رامبیل کاکا په ډیرو سختو خپل ځوی جانو هندوستان ته د زده کړو لپاره ولیږو.
غوښتل یې چې سیالی یې په کلی کې دنورو کلیوالو سره برابره او ورځ یې سمه شي.
د هیلو او ارمانانو پوره کیدلو اوموخوته د رسیدلو لپاره یې ورځي او شپي صباء کولې.
ځوي یې هم ډیر خوښ وه چې په بهر کې زده کړه او افغانستان کې دخلکو مرسته وکړې.
موده وشوه چې رامبیل کاکا د ځوي په اړه کوم خبر تر لاسه نه کړ اندیښمن هم وه خو زړه ته به یې ډاډ ورکوه.
جانو هندوستان کې لږ بي باکه او کاواکه شوي وه،جیب کې یې څه ناڅه وه لا تش شوي نه وه ځکه یې کور ته خبر نه ورکاوه.
چې دبل چاء مبایل به هم شړنګیدو نو یو ځل به رامبیل کاکا خپل مبایل راخیستو او کتو به یې.
کال او څو میاشتي تیرې شوي ، پلار یې دمبایل شیشې ته په کتو سترګې خرابي شوي خو د ځوي شمیره یې پرې راڅرګنده نشوه او مور خو یې پریږده چې خپلي سپینې اوښکې لکه د مرغلرو شپه او ورځ تووي، هغه هوښیاروانو ویلي دي چې ((دمور زړه په ځوي او دځوي زړه په وچ کاڼي)).
یوه شپه چې ډیرناوخته دي د رامبیل کاکا مبایل وشړنګیدو ډیر خوښ شوچې او په منډه منډه د کور بلۍ ته وخت ویل یې هسی نه چې په خونه کې سیګنال کمزوري نه وي.
د مبایل بټن چې یې کیکاږله د ځوي غږ یې واورید د ډیري خوښۍ دلاسه یې وژړل.
پلار: ځویه څنګه یې؟ درسونه څنګه دي؟
ځوي: ښه یم پلاره ته څنګه ؟ درسونه ښه دي.
پلار : سمه ده ځویه خپل درسونه مرسونه وایه چې بی ځایه ونه ګرځئ.
ځوي: ښه ده پلاره مبایل کې دومره پیسي نه لرم ،زنګ مې پدې خاطر اووهه چې پیسي راسره ختمی شوی دي که یو څو روپۍ راولیږي.
پلار:څنګه یې درولیږم بچیه زه خو په هیڅ نه پوهیږم.
ځوي: د هغه بر کلی د متین کاکا ځوي درغلی دې هغه ته یې ورکړه ،ماته به یي راوړې.
پلار: سمه ده پوه شوم.
ځوي: هلوهلوهلو...... او سره بټن یې کیکاږله.
رامبیل کاکا ډیرساده سړي وه،پدې خبرو چیرته پوهیدوخو پدې خوښیدو چې ځوي به یې د هندوستان پوهنتون نه ډیګري راوړي ،اینده به یې ښه او دا به دمه شي.
همیشه به يې د سوچونو او فکرونو ما ڼیوو کې چکري وهلي، ځان ته به یې ډاډ ورکوه چې ځوي به مې له خیره دسیالانو سره سیال کړې او په کلي کې به مې سیالۍ برابره او زندګې سمه شي.
خوپلار بیچاره یې دځوي د برخلیک نه څه خبر وه ځکه ځوي یې په هندوستان او دا په افغانستان کې .
رامبیل کاکا به په ځان شپه او ورځ یوه کړې وه، چې ډیری پیسي وګټې او ځوي ته یې ولیږې، ترڅوخپلې زده کړې پرې بشپړې کړې.
بلا ډیره موده وروسته په کلي کې اوازه شوه چې ځوانان فارغیږي او راځي.
رامبیل کاکا هم ډیر خوښ وه چې ځوي به یې هم را درومي سره د ډیګرۍ .
صباء دجانو دراتلو ورځ وه ملګري خو يې د کابل هوایی ډګر ته د هرکلي لپاره لاړ .
پلار یې دکلي کوڅې په ګلونو پوښلي او هرکلي ته یې لارې نیولي.
ګوري چې ناڅاپه یو ځوان چې اوږدي څڼې او غټ اندام د رامبیل کاکا د کورپرلور راروان وه ته به وایې چې د باور هوتک بدن دښکلا کلب څخه راغي.
خلک ټول حیران اوګوته په غاښ وه،یوبل سره یې ګونګوسي پیل کړه،یوبل ته به یې وویل دا جانو څومره غټ شوي اندام ته یې اوګوره دا پوهنتون ویلو ته تللې وه که ورزش ته؟
د جانو ښه تود هرکلي وشوه،پلاریې ډیرخوښ وه او د جانو نه په تاویدو او راتاویدو.
څوورځي میلمانه سره دګلونو به راتلل او مبارکي به یې ورته ویلي.
رامبیل کاکا ډیر لیواله وه چې د پوهنتون ډیګري او دخپلو سختو او تنګو ثمره اوګوري.
څو ورځي وروسته یې جانو ته اوویل چې بچیه هغه څه شی ورته وایی ډیګری ده که.....هغه لږه راواخله چې یې اوګورم او تنده مې پرې ماته شی.
جانوورته اوویل :پلاره لږځنډ وکړه اول به دا البومونه درښکاره کړم او بیا به وروسته نورې خبرې کوو.
پلار یې ساده سړی وه له ځان سره یې اوویل زه البومونه به هم دپوهنتون کوم اسناد وی.
جانو خپل بیک ته لاس کړه او څلور البومونه یې ترې راویستل چې هرالبوم دهریوکال وه.
پلاریې ورته اوویل بچیه دا خو تصویرونه دي دپوهنتون اسنادونه خوندي کنه.
جانواوویل:پلاره اسنادونه پریږدوه دا تصویرونه اوګوره. د اتصویر مې اګره کې اخستې دهندوستان ډیره ښکلي سیمه ده ،دغه بل میې ممبي کې اخستي چې څو شپو کې هلته ورسیدو لکه افغانستان دیو سر نه چې بل سر ته ځي.
پلاره دا تصویر چې ګورې دامې په انډیا ګیټ کې اخستي دي دلته ټول عاشقان راځي.
څه سر به دی په درد کووم په څلورو کالو کې مې ټول هندوستان لټولی دي.
ډیرڅه مې زده کړه، نورتصویرونه مې فیسبوک ته پورته کړې ځکه کوم چې به ښکلي تصویرونه وه هغه به مې فیسبوک ته پورته کول.
پلار یې ټول البومونه وکتل خو تنده یې ماته نشوه ځکه دپلار ارمان او درمان یواځي دپوهنتون ډیګري وه .
د پلار حوصله یې ختمه شوه او وویل: زویه اوس هغه ډیګري رواخله چې یې اوګورم.
جانو اوویل: پلاره ډیګرې دومره اسانه نده چې د البومونو سره په څنګ کې ډیګرې هم واخلې.
پلاریې اوویل:بچیه په دا څلورو کالو کې دې څه وکړه.
ځوي یې اوویل: پلاره په لومړي کال کې ناکام شوم،دوهم کې بیانا کام شوم یواځی زه نه نور ملګري راسره هم مل وه.
په لومړي ټولګي کې څلور کاله سر په سر ناکام شوم او نور کلیوال فارغ شول.
ټول کورته راتلل نومونږ هم راغلو ځکه هسی نه چې دکلي خلک درته پیغور وکړي بیابه وایې چې د رامبیل ځوي ناکام شو ځکه پاتی شو.
زه ورسره ځکه یو ځای شوم چې سیالې دي ورسره برابره شي.
رامبیل کاکا سوړ اسویلی وکړه او وویل : زه اوس دې سم پیغور او دکلي اور ته جوړ کړم.
ټول ارمانونه دې را له په خړ سیلاب لاهو کړه .
مخکي له دي چې شپه راباندې صباء شی زه چې بل ځاي ته ګډه وکړو ځکه دا پیغورونه زغملي اوتاوژلي نشم