کيو ں اخر کيو ں ؟؟!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 54607
صفی الله باران
دخبریدو نیټه : 2013-04-16

 
سليم د سيټانو په جامه کې له خپل کليواله د لارې کرايه په پور غوښته، کليوالو چې سليم له څو مياشتو نا درکه کړی وه، دسليم جامو او په پور کرايه غوښتلو ته حيران وو، هره شيبه يې په ذهن کې رنګا رنګ پوښتنې ګرځېدې تر څو پوه شي چې سليم د کراچۍ په ښار کې څنګه سيټ او څنګه بېرته سوال ته کښيناست.
دا د تنظيمي ډلو د قدرت دوران وه، په کوم دوران کې چې په کابل د دې ډلو تر منځ د قدرت په سر خکر په خکر کېدل نور په مزاييل توغولو بدل شوي وو، هر ورځ يې يو د بل په سيمه دومره مزايل توغول لکه د شولو په پټي کې چې پر چنچړو د ډبل په ډز کې ساجمې توغېږي، ورځ نه بلې ته د ښار لمنې خالي کېدې او کليوالي سيمي هم نور لکه د بوسو خوسی له وګړو ټنډې وې.
د کار، روزګار هيڅ درک نه لګېده د پاټکونو د سپيو له لاسه چا تجارت ته زړه نه شو ښه کولی، د دهقانۍ حاصل به هم قومندانو په باج کې وړه ان تر دې چې د یو چا به لس منه غله (غنم، وريجي، جوار) برخه نه وه رسېدله د پنځله منه عشر پرچه به ورپسې راغله.
يواځې د يو څو تنو چې سپيو يې خلک په پاټکونو کې داړل په خېټه خواجه خضر عليه سلام لاس تېر کړی وه، نور ټول خلک سبا او بيګا ته حيران وو، دا مهال ډېری ځوانانو د مزدوری لپاره د پاکستان کراچۍ، ايبټ اباد، کشمير او .... ښارونو ته مخه کړې وه، هغوی کې هم يواځې بختورو ته به کار پیدا کېده، نور ډېری به په پور کرايه تر کوره بېرته راغلل.
د حکومت پخوانيو صاحب منصبانو په نصبي ارامو ښارونو کې موچيتوب، ټکسي چلونه، ځان پسې کراچۍ راښکنه او يا هم ګوړه، بوره، صابون او .... خرڅول.
په سيند کې به يله جاري ګډه وه، روزانه به په کې لکه د کابل ښار په لس ګونه بمونه الوتل ماهيان هم لکه موږ ورځ نه بلې ته لويو غرونو ته کېدل، د غلو، غله ډېرشوي وه، ژرندې وهل کېدې، په يولويشت پوله هم سره مړو ته خلک ناست وه.
سليم او داود هم له همداسي ځوانانو څخه وو چې کراچۍ ته د مزدوري لپاره تللي وو، په لومړيو کې يې ډېره بي کاري تېره کړې وه خو وروسته بيا د چرګانو په فارم کې برتي شوي وو، پیسې يې لږ ګټلې که ډيرې خو په کېډه ښه غوړ وو آن کله نا کله به يې د کلي ولس نورو مزدورانو ته چې د دوی په شاوخوا کې يې دېرې وې هم چرګان لېږل، په لږه موده کې يې اوردو هم زده کړه.
اوس نو دوی لکه لټ غوايان په ورميږ ښه پيړ شوي وه، رنګې يې هم ښې شوې وې او جيب کې يې هم د انې درک لږېده، اوس نو په کراچۍ کې دوی ته ځانونه د چودري ځامن ښکارېدل، کله نا کله به جمعه يي د کلفټن چکر ته هم تلل ترڅو سترګو ته (آو) ورکړي، يانې د خدای جل جلاله د قدرتونو او د کلفټن د ښکلا ننداره وکړي.
خو دې پاچايي يې لکه د حضرت صبغت الله حکومت تر درې مياشتو زيات دوام ونه کړ، په فارم مرض را ګډ شو او ټول چرګان يې له چاقو تېر شول، د دوی له اوږو هم د بخت مرغه والوت، په خېټه يې د خواجه خضر علیه سلام د لاس تاثيرات ورځ نه بلې ته کمېدل خو لايې رنګې تازه وې او د ورميږونو غوښې يې نه وې ويلي شوې.
سليم بازار ته لاړ ځان ته يې د موچيتوب سامان واخيست او د قاسم بوټ (قاسم بورډ) د سبزي منډيي په يوه برخه کې يې موچيتوب شروع کړ، د شپي له خوا له خپلو کليوالو سره د سمنټو په بوجيو ويده کېده د ورځې ديرش څلويښت روپۍ يې پيدا کولې نا څاپه سليم له خپلو کليوالو نا درکه شو، کليوالو يې ورپسې ورځ نيمه چاڼ وکړ خو پیدا يې نه کړ، نه ټيلفون و، نه هم نورې د خبر اخيستنې وسيلې. څو مياشتې وروسته سليم بيا د کليوالو دېرې ته ورغی او له يوه کلیواله يې په داسې حال کې د قرض غوښتنه کوله چې کالي يې کاملاً د سېټانو(خانانو) په تن وه کليوال يې ورته په حيرانتيا وویل: څو مياشتې ورک وې له موږ دې زړه وويست او اوس کالي دې د سيټانو اغوستي او د لارې کرايه په قرض غواړې خیر خو به وي، سليم ځان اخوا دېخوا کړ خو کليوالو يې ورته وويل چې سم حل ورته ونه وايي ښايي يوه روپۍ هم ورنه کړي سليم مجبوره شو او کيسه يې شروع کړه.
هاغه وخت چې له تاسو سره اوسېدم او نا څاپه ورک شوم د بخت مرغه مې په سر دوره نيولې وه، يوه ورځ راته يوې انجلۍ هر يو ساعت وروسته خپلې څپلۍ او بوټان راوړل او ورته مې کله رنګ، کله کوکه، او کله هم ټک نيم ورکړ او په هر ځل يې په خپله خوښه تر پنځوسو ډېرې پيسې راکړې، په دې ورځ مې نږدې دوه درې سوه روپۍ کار کړی وه هغه ورځ يادوم آ چې له ځانه سره مې ډېرې مالټې دېرې ته راوړې وې، فکر مې کاوه چې کارمې مخ پیداکړ.
سبا بيا هماغه انجلې دوه درې ځلې په مختلفو پلمو راغله او را ته يې پيسې راکړې، خو مازيګر مهال يې د صبر کاسه ډکه شوه او راته يې وويل چې ته لکه چې په نيمه نه پوهېږي، سليم زه پوه نه شوم نيمه او پوره يانې څه؟ ما څه ګناه کړې؟ هغې راته وويل: ستا ګناه داده چې زه درباندې مينه شوې یم، سليم مينه شوې!، موږ او تاسو، زه يو غريب مهاجر یم ولې مې له دې ښاره ورکوې، انجلۍ نن دې له دې ښاره نه بلکه له دې ځايه ورکوم سامان دې راټول کړه.
ما لکه چې په سيند کې مې ماهيانو پسې غوټې وهلې وي په زړه مې سړه لرې راغله، هغې ډاډ راکوه چې هيڅ خبره نه شته تا زه خپل کورته بيايم، ماويل: زه واده لرم، دوه اولادونه مې دي. انجلۍ: هيڅ پروا نه کوي هغه وروستۍ خبرې دې چې له هغوی سره څه وکړو اوس راځه! زه هم لکه د باچا بندي ورسره روان شوم، په لاره يې راته له مغازې نوې جامې را واخيستې، حمام مې وکړ او له ځانه سره يې کورته يوړم، څه ووايم په سور او سپین مخ کې مې چک وينه نه وه او لکه کورکمند داسې ژيړ اوښتی وم.
مازيګر قضا د انجلۍ پلار او يو څو نور بريتور لکه د خلقي نظام د حزبي کميټو مشران بنګلې ته را ننوتل زما نور هم وضيعت خراب شو او د خپل سرنوشت رنګا رنګ خوبونه مې ليدل، کله به ګل هاشم او بي بي ګله ذهن ته راغلل او کله به يې مور او فکر به مې وکړ چې لکه چې اولادونه مې په ډېر واړه عمر کې يتيمان شول، کله به مې زړه کې ويل چې هماغه وطن ښه وه چای او ډوډۍ خو را رسېدله زموږ له کراچۍ سره څه وه.
په همدي سوچونو کې ډوب وم چې انجلۍ له لاسه ونيولم او د ډوډۍ خوړلو خوني ته يې بوتلم، په خونه کې غټ مېز ايښی وو او ګرد چاپېره ترې د کور غړي په جلا جلا څوکيو ناست وه، د هر چا په لاس کې د شودو پیالې وې زه هم په يوه څوکۍ کښيناستم.
انجلۍ خپل پلار ته مخ واړوه، (ڈی ڈی یہ هے ميرا پيارا سليم، میرا فيوچر اور ميرا حال، میرے زندگي کے سب سے پيارا آدمی اور ميرے خوابوں کی تعبیر. ڈی ڈی اگر آپ کو کو‌ئی اعتراض نه هوں توں مېرا آپ سے درخواست هے میں اس سے شادی کرونگی) دوی لکه چې له مخکې يې خبره جوړه کړي وي، پلار يې ماته مخ راواړوه، (بيٹا یہ هے ميری پیاری بيٹی شملا تم اس کے ساتھ شادی کرونگے) ما ورته وويل (جی! ليکن میں توں شادی شده هوں، ميرا ايک بيٹا اور ايک بيٹی هے) د شملا پلار ځواب راکړ (بيٹا سوچوں مت، ميرے بنگلے بہت زياده هيں، ميرے پاس پیسے بهی زياده هيں، کراچی میں ميرے پاس کو‌ئی چيز کی کمی نهي) نا ځوابه شوم واده ته مې غاړه کيښوده ماويل که ورسره يې ونه منم چېرته مړ مې نه کړي، پلار يې دستي د شپي لپاره کوم امام ته زنګ وواهه چې بيګا ته د ده کورته له نکاح پاڼو سره راشي.
ډير ژر شپه شوه په ما خو تيارې د غم وريځې را خورې وې او شپه وه خو حقيقي شپه هم راغله، ملا امام له دوه تنو نورو ملګرو سره راغی، نکاح وتړل شوه خو زما له زړه نه يو خدای خبر وه، کله مې ګل هاشم (خپل يواځينی ځوی) او کله مې بي بي ګله (خپله کوچنۍ لور) يادېدله، کله به ستونی ډک شو ځان به راته ډېر بې وسه ښکاره شو.
خو!
په اوږه مې بيا د بخت مرغه کښيناست، موټر چاکر بنګله هر څه مې په خدمت کې شوه، نږدې يوه مياشت تيره شوه اوس نو زه هم ډېر خوشاله وم اول مې تاسو له غمه هېر کړي وی اوس مې له خوشالۍ هېر کړۍ.
ملګري يې : ناځوانه واده ته دې هم ونه غوښتو، ښه اوس نو څه وشول چې بيا د پلۍ ټک ته کښيناستې؟ دا خو افغانستان هم نه ده چې خلک قيمتي مرغانو پسې غره په غره ګرځي، ستا د اوږې د بخت مرغه چا وويوشته؟ څه وشول؟ څه وشول؟!!!
کرار په کور پروت وم، د خوړو څکلو بيل راپسې نه راته، سم دم بيرته اته لس کلن ځوان شوم، اینه رانه شرمېده، رنګه مې لکه د ميدان وردګو مڼې داسې ښايسته شوې وه، بله ورځ مې راته شملا وويل که نه خفه کېږي ته د يو ډېر ښه کسب خاوند يې راځه لږ به يې وغځوو او په عصري شکل به يي شروع کړو، ورسره مې ومنله، خبره يې له پلار سره شريکه کړه هغه هم هوکړه وکړه او بلال کالوني کې يې راته د څپليوجوړولو يوه وړه فابريکه جوړه کړه، سهار به يې فابريکي ته وړلم او غرمې ډوډۍ ته به يې را وستلم، بله ورځ مې موټر هم زده کړ خپله به تللم او خپله به راتللم.
اوس نو زه د کراچۍ دوهم خان وم، هر سهار له کوره کارخانې ته تللم او غرمۍ ډوډۍ ته کور ته راتللم. ښځې مې هم نيمه ورځ دنده درلوده هغه به هم غرمه راتلله له غرمې وروسته به کله کلفټن، کله شهباز قلندر زيارت، کله يو ځای او کله بل ځای چکر ته تللو.
يوه ورځ مې بخت بيا کوټه شو څه چورت راغی او ځان مې بندي احساس کړ، کور ته راغلم د خسر په کوټه کې ايښی سیف مې مات کړ، څه پيسې چې په کې وي بيګ کې مې واچولې، د خواښې او ښځې سره (طلا) مې را واخستل او بيرته را ووتم کراچۍ هوايي ميدان ته راغلم او د خسر له نوم نه په استفادي مې ايمرجينسي ټکټ تر لاسه کړ او يوه بجه د پيښور په لور والوتم.
ښخې مې تر يوې بجې انتظار کړی وه کله چې زما درک نه و لږېدلی کارخانې ته يې را پسې زنګ وهلی وه، مزدورانو ځواب ورکړی وو چې نن نه ده راغلی، شملا وارخطا شوې وه پلار ته يې زنګ وهلی و او کيسه يې ورته کړې وه چې زه نه کارخانې ته تللی یم او نه تر دې دمه کور ته راغلی يم هغه چې د پوليسو غټ افسر وه سمدستي يې زما د موټر لمبر د ښار ټولو پوليسو ته ورکړی وه تر څو مالومه کړي چې پر ما کومه حادثه نه وي شوې. ډېر ژر يې احوال تر لاسه کړی وه چې زما موټر د طياره ميدان مخ کې قلف ولاړ دی، دشملا پلار له طياره میدان نه د مساپرو لست غوښتی وه ترڅو وپوهيږي چې ما خو چېرته سفر نه دی کړی له هغه ځايه يې پيدا کړې وه چې زه يوه بجه پيښور ته الوتی یم، لايي پريکړه نه و کړه چې څه وکړي او زه به ولې تللی یم چې له کوره ورپسې زنګ راغی او ورته وويل شو چې د ښځې او لور کالی (سره زر، ګاڼه) يې هم غلو وړې او د ده د کوټي سيف هم مات شوی. ژر يې د پيښور ميدان ته زنګ وهلی وو او زما نښې يې ورکړې وې او ورته يې زما د يو ميلمه په صفت له ځانه سره د ايسارولو قومانده کړې وه. زه د پيښور ميدان ته ورسېدم فکر مې وکړ چې اوس نو هم ازاد شوم او هم د ژوند سختن خو خبر نه وم چې دلته هم راته پاټک جوړ دی، کله چې د بورډ په ميدان کې ښکته شوم پوليسو راته د دوی خونې ته د تللو بلنه راکړه، حيران شوم چې دا څه معامله شوه، خو په زړه مې وخوړه چې حتما کومه ستونزه شته، تر مازديګره يې له ځانه سره وساتلم مازديګر له کراچۍ بله طياره را و رسېده ګورم چې خسر مې له څو تنو نور سره راغی، زه يې له ځانه سره له طياره ميدان څخه وويوستم فوجي کالوني ته لاړو شپه يې هلته وکړه او سبا د کراچۍ په لور وخوځيدو نږد ې له دوه ورځې او يوې شپې منزل وروسته خپل ځاي ته ورسېدو.
اوس مې نو هره شيبه د خپل سرنوشت د ټاکل کېدو انتظار ويسته خو څه پته يې ونه لګېده، شپه تېره شوه سبا يې را وغوښتم او د شملا پلار راته وويل (تم بهت نیچلے درجے کے آدمی هوں، هم نے تم پر کتنا بهروسه کیا اور تم نے همیے کیا سلہ دیا ، کيوں، اخر کيوں؟؟) نور يې ډېر کم او زیات وويل خو ما سره هيڅ ځواب نه وه داسې غلی وم لکه پيشو چې موږک ته غلې وي ساه مې نه وېستله.
بلاخره د شملا پلار پرېکړه وکړه چې هر څه چې مې پټ کړي دي له ځانه سره يې واخلم او دا کور پرېږدم، ډريور ته يې امر وکړ چې، زه هر چېرته چې ځم هلته مې ورسوي او ټول بيکونه يې راته د موټر په ډاله کې کېښودل تر دې چې شملا راته د خپلې غاړې هار هم خلاص کړ او را ته يې وويل دا هم واخله ځکه ستا دولت ډېر خوښ دی، خو زه لکه برقي موټر په خپل واک کې نه وم هيڅ ونه درېدم نه مې د شملا د غاړې هار واخيست او نه يې له ډريور سره را و وتم، بيکونه هماغسې په موټر کې پاتې شوه او زه يې له کوره پیاده دوه غوږونه را ووتلم.
تر تاسو مې ځان را ورساوه، که د لاري کرايه قرض راکړي نو بيا به يې وطن کې بېرته درکړم