د اشوريانو سياسي تفکر
اشوريانو د سياسي او ديني تفکر له مخي داسي انګيرل چي د پاچاه د ښمنان د خداي دښمنان دي ، د دوي په اند مخالفين شياطين او شرير دي اړتيا وه چي دوي مجازات سي .
بې رحمانه حملې او وحشيانه چلند له بشر سره د اشوريانو د سياسي تفکر ځانګړنه وه
.
د(آشور)په نوم دآشوريانو رب النوع
د نصير پال سياسي تفکر ( ۸۳۳ – ۸۵۹ ق . م )
نصير پال د اشوريانو يو ظالم پاچا وو چي سياسي تفکر يې د بې رحمۍ پر عنصر ولاړ نوموړي د ( توکولتي نينوزتا ) زوي وو . د نصير پال د بې رحمه پاچهۍ لړۍ په شاوخوا منطقه کي تر د مدیترانې تر غاړو او اوسني لبنان پوري رسېدلې وه خو د فتوحاتو او سوبو لړۍ يې ځکه نوره نه غځيدل چي د نيول سوو ښارونو لپاره يې د ساتني عسکر نه لرل ، ځکه نو هر ځاي چي به نوموړي و نيو د هغه ځاي واکمني به يې ړنګه کړه د خپل عسکرو په (نه )لرلو سره به په هغه ښار کي د چور چپاو کړنو زور واخيست .
نوموړي د ظالمانه سياسي تفکر څرګندونه پخپله يوه کتبه کي داسي کوي : (( ښار مي ونيو شپږ سوه (۶۰۰)جګړه مارمي تر تېغ تېر کړل ، درې سوه (۳۰۰) بنديان مي په اور کي و سوځل د دوي په منځ کي مي يو تن هم ژوندي پرې نه ښود ، مشران مي يې ژوندي و نيول له جسدونو څخه مي يې پشته ( ) جوړ کړل ، زلميان او پيغلي مي يې په اور کي سوځل ، د رهبرانو څخه مي يې پوست و يوست پوستونه مي يې د ښآر پر ديوالونو پوري ځوړند کړل ، ښار مي خراب کړ.
د شلم دريم نصر سياسي تفکر
۸۵۸ – ۸۲۴ ق م
نوموړي د اشور نصير پال زوي وو په خپل (۳۵) کلنه واکمني کي يې د خپل پلار وحشانه سياست لاره و څآرل تر پارس(ایران) او اوسني فلسطين او د زاګروس تر غرونو پوري يې د واکمنۍ لمن و غځوله په پارس کي يې د ماديانو سيمي هم چور کړې په هغه سخته جګړه کي چي د اوسني د مشق په (۱۹۰ ) کيلومترۍ کي په (۸۵۳ ق م ) کي پېښه سوه چي تر دا مهاله يې په تاريخ کي ساري نه درلود بيا هم د مخاليفينو سره مساوي پاي ته ورسيد او د ددمشق په نيولو بريالي نه سو .
د پاچاهي په وروستي کلونو کي يې دا چي يو غوره سياسي تفکر يې نه درلود په هيواد دننه يې کړکيچ او بې نظمي را منځ ته سوه تر څو د پنځم (شمشي اداد) (۸۲۴ ق م ) کي سرکوب سو .
د دريم تګيلات پيلصر سياسي تفکر
(۷۴۴ – ۷۲۷ ق . م
دريم تګليلات د خپل روڼ سياسي تفکر په ځواک د ( دريم نصر ) او پنځم شمشي څخه پاي ته سياسي کړکيچ ته د پاي ټکي کښيښود ، نومړي په يو لړ ادادي او نظامي اصلاحاتو لاس پوري کړ او د پوځ په ډيرېدو يې پيل وکړ او هغه يې په يوه دايمي فوځ بدل کړ . دريم تګيلات خپل وخت کي د نظام د ښه جوړښت لپاره ، د ژور سياسي تفکر درلودونکي وو ، د دو کولاي سوه چي په ډيره لږه موده کي په بين النهرين يو غوره سياسي او ټولنيزم نظام را منځ ته کړ د خلکو په ژوند کي ژور سياسي ، اقتصادي او ټولنيز بدلون راغي نوموړي تر يو شمېر سوبو ( فتوحاتو ) وروسته په (۷۲۷ ق ، م ) کي ومړ .
د دوهم سارګن سياسي تفکر
( ۷۲۲ – ۷۰۵ ق م )
د دوهم (سارګن) په اړه په سياسي تاريخ کي زيات معلومات په لاس کي نسته خو دومره څرګنديږي چي نومړي د بين النهرين ښورښ کوونکي و خپل او دده عصر تر ډيره له ډاډمن امنيت څخه برخمن وو .
د دوهم سارګن له سياسي تفکر څخه ښکاري چي دى د خپل وخت په سياسي او نظامي چارو پوه وو تر ده وروسته يې زوي (سناخريب5) د پلار پر پراخ قلم رو باندي واکمن سو او و توانيدي چي د پلار ګټلې فتوحات خوندي کړي .
سناخريب او د بابل ښارد ورانيدو تيروتنه
يوه قوم د اعلاميانو په نوم د بابل پر ښار حمله وکړه او هغه ښار يې و نيو ، (سناخیرب) په ډيره غوصه او بې پامۍ سره د اعلا ميانو د ځپلو په خاطر د بابل ښار وران کړ او ټول عبادت ځآيونه يې له منځه يو وړل . لکه څنګه چي په خپله وايي :
(( د بابل ښار ګوتي او کورونه مي يو مخ وران کړه او اور مي ور واچاوه د خدايانو (معبودونو ) ديوالونه مي وران کړه او ...)
همدا ډول سناخريب يهودان هم په فلسطين کي له منځه يو وړل د ده ( نينوا ) ښار ته ډيره ښکلا ور و بخښل او هغه يې په يو لوي ښار بدل کړ تر دې چي سناخريب په ( ۶۸۱ ق . م )کي د خپلو زامنو په لاس ووژل سو .
اسرحدون6 او سياسي تفکر
(۶۸۰ – ۶۶۹ ق م )
تر سناخريب وروسته (اسرحدون) دپاچاهي پر پلاز کښيناست نوموړي د خپلي واکمنۍ په (۱۱) يولسو کالو کي په سوله کي تير سو د اسرحدون سياسي تفکر پر سوله ايز ډول ولاړ وو ، دده لومړني کار د بابل د ښار جوړل وه هغه چي تر ده مخکي دده پلار سناخريب او اعلاميانو په جګړو کي وارن سوي وو دده لويه سوبه د مصر په پلازمېني ( ممفس ) باندي بري وموندل وه د نوموړي سياسي تفکر او د تيرو نورو پاچاهانو په څېر لومړي د ښورښيانو خپل دوهم په بين النهرين کي سر تاسري (امنيت ) را وستل او وروسته د بهرني نظامي او سياسي غزوني په پلمه د امپراتوري (ټولواکي ) غځولوته مخه کړه ، اسرحدون چي لا د مصر په سوبو بوخت وو په دې منځ کي و مړ پر ځاي زوي پاچا سو.
د اشور بانيپال سياسي تفکر
(۶۶۸-۶۲۷ ق.م )
اشور بانپال د اسرحدون زوي چي تر خپل پلار رووسته د پاچهي پر پلاز کښېناست ، اشور بانيپال هم د ځآنګړي سياسي فکر څښتن وو . دده سياسي فلسفه تر ډيره پر بهرني سياست او فتوحاتو ولاړه وه ، نومړي د مصر سوبي تعقيب کړې . دده مشهوره جګړه د عيلاميانو سره سوه (په اوسني ايران کي ) دي خپله په يوه راپور کي وايي : ((د شوش معبدونه ، خدايان او الهي مي برباد کړه ، د پاچهانو نوي او زاړه قبرونه مي و نړول د ايلام ايالت مي په بشپړه توگه له منځه يو وړ او پر مخ مي يې مالګه ور ودوړول ...))
د بانيپال سياسي تفکر د ده له کړنو څخه څرګنديږي چي يو ظالمانه سياست يې مخ ته وړي او له بشر دوستۍ څخه خو بيخي لري ښکاري ، د اشور بانيپال د ژوند وروستي شپې د کورني تاو تريخوالي سره مخ سوې زامن يې لوي سوه او په خپلو منځو کي د واک د وېش پرسر په شخړو سره بوخت سول زامن يې له اشور ، اتيل ، ايلاني او سين څخه عبارت دي .
د آشوريانو زوال
(۶۱۲ ق . م )
د آشوريانو زوال د ( بنوپلسر7 کلداني ) او (هو وخښتر ) د ماد (اوسني ايران د همدان ) پاچاه د (نينوا ) د ښار په نيولو سره په بين النهرين کي د آشوريانو د (۱۰۵۰ کالو ) يوزر او پنځوس کاله واکمنيو ته د پاي ټکي کښېښود .
د اشوريانو نظامي سازمان ته يوه کتنه
دا چي اشوريان د يوه ځواکمن او غښتلي نظامي سازمان لرونکي وه ځکه يې نو په سیمه کي د اوږده مهال لپاره خپل سياسي ، نظامي ، فرهنگي اوټولنيز تاثير پر ځاي پرېښود . د دوي نظامي جوړښت ددې باعث سو چي پر خپلو شاوخوا ګاونډي سيمو کي بې شمېره برياوي لاسته راوړي په لومړي سر کي د آشوريانو سياسي تفکر داسي وو چي په پوځ کي به يې يوازي (بوميان ) درول خو چي لکه يې امپراتوريو پراختيا و موندل نور ملتونه يې هم په خپل پوځ کي درول . د پوځ جوړښت يې لومړي موقتي وو يعني يوازي به يې د جنګ په وخت کي پوځ چمتو کاوه خو په وروسته کي يې د اوږد مهال يا تلپاته پوځ لرلو فکر خپل او عملي کړ .
په اشوري دوره کي د پاچاه ټاکلوسیاسي فلسفه
په آشوري دوره کي پاچا د يوه عمومي قومندان په حيث د لښکرپه منځ کي قرار درلود ، د فرمان ورکولو مراتب هم بشپړ منظم وه .
سر لښکربه د ( ۵۰-۲۰۰-۱۰۰۰)نفرو لپاره ټاکل کېده .
افسران به د لوړپوړو چارواکو سره د پيک ( ؟ ) له لاري په اړيکه کي وه .
د هغه وخت د يوه لاس ته راغلي ياداښت له مخي چي د يوې لوي جګړې د چمتو والي لپاره به پلي ( پياده ) لښکر سل زره ، غشي ويشتونکي شل زره ، او سواره به پنځلس سوه تنو ته رسيده .
په آشوري دوره کي جګړيز توکي
د آشوريانو په دوره کي جګړيز توکي عبارت وه له ، غشي ، ليندۍ ، اوږدې نيزې ، زغره ، غټ سپرونه ، جنګي ګاډي ، متحرک يا ګرځنده خولۍ چي اشوريانو به استفاده ورڅخه کول ، په سواره نظام کي يې له اسونو څخه ګټه اخسته ، د ښارونو په محاصره کي يې کافي تجربه درلودل . يو شمېر تيره څيزونه يې درلودل چي د دروازو د ماتېدو لپآره به يې کارول او داسي نور ...
۵- کلدانيان او نوي بابليان
(۶۲۶ ق . م )
د آشوريانو د امپراتوري په سقوط سره په بين النهرين کي کلدانيان يا نوي بابليان پر سر د اقتدار راغلل .
دې قوم ته ولي نوي بابليان وايي ؟
تاريخپوهان وايي کله چي (نبو کدي زر ) ، بخت نصر يا نبو چتنزا ددې قوم پيژندوي پاچا ه وو خپله پلازمېنه له (نينوا ښار ) بابل ته يووړه او هيله يې دا وه چي د بابل زوړ فرهنګ له سره نوي کړي ځکه نو ددې سيمي وروستي استوګن د نوو بابليانو په نوم ياديږي . کله چي د آشوريانو امپراتوري له ځوړ سره مخ سوه په مخ کي يې کړکيچ پيدا سو او متصرفانو يې له اطاعت څخه سر کښي پيل کړه په دې وخت کي يو تن د کلداني و ګړو څخه د ( نبو پلسر ) په نوم په ( ۶۲۶ ق . م ) کي د آشوريانو په ايستولو سره د کلداني حاکميت بنسټ کښېښود ، خو د آشوريانو مرکز د نينوا . ښار يې ونه سو نيولاي ،په دې وخت کي پارسي ماديان د يوه نوي دولت سره را څرګند سوي وه چي په سر کي يې (هو وخثستروه ) قرار درلود . داچي کلدانيان او ماديان دواړه د اشوريانو د ښمنان وه ، په خپلو منځو کي يې د آشوريانو پر پلازمېنه (نينوا) پريد و کړ او تر يوه خونړي جنګ وروسته (نينوا) و نيول سوه خو د خاورو او ايرو سره سمه سوه.چي په دې سره نور د اشوريانو نوم په تاريخ کي پاته نسو .
د نبو چتنزا د بين النهرين وروستي پاچا سياسي تفکر
(۶۵۰ ق . م )
د کلدانيانو يا نوي بابليانو له منځه څخه يو بل پياوړي او معمار پاچا همدي وو چي په دې و توانيدي مصريان د خپل هيواد (بين النهرين ) څخه وباسي . په (۵۸۶ ق . م ) کي يې پر اورشليم حمله وکړه او د خاورو سره يې يو شان کړ زيات شمېر يهوديان يې د غلامانو په څېر د ځان سره بابل ته بوتلل . دا چي نوموړي يو معماري خوی درلود د بابل ښار يې د وخت د نړۍ له ناوي سره برابره کړه او يو شمېر بيارغوني يې نوري هم په بين النهرين کي وکړې .
چيتنزا د سياسي تفکر له مخي د اشور بانيپال ساري بلل سوي دي چي خپل کورني او بهرني سياست يې په ډيره ښه توګه مخ ته وړي خو دده تر مړيني وروسته د نويو بابليانو امپراتوري د زوال سره مخ سوه او په سيمه کي د هخامنشي کروش په لاس يې واکمنۍ ته (۵۳۹ ق . م ) د پاي ټکي کښېښودل سو او په دې ترتيب د بين النهرين تمدن له منځه ولاړ او بيا هيڅکله ونه غوړېده
دين او سياست په بين النهرين کي
بشر په خپل تاريخ کي د جاهلي عبادتونو (درې) پړاونه وهلي دي.
١توتميزم(=ځان ته ورته) : داعقيده تر نورو ډېره لرغونې ښکاري، په دې عقيده کي انسان په طبيعت کي پرټولو شيانو لکه ډبره ،لرگى اوداسي نورو داسي بارو درلود چي داټول ددوى ځان ته ورته دي ددوى په فکر دا ټول زموږ په څېر بشر دى ، زموږ په څېر احساس لري ،ځوريږي،خوږيږي اودرد لري .
٢:فتيشيزم( دغيرذيروح شي لمانځنه لکه ډبره ،لرگى) د انسان داعقيده په طبيعت کي دډيرو قوي شيانو لمانځل وه لکه لمر ،باد،باران ددوى په اند چي دا شيان زموږ تر واک وتلي دي حتمي بې څه نه دي دې سير شاوخوا (٤٠٠٠)څلور زره کاله په بر کي ونيول داعقيده د ډبري د دورې دانسانانو څخه رامنځ ته سوه چي ځيني شيان به يې دمرموز قوت لرونکي بلل.
ځکه به يې نو دداسي شيانو دځواک له مخي هغه چي تر دوى قوي وه په يوه عقيده قايل وه او لمانځنه به يې پيل کړه. تردې ورسته يې دلمر،سپوږمۍ اوستورو روح لرونکي نماينده گان(انسانان) لمانځنه دښارونو په بيلابيلو برخو کي پيل کړه ددوى په منځ کي ترډېره وخته مشهور ترين خداى مردوخ(=مردوک) وو چي په متن کي يې انځور سته.
٣:انيميزم:(=وحدت پرستي) په دې عقيده کي دبشر سره فکر پیداسو چي ټول هر هغه قوي شيان چي په طبيعت کي سته ټول هم دعبادت وړ نه دي .
دوى فکر کاوه چي لمر لويږي ،باد دريږي،غر ولاړ وي څه نه سي کولاى هغه ؤ چي د زردښتيزم اوبوديزم ته ورته عقيدې رامنځ سوې.
په بين النهرين کي هم دلمانځني پورتنى درې واړه دورې تيري سوي دي.
سیاست او دري گوني خدايان
په بين النهرين کي دبې شمېره خدايانو تر څنگ دوې ډلي درې گوني خدايان ډېر پېژندوى وه .
١:د خدايانولومړنى درې گونې ډله عبارت وه له : آنو(= دآسمان رب النوع)، آنليل (= دهوا او جگړې رب النوع)، ائا (= داوبو رب النوع يا خدايگوټى).
٢:د خدايگوټو دوهمه درېگونې ډله بيا عبارت وه له : شمش (=دلمر خدايگوټى) ، سين (= دسپوږمۍ خدايگوټى) ، ايشتار(= ښځينه الهه). په نارينه خدايانو کي به يې دهر يوه لپاره ښځينه الهه هم وه چي بيل معبد به يې درلود.
دبابل دتمدن د اوج په وخت کي تر ټولو لوى خداى يې د(مردوک=مردوخ) په نوم پر نور ټولو خدايانو برلاسى سو او دبابل نور ټول خدايان يې تر لاس لاندي وه.
کله چي بابل د آشوريانو له خوا ونيول سود مردوک يا مردوخ رب النوع ځاى دآشوريانو خداى چي پخپله د(آشور= آسور) په نوم يادېده پرېښود. کله چي وروسته بيا نوي بابليان پر آشوريانو بريالي سول مردوک خدايگوټي بېرته خپل ځاى او مقام په بابل کي پيدا کړ .
په ځينو وختو کي خدايانو دبل خداى له لمانځني څخه څوک نه منع کول .
خدايان اوسياسي تفکر
دپورتنيو خدايانو ارزښت له سياسي وضعي سره تړلى ؤ او اهميت يې هم دسياسي حالت سره ښه او خرابېدى ، په هر ښار کي چي به حکومتي نظام قايم ؤ دهغه ښار خداى به هم له پوره ارزښت څخه برخمن ؤ
له دې څخه څرگنديږي چي دين په بين النهرين کي له سياست او واکمنۍ سره تړلي وه هره ډله چي به واک ته ورسېدل هغو خپل خدايگوټى(= رب النوع) لمانځه لکه دبابليانو خداى مردوخ (مردوک) او دآشوريانو خداى آشور.
په سومري دوره کي په بين النهرين کي په يو ه وخت کي شاوخوا ( ٤٠٠٠) خدايان موجود وه.
خدايان اودطبيعت دعناصرو وېش
په بين النهرين کي تر يوشمېر تحولاتو ورسته يوې درې گوني ډلي طبيعت په خپلو منځو کي وويشه دبېلگي په ډول په يوه وخت کي آنو (داسمان) ، آنليل( هو ا اوجگړې)ايشتار(ښځينه الهه) سره يو سوه.
Enlil آنليل په سومري مذهب کي د(باد اوباران اوجگړې) خداى
دغلامى ډول اوسياست
دبين النهرين په جنوبي (سويلي) سيمو کي مصر په ډول مالدارۍ کسبگرۍ اوکرني ډېر پرمختگ کړى و تردې چي دطبقاتو درامنځ ته کېدو سبب سوه.
دغلامامي ژوند درامنځ ته کېدو اصلي علت په جگړو کي دبنديانو نيول وه ،پردې سربېره د کوچنيانو رانيول او خرڅول هم دود سول په دې توگه کرار کرار به پوري بزگران چي دخانانو له پوره به يې ځان نه سوخلاصولاى دخانانو له خوا به گروه او په درنو کارونو باندي ياد څه وخت لپاره او ياهم دتل لپاره دخانانو او اقتصادي ځواکمنو په لاس کي وه.
بادارانو به دغلامانود څخه په کارخانو،دابو په لگولو،خټگرۍ اوچوپانۍ کي کار اخيست،څرنگه چي خانانو ډېري ځمکي ،شتمني او غلامان درلودل نفوذ به يې هم په ټولنه کي زيات او دکليو اوښارنو په سياست کي به هم ددوى برخه درنه وه اوحکومتي نظامونه به يې جوړول.
دټولنيزاوسياسي نظام تشکيل
په بين النهرين کي د سياسي اوټولنيز نظام تشکيل له لاندي برخو جوړ ؤ:
١:دکورنۍ جوړېدل.
٢:دقوم او قبيلې جوړېدل.
٣:درئيس لرونکې اداره.
٤:دپاچاه لرونکې ټولنه.
سياسي اداره له (٣) جهتونو رامنځ ته کېدل:
١:د غوره اقتصاد لرونکي .
٢:دخپلو خلکو په عقيدو پوهيدونکې.
دپورتنيو دواړو لرونکو څخه به سياسي اداره په ټولنه کي رامنځته سوه.
پايله (نتيجه)
په لرغوني بين النهرين کي سياسي افکارو دنړۍ دنورو لرغونو تمدونو(مصر،يونان ،چين،هند ، اریانا او روم) په څير دخلکو دټولنيز او طبيعي ژوندانه زېږنده دى هغه چي هر انساني فکر دهغه وخت دټولني محصول ؤ ؛ هغه که پاچاهان وه که روحانيون وه يا عام وگړي.
په دې مانا چي سياسي فکر هم د ټولني تر ديني، فرهنگي اومحيطي تاثير لاندي ؤ .
خو هرڅومره چي بشر د ژوند متمدن عصر ته نږدې سوى دئ هغومره يې اند اوفکر هم رشد او تکامل کړى دى دبين النهرين په ليکلي بشري تاريخ کي چي له (سومر ٥٠٠٠ ق.م) څخه پيل او تر (٦ ق.م) پيړۍ پوري را رسيږي دهري دورې سياسي تفکر چي ميلاد ته رانږدې سوى دى نوى سوى اوعصري سوى دى او په څنگ کي يې ورسره دنوي علم او زړو تجربو څخه په پند اوگټي اخيستني سره د ټولني د نيکمرغۍ لپاره ښه قانون او دولتي نظام جوړ کړى دى چي ښه بيلگه يې تر حمورابي د مخکي او ورسته دورو پرتلنه ده چي ځمکه او اسمان فرق کوي ځکه حمورابي لومړى په دې وتوانيدى چي د روحاني محاکمو سليقوي قضاوتو نه هغه چي پکښي دوگړو رايي ته نه کتل کيده او يوازي خپلسري محاکمې وې هغه يې د عرفي اوقانوني محاکمو په رامنځ ته کولو سره هغه چي دوخت دوگړو غوښتنه وه له منځه يووړ له بله اړخه يې قوانين له کليوالي پريکړو څخه را وايستل او په ټول بين النهرين کي يې عام کړه او ټول وگړو ته يې دهغه وخت دقانون مطابق په يوه سترگه وه کتل. همداسي نور ډير غوره توپيرونه په را ورسته کي دخلکو په ژوندانه کي نور هم راغلل.
په بين النهرين کي سياسي تفکر په ټوليز اوټولنيز توگه پر درو ٣ برخو ويشل سوى ؤ۱ لومړى د مذهبي کړيو گډ ديني او سياسي تفکر ۲ دوهم د واکمنو او زور واکو (پاچانو) ځانگړى سياسي تفکر او ۳ درييم هم د عوامو سياسي تفکر وو که به چيري درې واړه اندونه تر يوبريده هم غاړي وه په هيواد کي به ستونزي لږي وې او که به چيري درې واړه سره په ټکر کي راغلل اوهري غاړي به دخپل بقا لپاره سياسي فکر کاوه هيواد او ملت به يې هير کړ سمدلاسه به هيواد له کړکيچ سره مخ سو
راتلونکی سرلیک :
ويپانگه (اصطلاحات)