د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ چارواکي او خلک وايې چې د بهرنيو سرتيرو په وتلو سره د دې ولسوالۍ امنيت ډاډمن شوی دی او خلک تر پخوا ارام دي .
ارغنداب د کندهار ښار په لس کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې څه وخت مخکي ناامني خورا پکښي ډيره او په باغونو کې د وسله والو طالبانو مرکرونه وه .
ارغنداب د کندهار يوه سمسوره ولسوالي ده چې د دې ولايت ديري ميوي د همدې ولسوالۍ څخه تر لاسه کيږي .
هغه ورځ نه ده هيره شوي چې د دې ولسوالۍ په باغونو کې د وسله والو طالبانو مرکزونه او د سړکونو پر غاړو به د دولت سره د تړاو په تور خلک په رڼه ورځ وژل کيدل .
د دې ولسوالۍ د منارې په سيمه کې يوه وخت د دولت جوشي عملياتو د طابانو زيات مړي پريښودل .
اوس د ولسوالۍ چارواکي او خلک وايې چې امنيت يې خورا ډاډمن شوی دی او خلکو د ارام سا اخستې ده .
د ولسوالۍ ولسوال شامحمد احمدي د اميت د سميدو لوی لامل د خلکو همکاري او د وسله والو کمزوري بولي .
د ولسوالۍ د شورا مشر حاجي محمد سلطاني هم ورته څرګندوي کوي او وايې کله چي بهرنيو سرتيرو د ارغنداب ولسوالي پري ايښي ده دلته امنيت سم شوی او خلک خپل ورځني کارونه تر ډيره په ډاډمنه فضا کې پر مخ وړي .
د هيواد د مشهوري ميوي انار ډير حاصلات هم د دي همدې ولسوالۍ څخه دي ، ارغنداب په معتدله هوا کي هره ورځ د کندهار ښار ، ګاونډيو ولسواليو او ولايتونو د زرګونو ميله والو کوربه وي .