مسبوق به د اختر لمونځ څنګه کوي ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57288
أبوالفضل
دخبریدو نیټه : 2013-10-14

 

فــــــــــــــــــــــتوی نمبر (۷۵۷) :

مفتي  : ستر علمي او روحاني شخصيت علامه محقق محمد معين الدين ، أبوالفضل ، أفغاني کان الله له ودامت برکاته  .

مستفتي  :  حافظ محمد سرور له هرات  څخه .

 

عاليقدر مولانا معين الدين أبولافضل حفظه الله ته السلام عليکم ورحمة اله وبرکاته ، له محترم استاد څخه مي پوښتنه د اختر د لمانځه د مسبوق په اړه ده ، که په دې اړه لږ څه معلومات راکړی ، ډيره به ښه وي ، والسلام  .

الجواب  :

مسبوق د اسلامي فقهي په اصطلاح هغه چاته ويل کيږي چي له ده څخه د لمانځه له پيل څخه څه برخه تيره سوې وي ، دغسي شخص به د امام له سلام ګرځولو وروسته هغه تير سوئ لمونځ راګرځوي ،   د اختر د لمانځه مسبوق به خپل لمونځ داسي کوي  :

هغه څوک چي له ده څخه صرف د اول رکعت تکبيرونه فوت سي ، او امام قرائت وايي ، نو دَئ به له تکبير تحريمه وروسته درې تکبيره ووايي ، او همدا ډول دي له امام سره شريک سي  .

هغه څوک چي له امام سره د رکوع په حال کي يو ځائ سي ، نو که دده په فکر ده درې سره تکبيره په ولاړه ادا کولائ سوائ ، او له امام سره يې رکوع نيولائ سوائ ، نو په ولاړه دي تکبيرونه ووايي لاسونه دي غوږو ته وړي ، او که د رکوع د تيريدو ويره وه ، نو په رکوع کي به درې تکبيره وايي ، خو لاسونه به غوږو ته نه پورته کوي  . او که له يو يا دوو تکبيرو ويلو وروسته سملاسي امام پورته سو ، نو له ده څخه پاته تکبيرونه ساقطيږي .

او که يو څوک له امام سره د اول رکعت د قومې په حال کي يو ځائ سو ، نو هغه به اول رکعت سره له تکبيرو راګرځوي  .

هغه څوک چي له ده څخه يو رکعت تير سوئ وي او له امام سره په دوهم رکعت کي ګډون وکړي ، نو اول رکعت به داسي راګرځوي ، چي تکبيرونه بې له قرآئت وروسته وايي ، يعني ددوهم رکعت په شان بې ادا کوي  .

او که يو څوک په تشهد ، يعني التحيات کي له امام سره يو ځائ سي ، نو د امام له سلام ګرځولو وروسته به ولاړيږي ، او دواړه رکعته به پر خپله طريقه راګرځوي  . ..................................................................................................................................

قال صاحب درالمختار :  (ولو أدرك) المؤتم (الامام في القيام) بعد ما كبر (كبر) في الحال  .  و قال   الشامي : قوله: (في القيام) أي الذي قبل الركوع، أما لو أدركه راكعا فإن أغلب على ظنه إدراكه في الركوع كبر قائما برأي نفسه ثم ركع، وإلا ركع وكبر في ركوعه، خلافا لابي يوسف، ولا يرفع يديه لان الوضع على الركبتين سنة في محله والرفع لا في محله، وإن رفع الامام رأسه سقط عنه ما بقي من التكبير لئلا تفوته المتابعة، ولو أدركه في قيام الركوع لا يقضيها فيه لانه يقضي الركعة مع تكبيراتها.

وقال في الهندية  :

إذا أدرك الإمام في صلاة العيد بعد ما تشهد الإمام قبل أن يسلم أو بعدما سلم قبل أن يسجد للسهو أو بعدما سجد للسهو ولم يسلم الإمام فإنه يقوم ويقضي صلاة العيد .