فتوي نمبر(۷۴۱):
مستفتي : گل حسن / جلال اباد .
پوښتنه :
محترم مفتي صيب ، زه له تاسو نه يوه پوختنه لرم که يې ځواب راکړي احسان به مو وي ، زما پوختنه داده چي که يو څوک پداسي ځائ کي لمونځ کوي چي دريدلئ نسوای ، نو ده ته په ناستي لمونځ کول څنگه دي ؟
جـــــــواب :
پداسي محل کي لکه ټيټه خيمه مثلا چي لمونځ د ولاړي په حالت کي نسي کيدلائ او چت يې سر راگرځوي ، او دارنگه له خيمې دباندي دريدل مشکل وي ، مثلا خټي او باران وي ، نو لمونځ دي په ناسته سره وکړي ، هيڅ پروا نلري والله أعلم .
[عالمگيري : (۱ / ۱۳۸) .