حفظ الصحي په مراعت کيدلو سره تداوي شي .په اوني کي د کالو يا جامو تغير ،او د څاي يا بستري پاکوالي ضروري دي
د پاک برس يا ږمنځ استعمال ضروري دي .
د خارش لپاره کيداي شي د Diphenhydramin درملونه استفاده وشي .
د Permethrin په مقابل کي د سپږو دمقاومت په صورت کي بايد د اوږدي مودي دپاره درملنه وشي .
د جنسي مقاربت څخه ډډه وشي او مقابل طرف هم بايد تداوي شي .
د بدن سپږه کيداي شي يو تعداد نورمرضونه هم انتقال کړي .خاصتا لکه داره تبه ..
هر ٢-٣ اوني کي بايد وريښتان ږمنځ شي پداسي حال کي چي لانده وي.
د الرژي يا حساسيت په صورت کي د شونډانو پاړسوب او تنفسي مشکل ليدل کيږي .
تبه ،خواګرځي (استفراق) ،دزړه بدوالي ، بدن باندي د کوچني ګرمکو پيداکيدل او د Pediculosis پنوم مرض کيداي شي وليدل شي .
ددوهمي برخي پاي .