سپين غر _ كابل
نطاق: د بن د پريكړو نه تر اوسه چې څه شوى ستاسو په نظر څومره د قناعت وړ دى؟
متوكل: كه داپړاوونه څوك ارزيابى كوى نو بايد د پوره انصافه كار واخلى او په عين وخت كى بايد په ټولو برخو كى پوره معلومات ولرى. سياسى څيړونكى هم وايى او موږ هم گورو چې دولت اوس يو مدافعوى حالت ځان ته نيولى خو د نورو گروپونو او بيلابيلو طبقو له خوا ورباندى نيوكى كيږى خو زما په عقيده هغه نيوكى چې سالم اړخ ولرى ډير به ښه وى او اصلاحات به رامنځته كړى خو كه داسى نه وى نو بيا روغ نيتى په كى نه ليدل كيږى.خو پدغو څلورو كالو كى د ولس هيلو او آرزوگانوته سم ځواب نه دى ويل شوى، په ټولو ساحوكى سياسى، اجتماعى اقتصادى برخوكى د ولس هيلى نه دى تر سره شوى.
نطاق: دولتى چارواكى ادعا كوى چې د طالبانو په وخت كى ښځوته د كار زمينه نه وركول كيده. خو اوس ښځو ته په سياسى اقتصادى او ټولو برخوكى د كار كولو زمينى برابرى شوى او ښځى د خپلو حقوقو څخه برخمني دى. په دى هكله تاسو څه وايې؟
متوكل: زه ددى خبرى سره موافق نه يم چى هر وخت طالبان هدف ټاكل كيږى او دولتى چارواكى خپلى كړنى د طالبانو سره مقايسه كوى. ولس هر څه گورى ولس په دى پو هيږى چې هغه وخت يې څومره ستونزى لرلى او اوس څومره لرى په مقايسه او پرتله كولو سره نه كيږى چې موږ خپلى كړنى و آرزو موږ بايد په سياسى اقتصادى او نورو برخوكى اهداف وټاكو او دغو اهدافو ته درسيدو هڅه وكړو ترڅو ولس راضى كړه شى او دهغوى غوښتنى تر سره شى.
نطاق: تاسو د طالبانو په وخت كى د بهرنيو چارو وزير وى. اوس د افغانستان بهرنى اړيكى څنگه ارزيابى كوى ستاسو په اندڅومره انكشاف يى كړيدى؟
متوكل: بهرنى اړيكى او سياست په كورنى اړيكو باندى بنا كيږى. د حكومت او ولس ترمنځ اړيكى د دولت د نوروقو اوو، تر منځ اړيكى پخپله د هېواد د خارجه چارواړيكى جوړوى يعنى د كورنيو اړيكو پرنسبټ خارجى پاليسى جوړيږى او انعكاس پيدا كوى. زما په عقيده زموږ بهرنى اړيكى د اسلامى نړى او اسلامى هېوادونو سره څومره چې ضرورت يى شته پياوړى نه دى دغه راز زموږ اړيكى د گاونډيو هېوادونو سره پياوړى نه دى موږ تل خپل گاونډى په مداخلو باندى تورن كوو، خو كه خپلى ستونزى پخپله حل كړو نوبيا گاونډى هيڅ نشى كولى زموږ په چاروكى لاسوهنه وكړى يعنى دغه د نيوكو او انتقاد پاليسى چې موږ د خپلو گاونډيانو په وړاندى غوره كړى، كه ددى پرځاى پخپلوكى خپل مشكلات او ستونزى حل كړو ښه به وى موږ مخكى تردى چې په گاونډيو نيوكى وكړو خپلى ستونزى مو بايد حل كړى واى او وروسته به موليدلى واى چې كوم گاونډى مداخله او لاسوهنه كوي نو بيا موددى كارلپاره بايد هڅى پيل كړى واى.
نطاق: د افغانستان او پاكستان تر منځ ډيرى ښى ديپلوماتيكى اړيكى شته خو په دى وروستيو وختونو كى په جنوبى ولاياتو كى د ځان مرگو او نورو بريدونو په بهير كى داجوته شوى چې پاكستان په دغو بريدونوكى ونډه لرى او دپاكستان له لورى داكارونه تر سره كيږى تاسو په دى هكله څه وايې؟
متوكل: كه موږ د دواړو هېوادونو دلايل وگورونو وينو چې پاكستان له مداخلونه انكار كوى او وايې چې موږ د تير نظام دله منځه وړلو لپاره كارونه كړى او مرسته موكړى او په سلها ووكسان مونيولى او حواله كړى مودى او اوس هم مرسته كوو. خو دافغانستان طرف بيا ژوندى شواهد وړاندى كوى او وايى چې مشهوده مداخله وجود لرى كه د دواړو اړخونو دلايلوته وگورو نو دى نتيجى ته رسيږو چې ضرور يو څه شته دا چې بيخى مداخله نشته نو دا به هم سم نه وى ضرور يو څه مداخله به وى ځكه يووخت زموږ جنوبى اوغربى گاونډيو په افغانستان كى څرگنده سيالى لرله مداخله بۀ اوس هم وى. خو د ځان مرگو بريدونو ترشاه چې يوه ځان مرگى ته هيڅ گټه نه لرى څنگه كيداى شى چې د بل هېواد اويا د پيسو په وسيله ځان وژنى نه حاضر شى په دى كى ځينى نور مسايل او عقيدتى اصول شته چې اصلى منبع هماغه ده نه د گاونډيو مداخله يعنى د مداخلى نه هم پوره انكار نشى كيدلى خو اصلى منبع سياسى او عقيدتى موارد دى چې يو څوك ځان وژنى ته حاضريږى چې بايد په هغو مواردو باندى كاروشى او دا عوامل له منځه لاړشى.
نطاق: ستاسى هدف د سياسى او عقيدتى مسايلو څخه څه دى؟
متوكل: كه موږ بهرنى خپرونى او انټرنيټى سايټونه و گورو هغوى د افغانستان اوسنى جگړى ته جهاد وايى او جهاد ته خلك رابولى چې دا يوه عقيدتى مسله ده. دغه راز پدغو نشراتوكى ويل كيږى چې د افغانستان استقلال خوندى نه دى او افغانستان اشغال شويدى چې دا سياسى مسله ده. شايد دواړه مخالف اړخونه لازم دلايل ولرى. خو مسله داده چې بايد يو او بل ته قناعت وركړى او قناعت وركول د مذاكرى او مفاهمى له لارى امكان لرى. چې متاسفانه اوس داسى يو ډول مذاكره ادامه نه لرى او نه ده پيل شوى. د مشكلاتو او ستونزو يوازى لاره مفاهمه او مذاكره ده.
كه اصلى عوامل له نظره وغورځولى شى او وخت په دى اوهغه نيوكو تيرشى زه فكر كوم چى دا به دوخت ضايع كيدل وى او بس او د دواړو اړخو ترمنځ به مسلى همداسى لاينحله پاتى شى.
نطاق: دولت د انتقالى عدالت په نوم يوه پروسه جوړه كړى چې د هغه له لورى مخالفين كولى شى چې اړيكى ونيسى او له دولت سره خبرى اترى وكړى نو طالبان ولى دا كار نه كوى او كه ستاسو په نظر نورو كارونوته هم اړتياده چې تر سره شى؟
متوكل: انتقالى عدالت دا كاملا يو بيل جريان دى د افغانستان ډير مسايل په دورو، دورو همداسى بى عدالته پاتى دى پرهغه به نه ږغيږو د حل پرموضوع به وږغيږو د حل لپاره هم يو كميسيون جوړ شوى چې خلك راشى او په كوركښينى او كوم مشكل ورته پيښ نشى. دا هم يو جلا څه دى. خو تفاهم او روغى جوړى ته رسيدل او د بالوگ هغه بل شى دى او زه فكر كوم چې اوس د مفاهمى او ډيالوګ وخت دى. دولت بايد ددغه جريان لپاره كار وكړى دغه راز د هېواد پارلمان بايد دا حق ترلاسه كړى ځكه امنيت هغه لومړيتوب دى چې بايد ولس او هېواد ترى برخمن وى. نو د پارلمان او د ولس د استازو دنده ده ترڅو دا حق تر لاسه كړى او د دولت سره په دى هكله خبرى وكړى او ددى امكانات را برابر كړى ترڅو د هغوكسانو سره چې اوس په مخالفه ليكه كى ولاړ دى د هغوى سره روغه جوړه او تفاهم وشى.
همدا راز حكومت چې دا واك هم لرى بايد د يوه تفاهم لپاره اغيزمن اقدام وكړى زه فكر كوم چې ددى مشكل لپاره موقتى علاج او يا د بهرنيو عسكرو په وسيله دا كارتر سره كول ډير گران او غير طبيعى بريښى ډيره ښه طبيعى او آسانه لار يو افغانى ډيالوگ دى چې د طرفينو تر منځ پيل شى.
نطاق: تاسو د يوه اسلامى عالم په توگه ځان مرگى بريدونه څنگه ارزيابى كوى؟ آيا دا د اسلام له نظره جواز لرى؟
متوكل: زه خو دومره لوى عالم هم نه يم. چې دفتوا صلاحيت دى ولرم. خوتركومه ځايه چې زما معلومات دى دا ډول وژنوته استشهاد وايى او دا يو ډول اختلافى موضوع ده خوزموږ په دين كى جواز نه لرى. دا چې په منځنى ختيځ كى د هغه وخت د شرايطو پربنا دا ډول ځان وژنى رواج شوى هغه بله خبره ده او ددى اصلى علت دادى كله چې په جنگ كى بل بديل نه وى يا سوله نه وى نو جنگى مخالفى ډلى يى يو د بل په وړاندى تر سره كوى خو د حنفى او افغانى علما و وترمنځ د دا ډول وژنو لپاره حق د جواز نشته.
جنگ اصلا په اسلام كى مردود دى او منفى شى گڼل كيږى يوازى هغه جنگ چې ورته مقدسه جگړه ويل كيږى ثمره يى داوى چې د برياليتوب وروسته يو سوكال او اسلامى ژوند د مسلمانانو په نصيب شى. نو جگړه په هر صورت په اسلام كى ښه شى نده گڼل شوى.
نطاق: راتلونكى ته بايد هيله من او سواوكنه؟
متوكل: ژونديو انسانانو ته هيله او ارمان درلودل او راتلونكى ته هيله من كيدل ډير ضرورى دى دسولى په هكله زما په اند پارلمان ښۀ رول لوبولى شى چې د مخالفينو سره بين الافغانى رغنده ډيالوگ او مذاكره پيل شى او د اقتصادى بازسازى په هكله خو په انجوگانو باندى نيوكى زيادى وى نو اوس به پيسى او كومكونه دولت ته وركړه شى خو دولت بايد دا په سمه توگه وكاروى ترڅو ولس ترى برخمن شى. زه فكر كوم كه مالى تقوا وجود ولرى. نو شايد دا پيسى په سمه توگه دولس د ښيګڼو لپاره ولگول شى او بيځايه لاړى نشى اوموږ هيله من يو چې همداسى وشى اميدوارى خو دا ده چې افغانان بايد له همدغو مرستو او كومكونو نه ښه گټه واخلى او خپل ځان په پښو ودروى او د دايمى احتياج نه ځان خلاص كړى او د پرمخ تگ په وړاندى ولاړشى.