دهر انسان په ژوند کې داسي پيښې پیدا کیږي چې د زړه تل ته ورکوزیږي، هغه بیا هیڅکله نه شي هیرولې. زما د اختر اکا د زوی پـیـښه کله هم له زړه او ذ هنه نه وځي داسي ورځي دې کمي وي چې یو وار د اختر اکا، ناوي اینگور او میرمني ژړل را په زړه نه شي.دوی په ډیرو نازولو زیارتو باندي ډوډۍ پخي کړي ګلداره دسمالونو ته یی ډیري غوټي ورکړي خدای یو زوی ورکړ.اختر اکا زموږ د کلي د جومات خادم وه په ونه ټیټ وو سر او ږیره یی تک سپین وو زه ډیر په ګران وم په هیواد کې د قدرت په سر جکړه روانه وه زوی یی د واده په شپه هغه مهال مړ شو کله چې د دوه قو ماندانانو په منځ کې شخړه ونښته زه هدیری ته په ژړا ورسره لاړم ملا صاحب وعظ د رحمان بابا په شعر شروع کړ: \" هر زنده چې دمرده په قبر ورشي - بس دی دومره نصیحت پدي دنیا \" يوه ورځ به له دي فانۍ نړۍ څخه سترګي پټوو هر څوک به د خپل عمل بدله ګوري اختر اکا ته یی دعا وکړه چې خدای دي د زړه صبر ورکړي د صبر په اړه یي خبري وکړي بیا یی زیاته کړه چې الله ج هر چاته تسلي ورکوي څوک د چا له غمه نه مري. داختر اکا د زوی پیښه مې هلته هیره شوه کله چې په پکتیکا کې څلور وروڼه له کور څخه بازار ته په لاره وو. د وسلوالو په وینا دبل چا په ګمان یی ووژل د تور سرو چیغو ته هرچا ژړل، پلار یی ځای په ځای ساه ورکړه چې دوی یی ولیدل.