فتوي نمبر(۷۳۸): :
مستفتي : ډاکټر اسرار الحق / هرات .
پوښـــتنه :
و علامه معين الدين أبوالفضل حفظه الله ته نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم ، هيله کوم چي روغ رمټ به ياست ، ستاسي له عالي حضور څخه زه يوه پوښتنه لرم چي د يو معذور شخص په اړه ده ، هغه دا چي يو زخمي نفر دئ چي په لمانځه کي د ولاړي يا د ناستي په حال کي له ده څخه وينه بهيږي ، خو کله چي د شا پر تخته پريوځي نو د ويني جريان يې بنديږي ، دغه سړئ به د لمانځه کومه لار اختياروي ؟
جــــــــــواب :
محترمه وروره ! هغه زخمي چي د پروت په حالت کي يې وينه جريان نکوي او دولاړي يا ناستي په حال کي وينه ورڅخه بهيږي ، نو دَئ به لمونځ په ولاړي کوي ، او رکوع او سجده دي کوي ، که څه له زخم څخه يې وينه جاري وي .
[قاضيخان / عالمگيري / کبيري : ص ۲۶۷] .