- د کندوز ولایت ګڼ شمیر شاعرانو،لیکوالانو،او د شعر او ادب مینه والو ترڅنګ د کونړ،ننګرهار،خوست، پکتیا،کابل بغلان، تخار،بدخشان اوبلخ ولایتونو شاعرانو اولیکوالانود ریدي ګل کلنۍ مشاعره کې برخه اخیستې وه.
په کندوز کې هرکال د ریدي ګل کلنۍ مشاعره د پسرلې ادبي اوکلتوري ټولنې لخوا جوړیږي چې سږکال د ځینو تخنیکې ستونزو له امله په داسې حال کې ترسره شوه چې دابدان دښتې د ریدي ګلونه رژیدلې وو.
په کندوز کې د پسرلې ادبي اوکلتوري ټولنې مشرغلام حیدر حیدر وویل، د ریدي ګل مشاعره هرکال د یادی ټولنې له لوری جوړیږي چې د کندوز شاعرانو،لیکوالانواو د شعروادب مینه والو ترڅنګ د نورو ولایتونو شاعران اولیکوالان هم په کې برخه اخلې، سږکال هم د ګڼ شمیر لیری پرتو ولایتونو څخه مشاعرې ته میلمانه راغلې و،چې دغه چاره کولې شي د شاعرانو اوفرهنګیانو ترمنځ همغږۍ غښتلې کړي.
همدغه راز حیدر زیاته کړه، مشاعره يي د کندوز ولایت مقام په مالې لګښت جوړه کړي وه خونوموړي د یاد ولایت د یوشمیرچارواکو نه ګیله درلوده چې په غونډه کې ېې فزیکې ګډون نه و کړي چې په باوريي د مور اومیرۍ چلند ورسره کړي.
همدغه راز د غونډی یوتن برخوال ګل رحیم نیازمن وايي دا د ریدي ګل اوومه مشاعره ده چې په یاد ولایت کې جوړیږی هغه زیاته کړه پخوا به د یادی غونډی مالې لګښت قومې مشرانو اوسپین ږیرو پرغاړه اخیستې خوسږکال د کندوز ولایت مقام پرغاړه واخیست نیازمن زیاته کړه، دغه ډول غونډی کولې شي د خلکوترمنځ اړیکې پیاوړی کړی او د خلکو په منځ کې د سولې اوثبات لپاره هیلې راوټوکوي.
هغه وویل د مشاعري نه يي پوره خوند اخیستې ځکه مشاعره یوه آزاده مشاعره وه، اونږدي ټول شعرونه وطنې ، حماسې وو هغه يي د یوې لنډۍ حکایت کوي:
زما په نصیب کې جانان نشته ـ که د تعویذ پرځای ملا پرغاړه کړمه
کندوزمیتشې فرهنګیان وايي ترپخوا په دغه ولایت کې دشعر اوادب غوټۍ مخ په غوړیدو دي چې مینه وال يي هم ترپخوا څوبرابره زیات شوي دی.
۲۳/۰۵/۲۰۱۳