اوښتون کلتوري ټولنې علمي سمينارترسره کړ.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56581
ساحل منګل
دخبریدو نیټه : 2013-08-16

 

اوښتون کلتوري ټولنې دخپلو فعاليتونو په لړ  کې دځوانانو نړيوالې ورځې په مناسبت (ځوانانوته سالم فکر ورکونې) ترسرليک لاندې يو ورځنی سمينار جوړکړ.
دغه سمينار دپکتيا پوهنتون دغونډو په تالار کې وړاندې شو،چې ددې ولايت دمدني ټولنو غړو ،فرهنګيانو،ځوانانو او ددې ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکو پکې برخه اخيستې وه.
دسمينار په په پيل کې يو شمير ويناوالو لومړی دځوانانو په ستونزو او يو شمير لاس ته راړونو باندې رڼا واچوله او ورپسې د دوو استادانو نجيب الله منلي او اجمل هوډ له خوا په اړونده موضع باندې مقالې واورل شوې.
دمقالو وروسته له يادو استادانو څخه  ځوانو په بيلابيلو برخو کې له  خپلې پوښتنې مطرح او خپل نظرونه ېې ورسره شريک کړل .
استاد نجيب منلي ځوانانوته په خپلو خبرو کې وويل :تاسې کولای شی او ددې وړتيا لری ،چې په هره برخه کې ښه پرمختګ وکړی خو داکار يوه سالم فکر ته اړتيا لري ،چې ځوانان ېې بايد په ځان کې پيدا او مخ په وړاندې لاړ شي .
نوموړي وويل سالم فکر يوه داسې وسيله ده ،چې دهر ځوان په لاس کې ده او ځوان بل کس ته اړتيا نه لري ،چې ترې وېې غواړي .
دسمينار بل ويناوال اجمل هوډ من هم په اوسنيو شرايطو کې دځوانانو په ستونزو او دهغې په لرې کولو باندې خبرې وکړې .
ده خوښي وښوده ،چې نن سبا دهيوادپه ډيرو ولايتونو کې ځوانان سره يو موټی شوي او په بيلابيلو برخو کې ېې زيات پرمختګ کړی دی خو لاهم نور کار ته اړتيا شته. .
دغونډې ګډونوالو  داډول پرګراموپه جوړ ېدو خوښي وښوده   او وړانديز ېې وکړه ،چې په راتلونکي کې دې هم داډول پرګرامونه جوړ کړای شي .
دسمينار يوه ګډونوال رحمت الله رحيمزي وويل :له دې وړاندې هم دځوانانو په اړه زيات شمير پرګرامونه جوړ شوي وو خو دټولو موضع ګانې سره ورته وې  مګر دالومړی سمينار وچې دځوانانو په اړه په  خاصه  موضع باندې خبرې وشوې .
نوموړي په پکتيا کې له نورو  ټولنو ،چې دځوانانو په برخه کې کار کوي غوښتنه وکړه  ،چې په راتلونکي کې داډول غونډې جوړې کړي .
داوښتون کلتوري ټولنې مشر ډاکتر محمد نعيم احمدزي وويل : د داډول پرګرامونه جوړيدل زياته اړتيا لري او مونږ پخوا هم په بيلابيلو موضعګانو باندې داډول سمينارونه جوړ کړي دي اومونږ به هڅه وکړو ،چې په راتلونکي کې هم داډول پرګرامونه جوړ کړو .
ياده دې وي ،چې يو کال وړاندې هم ديادې ټولنې له خوا په ورته موضع باندې يو وځنی سمينار جوړ شوی وو..