پوښتنه کوونکي : عبدالقیوم
محترم مولوی صاحب اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:
پوښتنه مي ده چي د ږیری پریښودل خو واجب دی بعضی خلک وایی چي ږیره هغه ویشتان دی کوم چی په زنی باندی دی او د مخ دواړو خواو ته ږیره نده او که چیری د قبضی څخه کمه هم شی پروا نه لری ایا دغه صحیح خبره ده ؟؟
-----------------------------------------------------------------------
ګرانه وروره ! ږيره خريل ياكمه ول دواړه حرام دي اوږيره تنها دزني ويښتانوته نه ويل كيږي بلكه ږيري اطلاق په هغه ويښتانوكيږي چه په زنه اوخدينو يعني دمخ دواړوطرفوته وي اودغه ټولوته ږيره ويل كيږي اوږيره خريل ياكمه ول دمجوسوعمل دي اوږيره چه كله له قبضي څخه درازه شي يعني اوږده شي بيايي قطعه كول باك نه لري داڅه چه دمخ ددواړوطرفوږيره كمه ول حرام دي بلكه بعض كتابوكي ذكردي چه دحلق ويښتان به هم نه خريي اګركه امام ابي يوسف صاحب فرمايي چه دحلق ويښتان كمول باك نه لري
(وفي الردالمحتار
(اللحية الشعر الثابت على الخدين من عذار وعارض والذقن وفي شرح الارشاد اللحية الشعر النابت بمجتمع الخدين والعارض ومابينهما وبين العذار (ردالمحتار ۱ج۲۲۵ص
(والسنة في اللحية القبضة فمازاد منها على قبضة قطعه (ردالمحتار ۱ج۲۲۵ص
وفي طريقه محمديه
(عن ابن عمر مرفوعا انهكو الشوارب واعفواللحى مشكوة ) قال المحشي لان في ذلك جمالا للوجه وزينة للرجل ومخالفة لذي المجوس (طريقه محمديه ۲۸۷ص
(عن جابر رضي الله تعالي عنه ان النبي صلي الله عليه وسلم نهى ان يتعاطى السيف مسلولا والقزع وحلق راس المراة ولحية الرجل وقص اقل من قبضة (رواه ابوداود والترميذي ) طريقه محمديه ۲۴۰ص
وفي الهنديه
ولاباس اذاطآلت لحيته ان ياخذ من اطرافها ولايحلق شعر حلقه وعن ابي يوسف رحمة الله عليه لاباس بذلك (هنديه ۵
۳۵۸صـــ
لطيفه
له هشام څخه نقل شوي اوهغه فرمائي چه زماداسي حفظ كاو چه دهيچاهم دغسي حفظ نه وه اونسيان مي هم دومره وو چه بل چا دغسي نسيان نه درلود
هغه دا چه قران كريم مي په دريو ورځوكي يادكړو اواراده مي وه چه خپله ږيره چه له قبضي څخه درازه ده هغه قطع كړم خوبالعكس ماددي په ځاي لاندي قطع كړم نوبرسيره مي قطع كړه
(نقل عن هشام بن الكلبي قال حفظت مالم يحفظه احد ونسيت مالم ينسه احد حفظت القران في ثلاثة ايام واردت ان اقطع من لحيتي مازاد عن القبضة فنسيت فقطعت من اعلاها (ردالمحتار۹ج۶۷۱ص
المفتي ابوالفيض مولوي موسى كليم دانش الغزنوي