د کندهار ولايتي شورا وايې چې د کندهار معارف سکوت دی او تر غوږونو پوري په فساد کې ډوب دی .
د شورا ريس د کندهار د پوهني بهير د تدريس ، اداري چارو او نورو مهمو برخو له امله په ټپه ولاړ بولي او د فساد په اړه د اسنادو د درلودلو خبره هم کوي .
د کندهار د پوهني بهير چې له لويه سره د زياتو ستونزو سره مخ دی ، تدريسي بهير يې ټکنی ، اداري چاري يې پڅي او فساد پکښي خپل اوج ته رسيدلی دی .
د کندهار دعامو خلکو تر څنګ دا بهير د کندهار د ولايتي شورا له لوري هم د سختو نيوکو سره مخ دی .
که څه هم ولايتي ادارې د دې بهير د ښه والي دپاره يوه کميټه جوړه کړې خو تر اوسه يې د کار کولو څرک نه دی تر سترګو شوی .
د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيدجان خاکريزوال بينوا ته وويل ، چې په څو څو ځله يې د کندهار د ښوونځيو څخه ليدني کړي خو تر اوسه پکښي د بهبود څرک نه ليدل کيږي ، هغه د يو عالم نورو ستونزو تر څنګ فساد او په دې برخه کې د پيسو غلا هغه څه بولي چې وايې په اړه يې کره اسناد هم لري .
خاکريزوال وايې چې د کندهار د پوهني د پر هيڅ حساب بهير دپاره به د کابل د مرکزي ادارې سره جدي خبري وکړي او دلته به دا اداره چې تر نورو يې فعاليت زيات مهم دی له هر څه پاکه کړي .
د کندهار د پوهني رييس شيراقا صافی هم د شويو ادعاوو په اړه د کره اسنادو پر وړاندي کولو ټينګار کوي ، صافی وايې اسناد کولای شي چې د غيرقانوني کړنو او فساد د مخنيوي دپاره د دوی سره مرسته وکړي .
په وينا يې هڅه کوي چې صادقانه خدمت تر سره کړي خو که يې د کارکوونکو د درغليو ، وظيفوي ناغيړيو او د پيسو د غلا په اړه اسناد ورته ورسيږي ، د خپلو فاسدو کسانو په وړاندي به قانوني کړني تر سره کړي .
بلخوا د کندهار د پوهني رياست تدريسي مرستيال محمد عوض نظري وايې چې د تير تعليمي کال پر مهال ۵۰ بابه ښوونځي بيا پرانستل شوي او ۱۰۰ لا تړلي پاتي دي .
کندهار چي د ناامنه ولايتونو په نوم پيژندل شوی دی او مرکزي ادارو ته يې بهانه ورجوړه کړې ده د مرکزي ادارو د نه پاملرني له امله هم زياتي ستونزي لري ، د دې ولايت د پوهني چارواکي وايې چې تر دې مهاله د روان کال بوديجه هم نه ده ورکړل شوې .
په يو شمير ولسواليو کې خلک وايې چې ښوونځي قلف دي خو د ښوونکو او کارکوونکو معاشونه يې د پوهني رياست د يو شمير کارکوونکو په همکاري راوځي او د دوی تر څنګ د ولسواليو د پوهني د مديرانو شخصي جيبونو ته لويږي .