ښكلى ماذيګرودا يوداسې ماذيګروچې هيچا يې هم دراتګ تصور نه شوكولاى په كرار دمورله خواږه څنګه پاڅېدو اودتېرماذيګر هغه خبره چې ځونډي ورته كړې وه ور ياده شوه.
رنګين ګودر ، دپېغلوشوخي اوخنداوې ، خاورين منګي ، اودګودرپه اړه دزلميوتاوده بحثونه هغه څه وچې دپېغام په زړه يې منګولې ښخې كړې وې .
له ځان سره وويل ځه بابا هسې هم په كوزكلي كې دخلكوپه زړوكې پوره ځاى لرم ستونزه خوهيڅ نشي راته پېښېداى نودكوزكلي په تكل له كوره ووته .
په لاريې كرل رېبل له ځان سره كول اودځونډي داخبره ډېره وريادېده چې دګودرپه غاړه دهغه دنګ چنارپرسينه ډېروميينانوخپل نومونه ليكلي دي .
پر لاره روان و اوداسندره يې په كرارغږ زمزمه كوله ( زه دجانان ديدن ته ځمه تورې نرۍ وريځې خدايه كه لنډكړې دا دځمكې تناوونه )
چې كوزكلى راورسېده اودګودر دليدوتلوسه يې نوره هم ډېره شوه ، نوسم له واره يې په ځونډي سترګې ولګېدې مسك غوندې شوځكه ځونډي ورسره ژمنه كړې وه چې سبا درباندې دغه شوخ ګودر وينم ، په هرصورت دواړه دګودر په لوري روان شول دڅوپرله پسې شنواوښيرازه پټيوڅخه دتېرېدوپه حال كې ګلانوهم ددوۍ په پښوخپلې پستې شونډې ښخولې ، ګودر نه و جنت و ، پېغلې ، په كړس كړس خنداوې ، سره منګي اودګودرپه غاړه ددنګ چنار ځواني ، پېغام بل ډول غوندې شو دا دوكه بازه نړۍ ورته جنت ښكاره شو ځواني يې په شور راغله خو وخت لنډ ودلنډ او زړه راښكونكې كتنې وروسته ګودر پرېښوده اودكورپه لور روان شول .
پېغام په ډېرسوړ اسويلي دځونډي دوى په دېره ورننوته ځونډى هم كورته ولاړ اوڅوشېبې وروسته چاى په لاس دېرې ته راغلى ،(( ښه پېغام جانه ګودر دې خوښ شو كه نه څنګه روح خوبه دې يوڅه خوشاله شوى وي
ته څوهسې هم په پردي هېوادكې له خونده ډكې شپې او ورځې تېره وې اوخپله پښتنه سيمه دې هېره كړې ده زموږ سيمه خوټوله له خوندونوډكه ده .
داخولا څه چې دزلميو اتڼ دې وليده نويوه شېبه به هم له دې ځايه لاړنه شې ))، پېغام په ژوروسوچونوكې تللى و چې دځونډي په خبره دسوچوله خيالي نړۍ نه راووته او ويې ويل : ياره ځونډيه ريښتيا هم چې پښتانه پښتانه دي او دودونه يې په ټوله نړۍ كې سپيڅلي دي خداى (ج) دې تل امن اوسوكالي په دې سيمه كې لري په ماخودې شوخ ګودر دومره ژوره اغيزه وكړه كه داوار لاړم اوبيرته راغلم نودتل لپاره به په همدې سيمه كې دخپلې خوږې مورترڅنګ اوسيږم پېغام دځونډي سره په دې پلمه خداى پاماني وكړه چې سبا به بيا په ټاكلي وخت يوځل بيا دنړۍ دجنت څخه ليدنه كوودكورپه لور روان شو اودخپل كلي كليوالي ښكلا پرې نوره هم اغيزه وكړه چې كورته ورسېده .
پېغام څو ورځې نورې هم په كلي كې تېرې كړې خوبيا يې شوخ ګودرونه ليد اواوس دخپل خواږه هېواد څخه دباندې دشوخ ګودر په بېلتون داسوچونه وهي چې كله به شوخ ګودر ونيم دايې يوازينى ارمان و
دالله (ج) پريكړه يوډول وي اودبنده بل ډول څوكاله وروسته پېغام په ډېره خوشالئ خپل كلي ته راستنېده نويې ځونډي ته زنګ وواهه اودخپل ورتګه يې خبركړ خوځونډى ډېر خفه اوستومانه و نه پوهېده چې ولې دهغه پېغام په راتګ خفه دى چې دايې راتلوته شپې او ورځې شماري .
په هرصورت دپېغام دهركلي لپاره هوايي ميدان ته ورغلى دتاوده ښه راغلاست وروسته پېغام دځونډي اودكورنۍ دنوروغړوسره كلي ته راغلى ، دځونډي هغه خوږملګرى چې له بهره راغلى ويوه اونۍ يې په تېرېدو وه كلى ورته بل ډول ښكارېده يوماذيګر دواړه په دېره كې ناست و پېغام ته شوخ ګودر ورپه زړه شو نوپه بېړه يې ځونډي ته وويل ياره زه له بهره په دې خاطرخپل كلي ته راغلې يم چې دخپلې مورجانې اوستا له ليدو وروسته به زما درېيمه ليدنه ددې نړۍ دجنت يانې دشوخ ګودر وي دادى ډېرې ورځې تېرې شوې خوشوخ ګودر مې ونه ليده سبا به يې خامخا راباندې وينې ځونډي په ناهېلۍ ورته وويل سمه ده سبا شو ماذيګر دومره اوږد نه وخوپېغام ته ډېر اوږدشو په هرصورت ماذيګر راورسېده دواړه په داسې حال كې دشوخ ګودرپه لور روان شول چې پېغام دخوشالۍ نه په جاموكې نه ځايېده اوځونډي له خپلې خولې نه ساړه ساړه اسويلي ايستل چې دواړه ټاكلي ځاى ته ورسېدل .
* * *
دشوخ ګودرپه ليدو دپېغام رنګ ژيژ شو ټكان يې وخوړ اوله خولې يې د اه چغه پورته شوه ¸ نه ګودر و نه پېغلې وې ، نه په ګړس كړس خنداوې وې ، اونه دګور په غاړه هغه دنګ چنار ولاړو، بس نوشوخ ګور دبهرنيودښمنانوله خواپه بمبارۍ كې له منځه تللي و.
۱۳۹۱_۳_۱
دهلمندراډيوتلويزيون دخبرخونه