فتوي نمبر۷۳۳)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته...
مستفتي: عبدالله لندن
سلامونه اونيکي هيلي وړاندي کوم دبينوا وټولو محترموکارکوونکواو ومحترم علامه ابوالفضل صاحب ته خدای پاک موجوړ او روغ لره .
وروسته له سلامه ځماپوښتنه داده چي يوکافرله خپلي ښځي سره جماع وکړي وروسته له جماع ده غسل نه وو کړئ اومسلمان سواو لمونځ يي په اوداسه وکئ دغه لمونځ د ده صحيح کيږي اوکه نه؟
الجواب ومنه الصواب...
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم....
ځينو علماوو ذکرکړيدي چي لمونځ د ده صحيح دئ ولي په هغه وخت کي چي دۍ کافروو پرده باندي غسل نه وو فرض خوپه «تجنيس» کي ذکرسويدي چي لمونځ د ده نه ده صحيح پرده باندي غسل لازم ده غسل به کوي صحيح هم دغه خبره ده چي غسل باندي لازم ده ! والسلام