سويلي حوزه هغه سيمه ده چې د نورو سيمو په پرتله يې ناامنۍ او ټيټ اقتصاد د نارينه وو تر څنګ د ښځو پر ژوندانه هم اغيزه شيندلې ده .
په ټولو چارو کې د ښځو ونډه پيکه ده او دلته يوازي داسي فکر موجود دی چې ښځه بايد د کور کار وکړي .
د نورو چارو تر څنګ دلته په رسنيو کې هم ډيري لږ ښځي او انجوني کار کوي .
ارزګان او زابل ولايتونه هغه سيمي دي چې په رسنيو کې هيڅ ښځينه کارکوونکي نه لري او کندهار او هلمند ولايتونه لږ تر لږه پنځه ويشت داسي ميرمني لري چې په رسنيو کې کار کوي خو له دې ډلې د تير يوه کال راهيسي تر لسو زيآتو انجونو خپلي دندي پرې ايښي دي .
په دې سيمه کې کلتوري مسايل هم هغه څه دي چې تر ډيره انجونو ته اجازه نه ورکوي څو له کوره ليري کار وکړي او يا هم په راډيو يا ټلويزيون کې نطاقي او خبريالي وکړي .
هغه انجوني چې دا مهال په رسنيو کې په کار بوختي دي وايې چې په اداره کې ورسره د نارينه وو چلند هم ښه نه دی .
شګوفه بهار د تېرو دريو کلنو راهيسي په هيواد راډيو ټلويزيون کې د وياندي په توګه کار کوي .
شګوفه وايې چې د دوستانو د سخت غبرګون سره مخ ده او هر وخت يې کورنۍ ته پېغورونه ورکول کيږي چې دا ولې په ټلويزيون کې خبرونه وايې .
په وينا يې د دې ستونزو سره سره بيا هم خپل کار مخ ته وړي او تر کومه وخته چې يې توان وي ، له ځان او کورنۍ څخه به دفاع کوي او خپله دنده به پر مخ بيايي .
په هلمند کې د مسکا راډيو خبرياله روما هم ورته څرګندوي کوي خو وايې چې د کورنۍ د تشويق سره مخ ده .
روما وايې چې دلته په هلمند کې د ښځينه خبريالانو په وړاندي ستونزي زياتي دي او د سيمه ايزو رواجونوله امله د هيواد د نورو سيمو په شان هلمندۍ خبريالاني هم ځوريږي .
د ښځو په وړاندي تر ټولو لويه ستونزه په ادارو کې ورسره کيدونکي توپيريز چلند دی چې له امله يې يو شمير انجوني او ښځي د کار پرېښيدو ته هم اړي شوي دي .
خالده يوه هغه ځوانه انجلۍ ده چې پوره پنځه کاله يې د کندهار په محلي راډيو ګانو کې د وياندي په توګه دنده تر سره کړې ده او اوس په رسنيو کې کار نه کوي .
خالده وايې (( ما ته په اداره کې د ادارې د مشر او همکارانو له لوري زياتي ستونزي پېښيدي ، هلته کار کولو ته نه پرېښودل کيدم ، ماته توطيي جوړيدي او بالاخره اړه شوم چې دنده پريږدم . ))
خالده هم وايې چې د يو شمير دوستانو له لوري له ستونزو سره مخ وه خو دې يي پروا نه درلودل او د کورنۍ اجازې تشويق کړې هم وه .
مسکا ابدالي هم هغه خبرياله ميرمن ده چې پوره درې کاله يې د کندهار په دوو محلي رسنيو کې دنده تر سره کړې ده خو د ادارې چلند او په اداره کې د نارينه خبريالانو مداخلو اړه کړې ده چې دنده پريږدي ، هغه اوس د غالۍ اوبدلو په يوه پروژه کې کار کوي .
(( ما په کليد او افغان ازاده راډيو کې درې کاله کار کړی دی ، د ادارې او کور څخه بهر ستونزي خو پريږده ، د دې دواړو رسنيو په ادارو کې تهديدلم ، د کار او پرمختګ مخنيوی مي کيدی او د دفاع هيڅ څوک مي نه درلودل ، هره ورځ به د ادارې څخه په ژړا کورته تلم . ))
په کندهار کې د يووالي راډيو خبرياله فاطمه بارکزۍ هم د دوستانو خبرو ځورولې ده خو وايې چې خپل کار ته به دوام ورکوي . فاطمه بارکزۍ دا مني چې ښځينه خبريالاني د نارينه خبريالانو په توګه کار نه شي کولای .
فاطمه چې د راپورتري په توګه د خبري رپوټونو د چمتو کولو دپاره ساحي ته وځي او د دفتر نه دباندي کار کوي وايې .
(( دلته ناامني زياته ده ، موږ لکه څنګه چې مو زړه دی هغسي کار نه شو کولای ، په ولسواليو کې ښځي زياتي ستونزي لري او هلته پرمختګونه هم شته ، موږ نه شو کولای چې په اساني سره رپوټونه چمتو کړو ، رواجي او کلتوري مسايل هم په دې لار کې لويه ستونزه ده . ))
خو خپله د ادارو مسوولين په ادارو کې دا ستونزه ردوي .
په کندهار کې د څانګي راډيو مشر اغاشېر منار وايې چې تر دې مهاله يې په اداره کې داسي څه نه دي پيښ شوي چې له امله دي ښځه کار پريږدي خو د ښځو د کار پريښيدو لاملونه د کورنۍ نه اجازه او کلتوري مسايل بولي .
د هيواد راډيو ټلويزيون اداري مشر احمدولي هم په خپله اداره کې د ښځو سره ناوړه او د نارينه وو په پرتله توپيريز چلند ردوي .
احمدولي وايې چې په خپله اداره کې يې ښځو ته په پوره ډول د کار کولو زمينه برابره کړې ده او ډير وختونه يې ښځينه کارکوونکو ته د نارينه وو په پرتله ډير امتيازات هم ورکړي دي .
احمدولي وايې يو شمير ښځينه خبريالاني خپله داسي چلند کوي چې د هغه د ادارې د اصولو او ټولنيز ژوند د مقرراتو څخه خلاف دي څو اداره اړه شي چې هغه له دندي ليري کړي .
دلته د خبريالانو د ستونزو د اورېدو دپاره د خبريالانو جرګه ګۍ ، د خبريالانو د خونديتوب کميټه او د نی ساحوي دفتر شته .
د خبريالانو د خونديتوب د کمېټې استازی احمد لودين وايې چې په دې اړه يې د ښځينه خبريالانو ستونزي اورېدلي دي او په دې اړه يې د نی د ادارې په همکاري ستونزي څيړلي او شنلي دي .
لودين وايې چې د نی ادارې په مشري يې د ادارو د مشرانو سره خبري کړي او دې ډول ستونزي ته يې تر ډېره د حل لاره پيدا کړې ده .
په سويلي حوزه کې د خبريالانو څخه د دفاع د ټولني ( نی ) د سيمه ايز دفتر مشر عبدالسميع غيرتمل هم ورته څرګندوني کوي .
غيرتمل وايې دا يې څرګنده کړې ده چې د محلي رسنيو په يو شمير ادارو کې يو شمير ښځينه خبريالانو ته ستونزي پيښيږي .
په وينا يې چې په دې اړه يې د ادارو د مسوولينو په وارو وارو ناستي کړي دي او توانيدلي دي چې ستونزي تر يو ځايه حل کړي دي .
غيرتمل وايې ښځينه خبريالانو ته د کار کولو دپاره اجازې او د دوستانو او کورنيو له لوري د ستونزو د مخنيوي دپاره يې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم په لاره اچولي دي .
د غيرتمل په وينا چې د تېر کال په اوږدو کې يې شاوخوا اتيا ( ۸۰) تنې داسي ښځينه خبريالاني روزلي دي چې هغوی مسلکي زده کړو ته اړتيا درلودل .
هغه وايې چې له دې ډلې يې ۴۰ تني رسنيو ته روزلي او پاتي يې هغو ته يې د ټولنيزو رسنيو لکه ، ايميل ، فيس بوک ، سکايپ او ټويټر په برخو کې زده کړي ورکړي دي .
غيرتمل زياتوي چې دفتر يې د ښځينه خبريالانو د ورستيو حالاتو په اړه انديښمن دی .
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس او د خبريالانو د جرګه ګۍ غړی دواخان مينه پال وايې چې په رسنيو کې د کار کولو دپاره د انجونو او ښځو علاقه زياته ده خو روان دودونه او د کورنيو مخنيوی هغه ستونزه ده چې ښځي اړي شوي څو په رسنيو کې کار ونه کړي .
دواخان مينه پال هم د رسنيو په ادارو کې د ښځو سره تريخ او ناوړه چلند تر يو ځايه تايدوي خو وايې چې په دې اړه به د رسنيو د مسوولينو سره خبري وکړي او که ستونزه هر ځای وه قانوني چلند به تر سره کړي .
په سويلي ولايتونو کې د سواد ټيټه کچه هم د دې لامل شوې ده چې ښځي ډيري کمي رسنيو ته ولاړي شي .
د هيواد په نورو سيمو کې په رسنيو کې د ښځو ونډه رنګينه ده او د نارينه خبريالانو سره يو ځای په يوه ډول خپله دنده پر مخ بيايي .
دلته ښځو ته اجازه نشته چې د چادرۍ پرته د کور نه ووځي ، ښځينه خبريالاني هم خپلي دندي ته په اسلامي او افغاني حجاب کې ځي او کله چې د دفتر نه بهر د خپرونو جوړولو ته وځي هم چادري پر سر کوي .