داستاد پوهاند فيض محمد فياض پرعلمي ژوند يو ورځنى علمي څيړنيز سمينار جوړ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55232
واکمن
دخبریدو نیټه : 2013-05-22


دثور دمياشتې په ٣١نېټه دخوست ولايت دجرګو په تالار کې دځوانانو دملي جرګې لخوا دپښتو ژبې دسترليکوال ،اديب او فرهنګپال استاد پوهاند فيض محمد فياض پرعلمي ژوند يو ورځنى څيړنيز علمي سيمينار جوړ شو ،په دغه سيمنيار کې خوست والي ښاغلي عبدالجبآرنعيمي ،پوهاند فيض محمد فياض ،دشيخ زايدپوهنتون رئيس پوهندوى محمد رسول باوري ،دځوانانو دملي جرګې مشر فضل الرحمن قانع ،دمدني ټولنو استازو ،دکلتوري بنسټونو غړو ،دافغانستان دعلومو اکاډمۍ غړو ،دادارو رئيسانو ،له نورو ولايتونو راغليو فرهنګپالو مېلمنو ،دپوهنتون استادانو ،محصلينو اوګڼ شمير دپوهې اوادب مينووالو ګډون کړى وو،
سيمينار په تلاوت سره پيل شو ،ورپسې دافغانستان ملي سرود په مراسمو کې وغږول شو ،وروسته دځوانانو دملي جرګې مشر ښاغلي فضل الرحمن قانع دسيمينار گډونوالوته دښه راغلاست ترڅنګ وويل  چې دځوانانو ملي جرګې په دې خاطر دسترليکوال ،استاد اواديب پرژوند علمي اوڅيړنيز سمينار جوړ کړى ترڅو په هېواد اوپه ځانګړې توګه په پښتون قوم کې دا کلتوري پياوړى او ژوندى شي چې خپل کدرونه ،مشران او منل شوي شخصيتونه په ژوندانه باندې تقدير او ولمانځي ،ښاغلي قانع وويل چې ددغه سيمينار دجوړيدو لپاره يې ډيرې هڅې کړې دي ،دده په خبره چې دپښتون قوم ځوانان بايد دقلم په ځواک سره خپله ټولنه او راتلونکې جوړه کړې له تفرقو دې ځانه وساتي نوموړي وويل چې دهېواد دهر تکړه ،وتلي اومنلي شخصيت دلمانځنې په وياړ به دخپلو سيمينارونو لړۍ ژوندۍ وساتي ،ده استاد فياض يوځليدلى ستورى ياد کړ،له ځوانانو يې وغوښتل چې داستاد لاره خپله کړي.
دشيخ زايدپوهنتون رئيس پوهندوى باوري دخپلو خبرو پرمهال پوهاند فيض محمد فيض دهېواد په کچه هغه علمي اوفرهنګي شخصيت ياد کړکوم چې ټول عمر يې دځوان نسل دښوونې او روزنې په لاره کې تير کړى اوپه علمي مبارزو يې دروښنفکرۍ بيراغ اوچت ساتلى دى ،ښاغلي بآوري داهم وويل چې دپښتو ژبې تکړه اونامتو استاد فياض دشيخ زايدپوهنتون دعلمي ودې اوپرمختګ په لاره کې نه هيريدونکى خدمت کړى چې دتل لپاره به ددغه سترعلمي مرکز په تاريخ کې پاتې وي.
دپامير دلوړو زده کړو دموسسې موسس اودشيخ زايدپوهنتون استاد سيد کريم شاه نيکمل دخپلو خبرو پرمهال پوهاند فيض محمد فياض دادب اوفرهنګ دډګر يو پيژندل شوى استاد اوشخصيت وبللو چې څو لسيزې يې خپل هېواد اوځوان نسل ته غوره خدمتونه کړي او په زياتو هڅو او زخمتونو يې ډير ځوانان ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کړي دي ،د ښاغلي نيکمل په خبره استادان او محصلين دنوموړي پرشخصيت وياړي او همېشه به يې لاره تعقيبوي.
وروسته دافغانستان دعلومو اکاډمۍ دغړي دوکتور شريف ځدراڼ  لخوا دغه سيمينارته  ددافغانستان دعلومو اکاډمۍ راليږل شوى پيغام ولوستل شو او هم استاد شريف ځدراڼ په خپله داستاد دشخصيت ،علميت او ژوندپه اړه هراخيزه وينا وکړه ،نوموړي هم استاد دافغانستان يو وتلى اومنلى استاد ياد کړ کوم چې اوس هم دخپلې خاورې دمعنوي پانګې په بډاينه کې بوخت دى .
استاد حيات الله کهيځ ،دلنکن ښوونيز مرکز مشر نصيراحمد روښان ،دسوداګرۍ دخونو مشر ښاغلي نواب اميرزي هم په خپل وارسره داستاد پرعلمي ژوند باندې خبرې وکړې ،دوى هم په خپل وارسره استاد فياض دځوان نسل دښوونې او روزنې دلارې هغه بله ډيوه ياده کړه چې اوس يې هم ځوانان رڼا ته زده کړې کوي او په همدې رڼآ کې دراتلونکې ژوند لپاره په علمي مبارزو بوخت دي ، دوى زياتوله چې ځوانان به دهمېشه لپاره دخپل استاد په لاره ځي او دنوموړي له تجربو اوعلمي پانګو به ګټه پورته کوي ،همداشان يې په ځوانانو باندې غږ وکړ چې په ټولنه کې ددغه ډول ژوندويو ،منلي شويو علمي شخصيتونو درناوى وکړي او له ژوند او مبارزو يې په ملت جوړونه او هېواد جوړونه کې ګټه پورته کړي.
خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي دسيمينار برخوالو ته په خپله وينا کې وويل دپوهاند استاد فيض محمد فياض دژوند ،علميت ،علمي لاسته راوړنو او ځوان نسل ته دمقدس خدمت  دستاينې ،تحليل او څيړنې په تړاو دغه جوړ شوى سيمنيار يو غوره نوښت او ځوان نسل ته ديو علمي پيغام رسولو ترټولو مهم ګام دى ،استاد دافغانستان يو ستر منلى کدر ،علمي سرمايه ، معنوي پلار ،دفرهنګ او ادب دډګريومخکښ وتلى ،منلى شوى او ددرناوي وړ شخصيت دى.
خوست والي زياتوله مونږ وياړو چې داستاد په شان ځلاند علمي شخصيتونه او علمي کدرونو لرو ،ده وويل چې  پوهاند فياض دکابل پوهنتون دپښتو ادبياتو له پوهنځي څخه په لوړ درجه فارغ شوى دى ، دهېواو په ښوونيز او روزنيز سيستم کې يې خپل ولس او ځوان نسل ته نه هيريدونکى خدمت کړى چې دهمېشه لپاره به زمونږ دعلمي مشرانو دخدمتونو او کارنامو په تاريخ کې ژوندى پاتې وي.
همداشان ښاغلي نعيمي په دغه علمي سيمينار کې  ګډوالوته وويل زمونږ ځوان نسل بايد په دې وپوهيږي  چې استاد دهېواد په پوهنتونونو او علمي مرکزونو کې کې په زرګونو ځوانان روزلې اوټولنې ته يې دخدمت په موخه وړاندې کړي دي دخوست والي په خبره دغه منل شوي پوهاند دشيخ زايدپوهنتون دپرمختګ اوښه مديريت په برخه کې اغيزمن کار کړى اوپه خپلو تلاشونو سره يې په دغه ولايت کې ددغه سترعلمي مرکز دپياوړتيا لپاره اغيزمنې هڅې ترسره کړې دي
استاد اوس مهال دافغانستان دعلومو اکاډمۍ غړى دى او زمونږ په منځ کې شتون لري ، ده په ځوانانو باندې غږ وکړ چې دپوهاند فياض  له علميت ،تجربې او لاروښونو څخه ښه ګټه پورته کړي اونورو ځوانانوته يې هم وليږدوي.
ښاغلي عبدالجبارنعيمي داهم وويل چې ځوانان بايد هيڅ وخت دخلکو دشخصي ګټو قرباني نه شي بلکې ځوان نسل بايد يواځې دښوونې او روزنې لاره خپله کړي ،ديني علماء ،مخور مشران ،علمي ،فرهنګي اوسياسي شخصيتونه بايد په اسلامي اوملي مسووليت سره دځوان نسل دښې ښوونې او روزنې په لاره کې تلاش وکړي ترڅو ځوانان دنړۍ دنورو ملتونو له ځوانانو سره سيال او په بېلابېلو فرهنګي ،سياسي ،اقتصادي ،ټولنيزو او نورو ورته ډګرونو کې دغوره خدمت جوګه شي ده زياته کړه خوست ولايتي اداره په دغه ولايت کې دخپلو علمي ،سياسي ،فرهنګي اوټولنيزو شخصيتونو ددرناوي ترڅنګ دټولو علمي پروګرامونو او لاسته راوړنو ملاتړ کوي او دخپل ولايت وياړ يې ګڼي ،نوموړي دځوانانو دملي جرګې له مشرتابه اوټولو هغه ځوانانوڅخه مننه وکړه ،چې داستاد پرعلمي ژوند يې ګټور علمي سيمينار جوړ کړ ،دځوانانو دملي جرګې دغه نوښت او غوره ګام يې دستاينې وړ اوپه علمي ډګر کې ښه لاسته راوړنه ياده کړه ،ښاغلي نعيمي دخوست ولايت په نورو بنسټونو اوکلتوري ټولنو غږ وکړ چې ورته علمي کارونه وکړي او په واقعي توګه دې دخپل ځوان نسل روزنې ته توجه وکړي له ټولو هغه کړنو دې ځان لرې وساتې چې فکري رغونه او دمدني بنسټونو پياوړتيا ته زيان رسوي په دغه سيمينار کې داستاد پرعلمي ژوند باندې زياتې ليکل شوې مقالې هم وړاندې شوې  او ديوشمير ځوانانو لخوا دجوړشوى سيمينار په تړاو ترتيب شوې شعرونه او مقالې هم ولوستل شول دمراسمو په وروستيو کې دځوانانو دملي جرګې دمشرتابه لخوا پوهاند استاد فيض محمد فياض او خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي ته  مډالونه هم ورکړل شول  اويو شميرهغه ځوانانو ته چې په ټولنه کې يې نوښتونه او غوره خدمتونه کړي وو ستاين ليکونه ډالۍ شول.
ديادونې وړ ده چې استاد پوهاند فيض محمد فياض دوه اويا (٧٢) کاله وړاندې دخوست ولايت اړوند اسماعيل خيلو اومندوزيو په ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي ،لومړنۍ زده کړې يې په خوست کې او نورې زده کړې يې په کابل او نورو ځايونو کې کړې دي  ،دهېواد په ډيرو ولايتونو ،پوهنيزو مرکزونو او ادارو کې يې ولس او هېواد ته نه هيريدونکى خدمت کړى  له نيکمرغه لاهم ژوندى ،په علمي چارو بوخت او دافغانستان دعلومو اکاډمۍ غړيتوب لري اوځوان نسل ته يې دخپل مسلک په برخه کې ستره معنوي پانګه برابره کړې ده .