د هندوانو په اړه دا مشهوره ده، چې د سختو حالاتو په راتلو سره ځانوژنه کوي. د ځانوژنې پیښې د هند په عامو او خاصو خلکو کې پخوا او اوس لیدل شوي دي. د غزنوي سلطان محمود او د مرحوم خلیلي صیب په وینا د (شرق شهنشاه) په وخت کې داسې څو پیښې لیدل شوي، چې هندي راجه ګانو په کې ځانوژنې کړې وې.
غزنوي سلطان محمود پر هند باندې په خپله دویمه حمله کې د هند مشهور راجه جیپال ته په ویهند کې ماتې ورکړه او د ماتې خوړلو وروسته پنجاب ته ستون شو. دا چې د راجه چیپال د ماتې وروسته هغه ولې او څنګه ځان وواژه، په دې اړه اسلم راهي په خپل کتاب غزنوي سلطان محمود کې داسې لیکي:
د سلطان محمود غزنوي په لاس تر شکست وروسته راجه جیپال دومره شرمنده او پښیمانه شو، کله چې بیرته ولاړ خپل سر یې وخریه، اور یې بل کړ او ځان یې په کې وسوځاوه.
او ډاکټر ناظم په خپل کتاب کې داسې لیکي: جیپال پنجاب ته د بیرته ستنیدو څخه لږ وروسته، له ژوندون څخه لاس په سر شو او په غالب ګمان یې په (۱۰۰۲ز-۱۰۰۳) کې ځان وسوځاوه.
دویمه پیښه داسې وه، کله چې سلطان محمود غزنوي د راجه بهیم پال پسې د کشمیر د غرونو پورې ورغی؛ نو هغه ترې بیرته لاهور ته وتښتید. له دې سره غزنوي سلطان محمود هم بیرته خپلې پلازمینې غزني ته راستون شو. خو څه وخت وروسته یې داسې خبر ترلاسه کړ، چې بهیم پال او پلار دواړو یې د غزنوي سلطان محمود پر ضد ټول راجه ګان راټول کړي او یو لوی ائتلاف یې کړی دی؛ نو غزنوي سلطان محمود هم پسې ور ووت. اسلم راهي لیکي: چې د سفر په دوران کې غزنوي محمود د یوې مشهورې کلا (مهاون) په لور ولاړ، تر څو هغه کلا هم فتحه کړي. ددې کلا راجه، راجه ګل نومیده، کله چې هغه پوه شو، چې د سلطان د پوځ مقاومت نه لري؛ نو داسې څه پیښ شول:
ددې عالم په لیدو سره راجه ګل وانګیرل، چې له سلطان محمود غزنوي سره مقابله ناشونې ده؛ نو ځکه یې خنجر راوکیښ، لومړی یې خپله ماینه (میرمن) او زامن حلال کړل، ورسته یې خپل ځان هم په خنجر وواهه او مړ شو، په دې ډول کلا د سلطان په قبضه کې راغله.
ډاکټر ناظم په خپل څیړنیز اثر کې د پورتنۍ پیښې کال ۱۰۱۸ ز ښیي او د عتبي د کتاب په حواله داسې لیکي: سلطان د جمنا د سیند څنګ ته د مهابن د کلا د نیولو په خاطر وړاندې ولاړ. د مهابن راجا (کلچنه) خپل ټول پیلان او لښکر یوه ګڼ ځنګله ته بوتلل او د حملې منتظر شو؛ خو د سلطان لښکر د کشف له ډلې څخه یې ماتې وخوړه او وتښتید. فراریانو د ځانونو د ساتلو په خاطر او د سیند بلې غاړې ته د رسیدو لپاره ځانونه سیند ته واچول، چې یو شمېر یې اوبو یووړل، نور یې اسیر شول او یو شمېر یې ووژل شول. کلچند چې د خلاصون ټولې لارې بندې ولیدې، لومړی یې خپله میرمن ووژله او بیا یې توره په خپل زړه ومنډله.
د غزنوي سلطان محمود په وخت کې داسې زیاتې واقعې پیښې شویدي، چې هندي راجه ګانو او عامو هندیانو په کې ځانوژنې کړي دي. اسلم راهي لیکي: کله چې سلطان د مترا ښار فتحه کړ؛ نو پام یې یو بلې کلا ته، چې د منج په نامه یادیده، ور واوښت. سطان ورځ تر بلې د کلا محاصره تنګوله، هندوانو لیدل، چې غزنوي سلطان محمود نه پر شا کیږي؛ نو اکثرو یې د فصیل څخه ځانونه را واچول او مړه شو؛ خو ځینو یې خپل اهل و عیال سره ځانونو ته اور واچاوه.