سيد احمد قانع بيا د يارانو تر منځ وخندل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5507
بېنوا كندهار
دخبریدو نیټه : 2006-02-03

بېنوا كندهار
 سيداحمد قانع د سلواغې پر ديارلسمه د پنجشنبې په ماښام د شپې پر يوه نيمه بجه د امريكايي پوځونو له منګولو روغ رمټ راووت.
 ښاغلى قانع د روان كال د مرغومي پر نولسمه چي د لوى اختر لوړمى سهار و، هغه مهال د امريكايي ځواكونو له خوا نيول شوى و، چي د سهار پر لمانځه ولاړ و، له ده سره يو ځاى د ده د ګاونډ پنځه تنه نور ګاونډيان هم نيول شوي وو، چي د هغوى نورو ږغونه لا اوس هم د كابل د بګرام هوايي اډې په كفسونو كي خپ دي، او لا هم نه افغان چارواكو او نه هم دبشري حقونو د خواخوږو غوږونو ته رسېدلي دي. سيداحمد قانع چي د خپل زړه راكښونكي درانه شخصيت له امله د خپلو ملګرو ترمنځ د قانع په نامه يادېږي، د قانع ګل دا خوشي كېده د ټولو فرهنګيانو او ليكوالو لپاره د خوښۍ يو لوى زېرى و، دا ځكه چي قانع ګل داسي يو بې سارى ځوان دى چي په كندهار كي د نارنج خپرندويي ټولني په جوړېدو سره يې په كندهار كي د كتاب خپرولو يوه توده لړۍ را ونښلول، د افغان كتاب او قرطاسيه پلورنځى په جوړلو سره يې په كندهار كي نيژدې يو اوښتون را منځته كړ، ځكه كه يو ځل كوم څوك د ارګ بازار ته سر ور ايسته كړي او د دغه پلورنځي ننداره وكړي، كه يو څه احساس ولري نو زړه به يې باغ_باغ شي، چي د دې جګړه ځپلي هيواد ځوانان د ژوند له ټولو درنو خواريو سره_سره څنګه پر دغه جونګړه را ټول او كتابونه او خپروني داسي سره لاى پر لاى كېږي. ته به وايې چي وړيا وركول كېږي.
 د كندهار نيژدې پر هر كتاب مين ځوان ځان د قانع ګل د احساساتو پوروړى ګڼي، دوى وايي چي مخكي به دوى يوازي د يوه كتاب نوم د بي، بي، سي راډيو له لاري اورېد، يا به ډېر داسي كتابونه هم وو چي دوى به يې نوم هم نه شواى اورېدلاى، خو د قانع ګل په بركت يې د كتاب خمار مات شوى دى. دوى دا هم وايي چي كله ورسره پيسې نه وي نو هيڅ حساب او كتاب هم نه ورسره كېږي، نيژدې هر فرهنګي به د ده پوروړى وي، زياتره مهال تر خپل قيمت په ټيټه بيه كتابونه وركوي، پر دې اساس نو د كندهار فرهنګيانو د قانع ګل د ناقانونه نيولو پر مهال په احتجاجي غونډه كي وويل چي ده په كندهار كي د كتاب او خپرونو رانيولو لوست او كتابتون جوړولو ته ډېره وده وركړه. له بله اړخه د كلتوري هڅو، غونډو او د ښووني او روزني د پروګرامونو هره ناسته او غونډه به د ده په وجود روښانه وه. په كندهار كي فرهنګيان ټول په دې اړه په يوه خوله دي، چي د قانع ګل له وجوده پرته كومه غونډه او ادبي بنډار مانا نه لري، او قانع ګل هم بخيل نه دى، او تل يې د خپل ژوند د ټولو ستړياوو سره_سره د خپل وجود شمه د دغه ډول بنډارونو په منځ كي لګولى وي. دلته موږ د قانع پر هر صفت او ځانګړنه جلا_جلا نه شو ږغېدلاى بس خپله درانه لوستونكي پرېكړه كولاى شي چي د ده د نيوني پر مهال نه يوازي د كندهار بلكي د ټول افغانستان او كوزي پښتونخوا ليكوال او فرهنګپال څومره زوكلېدلي وه او هر يوه په خپل وارسره د ده د راخوشي كېدو لپاره ځغاستي وهلي او د ډېرو ميندو او خوندو به ورته په پنځه وخته لمونځونو كي د سلامتۍ دعاوي كولې. ته به وايه چي د دې وطن له زامنو سره هرچا د دښمنۍ نيت كړى دى، له هري خوا د دوست او دښمن په نامه وهل شوي او ځپل شوي دي.
 قانع ګل زده كوونكى، فرهنګپال، فرهنګي، ليكوال او شاعر دى، د هغه په اړه د خطا او ګنا تصور هيڅ وخت هم له چا سره نه شي پيدا كېدلاى، خو د امريكايي پوځونو له خوا د دنيا له هر قانون خلاف ونيول شو، وځورول شو، د ازادۍ، ديموكراسۍ او انساني حقونو څخه بې برخي كړل شو، د قانع ګل خواخوږو وويل چي كه زموږ د سرونو په بيه وي هم به د خپلو فرهنګي بنډارونو يوه ډېوه د امريكايي وحشت له طوفانونو څخه ژغوري، او دا كار يې وكړ. خو اوس قانع ګل دا وايي زه بيخي بې ګنا وم، دوى پر ده باندي د يوه ټكي خطا هم ثابته نه كړه، دى وايي چي ټول هغه د ده ګاونډيان چي له ده سره بېول شوي وو، او اوس هم د نا څرګنده برخليك په دوړ دوړكو كي ورك دي، هغوى ټول د ده غوندي له خپلي ګنا او خطا څخه نا خبره دي، خو د هغوى د غور كولو څوك نه شته، بايد افغان دولت د دغو بې وسو افغانانو او د هغوى د بې وزلو او وږو تږو او لغړو كوچنيانو فريادونه واوري، او نور له پرديو څخه ټينګه غوښتنه وكړي چي نور د افغانانو پر دېرش كلنو زحمتونو د وحشت او جبر مالګي و نه دوړوي.
 د قانع ګل مور په داسي حال كي چي د خپل زوى په راخوشي كېدو خوشاله وه، ويل يې چي هغه د مېوو سترخان چي دې د خپل نازولي زوى د مېلمنو لپاره د اختر په مناسبت اوار كړى و، كه يې سل كاله هم زوى خداى مكړه را نه شي نو دا به يې ټول نه كړي. دې زياته كړه چي دا خو ښه ده چي د هغه مېوو پر سترخان يې له ګران زوى سره د هغه خواخوږي او شريكان راټول دي، چاى او مېوې ورسره خوري. خو اندېښنه يې دا ده چي د دې هغه ډېر نېك او بې ګنا ګاونډيان لا اوس هم ورك دي. دا وايي چي د هغوى څخه دا هر يو يې ډېر پاك، خو ډېر غريب سړى دى، يوه تن يې د موټرسيكلانو ميستري خانه كوله، بل يې مزدور كار و، خټي يې كولې، يوه بل يې په لاس كي ځيني شيان خرڅول، بل يوه رېړۍ چلول، دوى سهار يوه ګوله ډوډۍ په خواريو ګټله او ماښام يې څټله، خو اوس يې د كورنيو غړي او ماشومان د شپې د ګولې سړى نه لري. هغوى اوس يوازي په اوښكو د زړه سوده كوي.
 دې وويل كاشكي چي د هغوى فريادونه هم واورېدل شي او د خپلو بې وسو بچيانو لپاره يو ځل بيا سيورى شي او د دوى په ټول محل كي يو ځل بيا د يووالي او خوښۍ ژوند پيل شي.
 قانع ګل، د هغه مور، كورنۍ او ټولو فرهنګيانو له كندهاره په ولسي جرګه كي د وكيلي آغلي شكيبا څخه ځكه ځانګړې مننه كوله، چي هغې په رښتيا سره د خلګو د استازيتوب يوه روښانه بېلګه وړاندي كړل، او په خپلو پرله پسې هڅو سره يې پر پارلمان او چارواكو زور واچاوه، له رسنيو سره يې مركې وكړې او د قانع ګل په راخوشي كولو كي يې ډېره مرسته وكړه.
 بايد يادونه وشي چي امريكايانو د قانع ګل كمپيوټر چي ډېر مواد او اسناد يې پكښي خوندي دي ګرځولى دى.

Qani