په دې ګمان چي سهار نه دئ داخل سوئ:
فتوی نمبر (۷۴۵).
مفتي :
سترعلمي اوروحاني شخصي علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته.
مستفتي :اکرم .جلال اباد.
دژمي موسم دئ يو سړي په دې ګمان چي سهارنه دئ داخل سوئ له خپلي ښځي سره نزدېکت وکړ ، وروسته چي ده وکتل سهار داخل سوئ وو .
نواوس سوال دادئ چي پردې سړي روژه ماته سوه اوکه يا؟ کچيري روژه ماته وي ، نوايا قضاءاوکفاره به دواړه اداکوي اوکه يواځي قضاء به راوړي؟؟؟ ستاسي دجواب په انتظار.
الــــــــــــجواب ومنه الصواب:
په داسي صورت کښي دده روژه صحيح نه ده ،اوکفاره هم نسته باندي صرف قضاء بې راګرځوي ، خوترماښامه به خوراک اوچشاک هم نه کوي.
.
دامسئله دفقهي کتابونه په لاندي ډول تشريح کوي:
واذاتسحر وهوبظن ان الفجرلم يطلع فاذا هوقدطلع ، امسک بقية يومه وولاکفارة عليه ، کذافي الهداية .
وفي الدرالمختار /موجبات القضاء:«اوجامع علی ظن عدم الفجر.