د صدقة الفطر ، يعني سرسايې ۱۱ حکمتونه :
مفتي :
سترعلمي اوروحاني شخصيت علامه محمدمعين الدين ابوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته.
مستفتي : مولوي محمد نسيم / دبی .
له محترم مفتي أبوالفضل دامت برکاته څخه مي پوښتنه د سرسايې په اړه ده ، هغه دا چي په اسلام کي سرسايه د کومو حکمتو له مخي واجبه سوېده ؟ ستاسي د جواب په هيله .
الجواب :
محترمه وروره ! د سرسايې د وجوب واقعي ټول حکمتونه خو يواځي و الله جل جلاله ته معلوم دي ، خو کوم حکمتونه چي له احاديثو څخه فهميږي ، يا علماؤ ذکر کړيدي ، هغه پدې شرحه دي :
اول حکمت :
په روژه او د رمضان په مبارکه مياشت کي چي له مسلمان څخه ځيني تقصيرات او کوتاهياني صادري سوي وي ، لکه چټي ، بيهوده او لغو خبري ، عبث کارونه ، او داسي نور ، د سرسايې په برکت ددغو تقصيراتو دفع کيږي ، او د روژې نقصان جبيره کيږي .
امام نووي په خپل کتاب «المجموع» کي له حضرت وکيع بن الجراح څخه روايت ذکر کړئ دئ ، چی هغه ويلي دي چي سرسايه نسبت و روژې ته داسي ده ، لکه د سهو سجده نسبت و لمانځه ته .
وعَنْ وَكِيعٍ بْنِ الْجَرَّاحِ قَالَ : زَكَاةُ الْفِطْرِ لِشَهْرِ رَمَضَانَ كَسَجْدَتِي السَّهْوِ لِلصَّلاةِ، تَجْبُرُ نُقْصَانَ الصَّوْمِ كَمَا يَجْبُرُ السُّجُودُ نُقْصَانَ الصَّلاةِ. المجموع للنووي.
دوهم حکمت :
څرنګه چي د رمضان په مبارکه مياشت سره مشرف کيدل ، او په دغه مياشت کي د روژې ، تراويحو ، تلاواتو او أذکارو او داسي نورو عبادات تر سره کول د الله پاک عظيم نعمتونه دي ،نو ددغو نعمتو په اخير کي سرسايه واجبه سوېده ، ددې لپاره چي ددغو نعمتو لپاره شکريه وګرځي .
ځينو علمآؤ د يو صالح او عابد چا په اړه ذکر کړيدي چي کله بې د تهجد لمونځ ادا کړ ،نو د هغه په شکريه کي بې د ورځي روژه نيوله .
دريم حکمت :
د سرسايې په ايستلو سره د انسان د نفس تصفيه او صفايي راځي له ځينو بدو اخلاقو څخه ، لکه بخيلتوب ، حرص او ناروا محبت د مال .
څلرم حکمت :
د انسان وجود او بدن هم لکه مال زکات لري ، چي انسان يې بايد ادا کړي ، سرسايه ورکول دبدن د زکات يوه برخه ده .
پنځم حکمت :
له رمضان څخه وروسته چي د فطر او روژې د خوړلو اجازه الله پاک و بندګانو ته ورکړېده ،نو سرسايه د همدغي اجازې شکريه ده .
شپږم حکمت :
د اختر په ورځو کي چی کوم حسي او معنوي خوشحالي و مسلمان ته حاصليږي ، نو سرسايه ايستل د هغه هم شکريه ده .
او م حکمت :
سرسايه ايستل د ألفت د حاصليدو سبب ګرځي ، چي فقير لره يې ورکړي .
اتم حکمت :
د سرسايې د ايستلو په وجه د مسکينانو مسلمانانو زړونه خوشحاله کيږي ، لکه عبدالرحمن بابا چي وايي :
ښه ده ښه ده دا دنيا چي توښه ده د عقبی .
چي فقير لره يې ورکړې فقير درومي په خندا .
او ادخال د سرور د مسلمان به زړه کي ، يعني د يو مسلمان خوشحاله کول د الله پاک د رضا او ددنيا او آخرت د أجر او ثواب ډيره لويه ذريعه ده .
نهم حکمت :
د سرسايې ادا کول د مسلمانانو د اتحاد او وحدت سبب ګرځي ؛ ځکه چي مسلمان خو به يا غني وي يا مسکین ، نو کله چي شتمن مسلمانان و مسکینانو ته صدقه ورکړی ، نو د مسلمانانو دغه دواړي ډلي په اتحاد او اتفاق سره مشرفي ګرځي .
لسم حکمت :
د سرسايې د ادا کولو په وجه د مسکينانو خلګو زړونه د اختر و لمانځه ته فراغت پيدا کوي .
يوولسم حکمت :
څرنګه چي د اختر ورځي هم ډيري مقدسي ورځي دي ، نو پدې سبب طاعت او بندګي د اختر په ورځو کي هم ډير زيات اجر او ثواب لري ، نو د الله پاک له لوري په دغه ورځ کي دوه قسمه عبادتونه پر مسلمانانو واجب سويدي : يو مالي عبادت چي سرسايه ده ، دوهم بدني عبادت چي د اختر لمونځ دئ .