دا غونډه تيره ورځ په بلوچستان کي د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني په زيار د مسلم باغ په مالګګۍ افغان پنډغالي کي جوړه سوه .
چي دي غونډي ته د افغان کډوالو د ځوانانو او ښوونکو د ټولني مشر ظاهر پښتون ، عبدالواسع پوپل ، محمد طاوس معصوم ، سرمعلم عبدالله خان ،کمونيټي ورکر سمند خان ، عبدالقادر ، بهاوالدين، سردارمحمد ، محمد انور، سيد عبدالوهاب اغا او نورو مشرانو دي غونډي ته د افغان کډوالو د زده کوونکو او ښوونکو پر مشکلاتو او د والدينو فکر د خپلو بچيانو د زده کړي خواته دراګرځولو په اړوند خبري وکړي .
چي په يادو خبرو کي ښاغلي ظاهر پښتون د سوسايټي او د ويس د موسسو څخه مننه وکړه چي په رښتيا هم په مالګګۍ پنډغالي کي يي خپل تر وسه زموږ د افغان کډوالو د تعليم په بهبود کي کار کړی :
(چي وهري ښوونځي ته يي يو ليف ټاف کمپيوټر ، وهري ټولګي ته پنکه او سولر ، د هر ښوونکي ژمنی معاش پوره ورکول ، او وهر زده کوونکي ته د سولري برق د مطالعه لپاره ورکول د سوسايټي د مؤسسي ډير ستر خدمت دی .
او زياته يي کړه چي د ويس د مؤسسي پر دي لوی زيار بايد سترګي پټي نه کړو چي په يادي پنډغالي کي د کمپيوټر د زده کړي لپاره يي ډيره مجهزه اکاډمي جوړه کړي ده او ددغه کار اصلي لامل د پنډغالي مشران او بلخصوصَ ښاغلی سمند خان بولم ، چي دخپلو افغانانو لپاره يي د کډوالی په داسي چاپيريال کي د ويس د مؤسسي په مالي ملاتړ داکار ترسره کړی) .
غونډي ته ښاغلي سرمعلم عبدالله خان هم د ښاغلي ظاهر پښتون پر هڅو او دخپلو افغانانو اوهيواد سره د ميني څخه مننه وکړه او زياته يي کړه چي دا هم د ظاهر پښتون د هڅو له برکته چي د خپلو افغان بچيانو د زده کړي د بهبود لپاره يي ډيري هلي ځلي کړي دي او دا دده د هڅو برکت دی ، چي نن موږ يو ځای سره ناست يو او د خپلو مشکلاتو دحل لپاره مبارزه کوو .ښاغلي ياده کړه، چي موږ به خپل تر وسه د ظاهر پښتون دملاتړ څخه تر شا نه سو .د غونډي په اخره کي يي يو پريکړه ليک غونډي ته اعلان کړ:
۱- موږ ټول ښوونکي بايد خپل ايمان او وجدان مخته کړو او بايد د خپلو بچيانو په سالمه روزنه کي خپل تروسه زيار او کوښښ وکړو
۲- د ښوونکو د جنوري او فبروري معاش بايد اړوندي اداري په ټولو پنډغالو کي په پوره توګه ورکړي.
۳- په ټولو پنډغالو کي بايد د ښوونځيو ادارو ته کمپيوټرونه ورکړل سي ، چي هره اداره بايد خپل اداري کارونه سرته پري ورسوي .
۴- په ټولو پنډغالو کي بايد زده کوونکو ته د مطالعي لپاره سولري برقونه ورکړل سي .
۵- په ټولو پنډغالو کي بايد د کمپيوټر اکيډمي جوړه سي.
د پورته پريکړه ليک سره سم غونډه پای ته ورسيده