د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ د لويي منارې زرګونه اوسيدونکي د همدې ولسوالۍ د ناګهان د کلي د پخواني جهادي قوماندان عبدالحکيم جان د ورور طالب اغا سره د کرنيزو ځمکو د اوبو پر سر په څو کلنۍ شخړه بوخت دی او اوس يو بل ته مرګوني ګواښونه کوي .
درې کلنۍ شخړه تيره ورځ ( د جولای پر نهه ويشتمه ) وسله والي نښتي او جګړې ته ورسيده خو د پوليسو او خبريالانو په منځګړيتوب دواړه لوري له جګړې کولو تير شول .
مناره شاخوا اته زره کورنۍ لري ، ناګهان په مناره پسي نښتی کلی دی ، په شخړه کې ښکيل کلي دواړه د الکوزو د قوم سيمي دي .
شخړه تيره ورځ مازيګر مهال هغه وخت تازه او د دواړو کليو د خلکو تر منځ تر جګړې ورسيده کله چي د جهادي قوماندان طالب اغا کسانو د مناري د خلکو د زراعتي ځمکو اوبه پر خپلو ځمکو واړولې .
د هغوی دا کار د منارې د خلکو د غبرګون سره مخ شو او د هغوی يې مخنيوی وکړ .
په شخړه کې د پوليسو د يوه ډز له امله يو سيمه ايز تنکی ځوان هم ټپي شوی دی .
د منارې د کلي اوسيدونکي وايې چې پنځه کاله مخکي يې د ځمکو د خړوب دپاره د هغوی په غوښتنه اوبه ورکړي چې بالاخره طالب اغا د ځان کړي او د اوبو د خپلولو دعوه يې وکړه .
د منارې د سيمي قومي مشر حاجي محمدهاشم او نور سپين ږيري وايې چې د دريو کلنو د شخړو پر مهال يې په شريعت ، د کندهار په ولايتي شورا ، د کندهار والي په غونډه ، د الکوزو په قومي شورا او د قومي مشرانو په بيلابيلو غونډو کې دعوه ګټلې او فيصله شوې ده خو طالب اغا يې نه مني ، هغوی په دې اړه موجود خطونه او لاسليکونه هم خبريالانو ته وښودل .
د لويي منارې د کلي خلک وآيې چې په مرګ او د سرونو په سودا د ناګهان طالب اغا ته اوبه نه ورکوي او که چيري هغه نور زور هم وکړي ټوپک ته به لاس کړي .
د لويي منارې خلک د طالب اغا تر شا د کندهار د والي د مرستيال عبدالقديم پتيال لاس بولي او مرستيال والي تورنوي چې په لوی لاس قومي تفرقې ته لمن وهي .
طالب اغا هم ورته اسناد په لاس کې لري خو د ولس مشر فرمان هم ښيي ، چې اوبه يې د ده حق بللی دی .
طالب اغا په دې برخه کې د پخواني جهادي قوماندان ملا نقيب الله اخند زوی او د الکوزو د قوم قومي مشر کليم الله نقيبي تورنوي چې له زوره کار اخلي او شوي ټولي فيصلي نه مني .
طالب اغا هم شرعي او د کندهار د ولايتي شوراپريکړي له ځانه سره لري چې د ده په ګټه شوي دي .
هغه د ځان سره د مرستيال والي عبدالقديم پتيال ، کندهار والي او ولس مشر ملاتړ مني خو وايې چې دی قانوني او حقدار دی او هغه هم د قانون او حق پلويان دي . .
د ارغنداب ولسوال شامحمد احمدي وايې چې د شخړي د حل دپاره يې څو څو څله غونډي کړي ، فيصلي نهايي شوي خو دواړه لوري موافقې ته نه دي رسيدلي ، په وينا يې هڅه کوي چې شخړه حل کړي .
د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايې چې ځايي اداره د ناګهان د قومي مشر طالب اغا په لاس کې د ولس مشر د فرمان ملاتړ کوي او دوی امر دي چې د هغه د تطبيق دپاره هر ډول اجرآت وکړي ، فيصل په موضوع کې د مرستيال والي مداخله او په شخصي ډول د طالب اغا ملاتړ ردوي .
د پخواني جهادي قوماندان ملا نقيب الله اخند زوی او قومي مشر کليم الله نقيبي د منارې خلک پر حق بولي او وايې چې د لسګونو کلنو راهيسي د زراعتي ځمکو د خړوبولو اوبه د دي سيمي د خلکو دي او طالب اغا دلته هيڅ حق نه لري .
د يادوني وړ ده چې په تير کې دا ډول شخړي په جګړو او وژنو اوښتي دي ، دا ډول پيښي زيات وختونه د هيواد په ليري پرتو سيمو کې رامنځ ته کيږي .
د ارغنداب ولسوالۍ خلک وايې چې که چيري د لويي منارې د خلکو او د ناګهان د کلي د پخواني جهادي قوماندان عبدالحيکم جان د ورور طالب اغا تر منځ روغه جوړه ونه شي دواړي ډلې به جګړي کولو او حتی وژنو ته سره ورسيږي .