درمضان اواختردتلو او راتلوپه اړه:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56496

دخبریدو نیټه : 2013-08-08


درمضان اواختردتلواوراتلوپه اړه:



عربي اوپښتوبیانيه  .

دادهغي موعظې متن دئ چي د عیدګاه په موقع يې په عربي ژبه د علامه ابوالفضل محمدمعین الدین افغاني لخوا دعرضه وني اټکل سوئ دئ ،  چي ليک او پښتو  ژباړه يې باقي بالله فضلي کړېده   .

نحمده ونصلي علي رسوله الکریم وبعد :


 چشم و ګوش و ديده بند اې حق ګزين         ياد کن فرمان قل للمؤمنين
خـــاطر خــــود زين و آن يکســــر بــــــرآر         تا شود بر خاطرت حق آشکار
زير پاکـــــــــن دلــــبران اين جــــــــــــــهان      تانمـــايد چهره آن محبوب جان
کـــــــــــاملان حَــــــي اند  هم  زير  زميـن          تــو بګوري باحيات اين چنين
سالها بايد که خونِ دل خوري     تا بکوی دلستاني ره بري
کئ بآساني رهي بکشايدت      صد جنون بايد که تا هوش آيدت
همين مرګست کز ياران بپوشد روئ ياران را     بيکدم ميکند وقت خزان فصل بهاران را
هست قرآن مبارک از خدا طيب شجر     نو نه ال و نيک بود  سايه دار پر ز بر
ميوه ګر خواهي بيا زير درخت ميوه دار      ګر خردمندي مجنبان بيد را بهر ثمر
ور نيايد باورت در وصف قرآن مجيد     حسن آن شاهد بپرس از شاهدان يا خود نګر
وانکه نيامد پئ تحقيق ، ودر کينْ مبتلا ست      آدمي هر ګز نباشد هست او بد تر ز خر


ایها الاخوة !
لقد جآءنا وقتٌ کنا نرتقب فيه شهر رمضان ، فمنا مَن يشتاقه للتشرف به و التعبد فيه ، و منا مَن يشتاقه لتحصيل الربح فيه بالبيع والشرآء ، و منّا مَن يشتاقه لأنواعِ التلعب لم تکن تتيسّر في غيره ، و مِنّا مَن کانَ ثقيلاً مجيئه عليه لعدمِ تيقّنه بادآء حقوقِه ، و مِنّا مَن کانَ ثقيلاً عليه لکسله في الطاعة والعبادة ، ومنا مَن کانَ يثقلُ عليه لتضييق فرصة المعاصي عليه ، والآن وَلّْی وَ توَلّْی ذلک الشهر المبارک ، و هکذا کل مستقبلٍ سوفَ ينتهِي ، وسوفَ ينتهي أعمارنا في الدنيا وفي البرزخ ، ويجيئُ علينا وقتٌ بعثنا مِن قبورنا و حُشِرنا الی العرَصات ، ووزن الأعمال ، والعبور علی الصراط .
  لـمَنِ العيدُ  ؟
ايهاالاخوة! الناس بالنسبة الی رمضان أصنافٌ مختلفة ، صنف کانَ صالحا قبلَ رمضان ، وفي رمضان وبعده داومَ علی صلاحه ، فهو في الدرجة الأعلْی ، وصنف کان قبله في معصية وانحراف ، وأصلَحَ فيه وَ أدّا حقه وبقْی عليه بعده ، فهو في الدرجة الثانية ، وصنفٌ مضْی عليه في غفلة وکسل و عدمِ اعتنآء ، ولکنه صار في هذا اليومِ نادمًا ، تآئبًا ، مستغفرًا ، فلعل الله يتقبل منه ، فهو في الدرجة الثالثة من الحسن .
فأيام العيد ، والعيد لهْؤلآء الثلاثة علی اختلاف مراتبهِم ، و صنفٌ کانَ عاصيًا قبله وفيه و دَاوَمَ عليه ، فهو في الدرجة الأعلی من الخسران ، و صنفٌ کان صالحًا قبله وعصی فيه بالافطار وغيره ، وداوَم عليه ، فهو في الدرجة الثانية . وصنف صام وقام ولکنه مَا اجتنبَ عن المحارم ولم يتب فهو في الدرجة الثالثة . وصنف صامَ و قامَ واجتنبَ ، ولکنه ما عبدَ الله بالخشوع والحضور والاخلاص ، ولم يتب ، فهو في الدرجة الرابعة . وصنف توجه الی العصيان بعدَه ، ولم يتبدل حاله برمضان وصيامه و قيامه ، فذالک علامة أن الله لم يتقبل منه ، فهو في الدرجة الخامسة  .
وأيام العيد ليست لهم أيام العيد ، وليس العيدُ عيدًا لهم ، بل لهم أيام الحسرة والغم ، والرد والطرد  .

وعن أبي نضرة قال : أربعٌ مَن کنّ فيه فلم يزدد بهن خيرا فذاک الذي لم يتقبل الله منه عمله ذلک :
أولها :  مَن غزا ثم رجع فلم يزدد خيرًا ، فذاک آية أنه لم يتقبل الله منه .
و مَن حج فرضا فلم يزدد خيرا ، فذاک َ آية أنه لم يتقبل الله منه .
ومَن صام شهر رمضان فلم يزدد خيرا ، فذاک َ آية أنه لم يتقبل الله منه .
و َ مَن مرِضَ فعُوفِي فلم يزدد خيرا ، فذاک َ آية أنه لم تکفر عنه ذنوبه  .

وذُکرَ عن وهب بن منبه (رحمه الله تعالی) قال :  أمَرَ الله تعالی ابليسَ أن يأتي محمدًا (صلی الله عليه وسلم) و يجيبه عن کل ما يسأله ، فجآئه علی صورة شيخٍ وبيده عُکّاز ، فقال له مَن أنتَ ؟ قال أنا ابليس ! فقال : لماذا جئتَ ؟ قال : انّ اللهَ أمرني أن تأتيک ، وأجيبک عن کل ما تسألني . فقال النبي (صلی الله عليه وسلم) : يا ملعون ! کَم أعدآئکَ مِن أمتي ؟ قال خمسة عشر :
أولهم أنتَ     .   والثاني  : امامٌ عادلٌ  .   والثالث  : غنيٌ مُتواضِعٌ  .    والرابع تاجرٌ صادقٌ  .    والخامس : عالمٌ متخشِّع   .   والسادس : مؤمنٌ ناصحٌ  .   والسابع  : مؤمن رحيم القلب . والثامن  : تآئب ثابتٌ علی التوبة  .   والتاسع  : متورع عن الحرام .    والعاشر  : مؤمن يديم علی الطهارة . والحادي عشر  : مؤمن کثير الصدقة  .   والثاني عشر  : مؤمنٌ حسنُ الخلق معَ الناس . والثالث عشر : مؤمن ينفعُ الناس  . والرابع عشر  : حاملُ القرآن يديم علی تلاوته . والخامس عشر : قائمٌ بالليل والناس نيامٌ .
ثم قال النبي (صلی الله عليه وسلم)  : و مَن رفقآئکَ مِن أمتي ؟
قال عشرة  : اولها : سلطانٌ جآئرٌ  .  والثاني : غني متکبر .  والثالث : تاجر خائنٌ . والرابع : شارب الخمر  . والخامس  : القتات . والسادس : صاحب الزنا  . والسابع : آکلُ مال اليتيم . والثامن . المتهاون بالصلاة  . والتاسع : مانعُ الزکاة  . والعاشر  : الذي يطيل الأمل . فهْؤلاء أصحابي واخواني .

والسلام ومن الله التوفيق .
ـــــــــــــــــــــــــــــــ

ژباړه :


يو وخت داسي هم ؤ چي موږ د رمضان د مبارکي مياشتي د انتظار په شيبو کي ؤ ، له موږ څخه ځيني ودغي مياشتي ته ددې لپاره شوقمند وه چي  په دغه  مقدسه اوبرکتناکه مياشت سره ځان مشرف وګرځوي او د الله پاک د بندګي يوه ښه موقع ترلاسه کړي ، ځيني بيا ددې لپاره ورته خوشحاله وه چي په دغه مياشت کي به په خرڅولو او رانيولو سره اقتصادي برخه پياوړې کړي ، او د ځينو نورو لپاره بيا ددغي مياشتي راتګ ثقیل اودروندؤ ، پدې فکر چي ددغي معززي مياشتي د حقوقو  پر پوره کولویي پرځان باور نه درلودئ ، او پر چا بيا په عبادت او بندګي کي د سستي له امله  دغه مياشته درنه وه ، او ځيني بيا پدې سبب ورته فکرمن وه چي دغه د تقوی مياشت ددوۍ د ناروا کړنو لپاره ضيق او تنګي جوړوله  .
بهر حال ضرور دغه مبارکه مياشت راغله او ولاړه ، همدغه رنګه هر راتلونکئ ډير ژر تيريده لري ، او ډير ژر به زموږ د دنيوي او برزخي عمر نيټه هم پائ ته ورسيږي ، او داسي وخت به ضرور پر موږ راځي چي له قبرو څخه به راپورته سو او د حشر و ميدان ته به راجمع سو ، بيا به مو أعمال په تله کي پيمانه سي ، او پر پل صراط د تيريدو وخت به راورسيږي  .

د اختر ورځ او خوشحالي د چا لپاره ده  ؟

محترمووروڼو!
خلګ  نسبت و رمضان مبارک ته   مختلف صنفونه اوقسمونه  دي : يوصنف اوډله  هغه ده چي تر دغي مياشتي له مخه يې هم د تقوی لار خپله کړېوه ، او په رمضان کي يې هم نيکه لار تعقيب کړې وي ،  او وروسته هم پر همدغه حال باندي پاته سي  ، دغه قسم خلګ  په فلاح اوکامیابي کي دأعلی او لوړي مرتبې والا دي ، او يو قسم بيا هغه خلګ دي چي مخکي تر رمضان يې د ګناه او کجروي لار نيولې وي ، خو په رمضان کي د ځان اصلاح وکړي او وروسته هم پر همدغه حالت پاته سي ، دغه خلګ په دوهمه درجه کي دکامیابي  قرار لري . او دريم قسم هغه خلګ دي چي د رمضان مياشت پر دوۍ باندي په غفلت ، سستي او بې پروايي کي تيره سوې وي ، خو نن داخترپه  ورځ توبه ګار ، پښيمانه او د الله پاک څخه د بخښني غوښتونکئ وګرځي ، نو ښايي چي الله پاک يې توبه قبوله کړي ، دغه خلګ له دريمي درجې څخه بلل کيږي  .
اختر او د اختر ورځي د همدغو درو دروجو والا لپاره دي (بنا پر اختلاف د مرتبو ددوۍ) .
او ددوۍ پر خلاف د ځينو نورو لپاره بيا دغه د اختر ورځي نه ، بلکي د أفسوس ، ارمان ، محرومي او د شړلو ورځي دي ، دوۍ هم پخپل منځ کي د بدي په اعتبار بيل بيل دي ، ځيني هغه دي چي هم تر رمضان مخکي او هم په رمضان کي په ګناهونو مبتلا وي ، او وروسته هم همداسي پاته وي ، دغه قسم خلګ خو د خسران او تاوان په أعلی مقام کي ځائ لري  . او ځيني داسي خلګ دي چي مخکي صالحين وه خو په روژه کي يې نافرماني ته مخه کړه ، يا يې قصدًا روژه وخوړله او يايې نور داسي ناروا اعمال تر سره کړل ، او بې له توبې پر همدغه حال پاته سي ، دوۍ د خسران په دوهمه مرتبه کي دي  . او بعضي بيا داسي دي چي روژې او د شپې له مخي عبادات يې پر ځائ کړيوي ، خو له حرامو او ناروا څخه يې پرهيز نه وي کړئ او نه يې بيا توبه کړې وي ، دوۍ د دريمي درجي والا دي   په خسران اوزیان کي.  او څلرم قسم هغه خلګ دي چي عبادات يې هم پر ځائ کړي وي ، او له حرامو څخه يې اجتناب هم کړئ وي ، خو د الله (جل جلاله) بندګي يې په عاجزي ، خشوع او اخلاص سره نه وي کړې ، او نه يې پر دې کار پښيماني کړې وي ، دوۍ د بدي په اعتبار په څلرمه درجه کي دي . تر دوۍ راکښته بيا هغه خلګ دي چي په عباداتو کي يې خشوع ، اخلاص او عاجزي هم مراعَت کړې وي ، خو وروسته د عصيان او د الله د نافرماني لار ونيسي ، او د رمضان په عباداتو سره يې حال بدلون ونکړي  ، نو دا ددې علامه ده چي دده بندګي د الله پاک د خوښي وړ نه ده ګرځيدلې  ، دوۍ د پنځمي درجي والا دي  .
د همدغو خلګو لپاره دغه د خوشالي او اختر ورځي نه دي ، بلکي د غم ، پريشاني او افسوس ورځي دي  .
 ...............................................
له حضرت أبي نضره څخه روايت دئ چي ده ويلي دي ، څلور داسي د نيکۍ کارونه دي چي  کې په کولو سره د چا خير او نيکي زياته نه سوه ، نو دا ددې نښه ده  چي الله پاک يې دغه عمل نه دئ قبول کړئ :
اول  : چا که غزا او جهاد وکړ ، او له واپسي وروسته يې خير او نيکي ډيره نه سوه ، نو دا ددې علامه ده چي الله پاک يې دغه عمل نه دئ خوښ کړئ .
دوهم : چا که د حج فريضه ادا کړه ، او وروسته يې نيکي ډيره نه سوه ، نو الله پاک يې دغه حج نه دئ قبلول کړئ .
دريم : چا که د رمضان د مياشتي روژې ونيولې ، خو پدې سره دده نيکي اضافه نه سوه ، نو دا ددې نښانه ده چي الله پاک ته دده دغه عمل نامنظوره ؤ .
څلرم : څوک که ناروغه سو ، او له جوړتيا وروسته يې په نيکي کي زيادت نه رالئ ، نو دا ددې علامه ده چي پدغه ناروغي سره دده ګناوي نه دي رژول سوي .
..........................................
له حضرت وهب بن منبه (رحمه الله) څخه نقل دئ چي ده ويلي دي ، چي الله پاک و ابليس ملعون ته حکم وکړ ، چي و حضرت محمد  (صلی الله عليه وسلم) ته ورسي او د هغه ټولي پوښتني جواب کړي ، ابليس و رسول الله  (صلی الله عليه وسلم) ته د يو سپين ږيري په شکل کي رالئ چي لکړه يې په لاس کي وه ، رسول الله ورته وفرمايل : څوک يې ؟
ده ورته وويل ابليس !
بيا رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته  وفرمايل : د څه لپاره رالې  ؟ ده د الله پاک امر ورته بيان کړ  ، نبي (صلی الله عليه وسلم) پوښتنه ورڅخه وکړه چي اې ملعونه ! زما په أمت کي ستا څو دښمنان دي ؟
ده ورته وويل چي پنځلس (۱۵) : اول دښمن زما ته يې . دوهم : عادل أمير او باچا  . دريم : هغه غني او شتمن چي متواضع او خاکساره وي . څلرم : رښتيا ګويه تاجر . پنځم : هغه عالم چي د خشوع او عاجزي خاوند وي . شپږم : خيرخواه او ناصح مؤمن  . شپږم : هغه مؤمن چي د نرم او مهربانه زړه خاوند وي . اتم  : توبه ګار ، او پر همدغه توبه پاته مسلمان . نهم : له حرامو څخه ځان ساتونکئ  . لسم  : هغه مؤمن چي هميشه د طهارت او اوداسه په حال کي وي . يولسم : هغه مؤمن چي ډير خيرات او صدقه کوي . دوولسم : نيک اخلاقه مؤمن . ديارلسم : هغه مؤمن چي انسانانو ته فايده او نفع رسوي . څوارلسم : د قرآن حافظ چي پر تلاوت يې هميشه توب کوي . پنځلسم : هغه څوک چي د شپې په عبادت بوخت وي  او خلګ د خوب په حال کي وي .
بيا رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمايل چي زما په أمت کي ستا دوستان او ملګري څوک دي ؟
ده ورته وويل چي لس قسمه خلګ دي  : اول : ظالم حکمران  . دوهم : متکبر اولويي کونکئ مالدار او شتمن  . دريم : هغه تاجر چي خيانت کوي . څلرم : د شرابو چښونکئ . پنځم : چغلي کونکئ  . شپږم  : زنا کار . اوم  : د يتيم د مال خوړونکئ . اتم  : د لمانځه په اړه سستي کونکئ . نهم  : هغه څوک چي پخپل مال کي زکاة نه ادا کوي . لسم : هغه څوک چي اوږده او طويل اميدونه او آرزوګاني ساتي  . دغه خلګ زما دوستان او خپلوان دي  .