فتوي نمبر(۷۳۶):
مستفتي : نقيب الله افغان / لندن .
پوښتنه :
محترم مفتي صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، زما پوښتنه داده چي که يو شخص ته د سجدې په حال کي عذر پيښيدئ مثلا بولي ورڅخه کېدې یابادورڅخه وتَيْ نو ايا سجده به کوي او که به په اشاره سره لمونځ کوي ؟
جــــــــــواب :
د هغه معذوره شخص د لمانځه طريقه کوم چي په سجده کولو سره دده څخه باد ، يا د بولو څاڅکي خارجيږي او اودس يې ماتيږي ، داده چي دَئ به په اشاره سره لمونځ ادا کوي ، رکوع او سجده دي نکوي [کبيري ص ۲۶۷] .