د ارزګان امنتي چارواکي وايې چې د دې ولايت څخه په زيات شمير بهرني سرتيري وتلي او ټولي نظامي چاري افغان امنتي ځواکونه پر مخ بيايي ، خو دلته د پوليسو د کم تشکيل خبره لويه ستونزه بولي .
د پخوا په پرتله اوس دلته امنتي چاري سمي شوي چې تر ډيره يې لامل د بهرنيو سرتيرو وتل دي .
ارزګان چې د سويلي ولايتونو له ډلې نارامه او له پامه غورځول شوی ولايت دی ، هلته بهرنيو سرتيرو خپلي ټولي چاري افغان ځواکونو ته سپارلي دي او اوس هلته په خورا کم شمير اسټراليايي سرتيري ميشت دي .
د ارزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل وايې چې اوس مهال ټول نظامي عمليات افغان سرتيري چې ډير يې پوليس دي په غاړه لري او په دې وروستيو کې د پام وړ لاسته راوړني هم لري.
)) اوس ټول عمليات موږ کوو ، پوليس ډيره ونډه لري هره ورځ موږ نوي لاسته راوړني لرو او پوليس او نورو ځواکونو مو هم په ليري پرتو ولسواليو کې په دندو بوخت دي ، اوس دلته طالبان ډير کمزوري شوي دي او امنتي چاري ټول افغان ځواکونه چې ډيره برخه يې پوليس دي پر مخ بيايي))
د امنيه قوماندانۍ وياند وايې چې د محلي پوليسو په شتون سره اوس زياتي سيمي د وسله والو طالبانو څخه تر لاسه شوي دي .
امنيه قومانداني د پوليسو د تشکيل ستونزه هغه مشکل يادوي چې دلته يې امنتي چاري ټکنۍ کړي دي ، فريد عايل وايې چې د ټولو چارو د سپارلو تر څنګ د پوليسو د تشکيل د زياتوالي لاره چاره خورا مهمه او اړينه ده .
په مشرانو جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی امان الله اعظمي وايې چې د ارزګان دپاره د پوليسو د زياتوالي ستونزه يې په وارو وارو د کورنيو چارو د وزارت سره شريکه کړي خو حل شوې نه ده .
(( ما په څو څو واره د کورنيو چارو وزارت ته ويلي دي پخواني وزير بسم الله خان او وروسته نورو وزيرانو ته ، هغوی وايې چې موږ صلاحيت نه لرو . ))
د ارزګان امنيت د پخوا په پرتله سم ښکاري ځکه په دې وروستيو کې خورا کم امنتي رپوټونه ترې تر لاسه کيږي خو په ولسواليو کې اوس هم وسله وال طالبان شتون لري او وخت ناوخت بريدونه کوي .
په مرکز ترينکوټ کې زموږ سره څو تنو ارزګانيانو په خپلو خبرو کې د امنيت څخه تر ډيره ځايه خوښي وښوده او ويې ويل چې اوس تر ډير ه ارام احساس کوي خو بيا هم ځانونه ډير ډاډمن نه بولي او غوښتنه کوي چې نوره دي جګړه پای ته ورسيږي .
وسله وال طالبان هم نژدې هره ورځ د خپلو فعاليتونه رپوټونه رسنيو ته ورکوي ، دلته د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي خبره هم هغه برخه ده چې ډېر وختونه د ښخ شويو ماينونو ښکار کيږي .
که څه هم هلته سيمه ايز چارواکي د ماينونو د ښخولو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلي مسوول وسله وال طالبان بولي خو وسله والو طالبان ډير وختونه په دې اړه چوپ پاتي وي .