جنګ کی مالی او ځانی زيان!!! COLLATERAL DAMAGE!!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57687
پاچا
دخبریدو نیټه : 2013-11-20


 کليفورنيا - امريکا
۲۰ نومبر ۲۰۱۳
دا ليکنه د امريکايی ليکوال ښاغلی بروس ريچارډسن لخوا په انګريزی د نومبر په لسمه کال ۲۰۱۳ ليکل شوی او د دعوت په ويب پاڼه کی خپره شوی. ما دهغه دغه ليکنه په پښتو ژبه اړولی او تاسو درنو لوستونکو ته وړاندی کيږی.

"د امريکا د متحده ايالاتو پخوانی لوی څارنوال رمزی کلارک ويلی وو" د دوهمی نړيوالی جګړی وروسته لوی جنايت د متحده ايالتونو بهرنی سياست دی".
پورته ذکر شوی مطلب يوه احترامانه اصطلاح ده " جنګ کی مالی او ځانی زيان" چی د امريکايی پوځ لخوا يواځی ددی لپاره چی د عا مو خلکود تسکين او هغه منفی اثراتو څخه د هغوي اذهان چی زمونږ (امريکايانو) د جنګونو په سبب ملکی خلک پکی ژوند له لاسه ورکوی په فوق العاده ډول بل لوری ته واړوی، منځته راوړل شويده. دا محترمانه عبارت"جنګ کی مالی او ځانی زيان" د عراق د جنګ په دوران کی شروع شو چی د رسنيو لخوا د دولت (امريکا.ژ) سره د همدردۍ په منظور يعنی د جنګ په وخت کی پوره تدابير نيول شوی وو چی د ملکی او غيرو محاربو خلکو د مرګ ژوبلی څخه مخنيوی وکړی خو په اصطلاح د 'تروريزم پر ضد جګړه' کی دا کار نا شونی دی.
سره له دی چی (ښاغلی) جان ټيرمين پخپل هغه کتاب کی چی ډير په دقيق صورت سره د ډيرو کلنو په تيريدو په ۲۰۱۱ کی ليکل شوی ( د نورو مرګ)، د امريکا په جنګونو کی د ملکی وګړو برخ ليک، په دی اړه ښاغلی ليکونکی ډير شيان  تحليل کړی او هر څه يی په دقيق ډول  د يوی لوی مجموعی په ډول د شواهدو په وړاندی کولو سره چی د هغوي راپور قصدآ نه دی ورکړل شوی راغونډ کړی، بدون له شکه د هغه زرهاو بيګناه ملکی خلکو وژل چی  زمونږ (امريکا. ژ) د جنګی ليوالتيا او استعداد له امله يی ژوند له لاسه ورکړيدی  د امريکا بی تفاوتی پکی له ورايه ليدل کيږی. لکه څنګه چی  تاريخ ثابته کړيده د امريکايی پوځيانود حملو تاکتيک په زور د ملکی خلکو د ويرولو او تهديد په منظور زياتره وخت په قصدی ډول د هغوې د تسليميدو لپاره په لاره اچول کيږی. دا کتاب چی په څرګنډ ډول د تود هرکلی سره مخامخ شويدی او د څپرکی عنوان يی " جنګ پيژندنه " ده بدون له شکه ليکونکی پکی کتلاکونه، تحليلونه، تجزيی او نور په پوره مهارت او تفصيل سره راټول کړيدي چی د امريکا لپاره د هغه د تکفير او مخنيوی په اړه يی بحث برانګيز جنجالونه چی امريکا يی پوځ   يی د جنګ په ډګر کی د ملکی او غير محاربو کسانو په مقابل کی تر سره کوی  دشواهدو په وړاندی کولو سره د سخت فشار سره مخامخ کړی دی.
۱
 د خپرونکی (ناشر) لخوا:
امريکايان زمونږ د هغه شمير پوځيانو په باره کی چی په جنګ کی وژل شويدی زيات انديښمن دی... لکه په لومړی نړيوال جنګ کی (۱۰۰،۰۰۰) سل زره، په دوهم نړيوال جنګ کی (۳۰۰،۰۰۰) دری سوه زره، د کوريا په جنګ کی (۳۳،۰۰۰) دری ديرش زره، د ويټنام په جنګ کی (۵۸،۰۰۰) اته پنځوس زره، د عراق په جنګ کی (۴،۵۰۰) څلور زره پنځه سوه، او د افغانستان په جنګ کی (۱،۰۰۰) د يو زر څخه زيات وژل شوي ... چی دا لړۍ لا تر اوسه  روانه ده. خو خبره داده چی ولی مونږ ددی دومره لويی شميری مرګ ژوبلی سره چی مونږ جنګيږو او يا هغوي جنګيږی  بی تفاوته يو لکه چی هيڅ څه شی نه وی واقع  شوی ؟ دا په تمامه معنی هغه بی ځوابه پوښتنې دي چی ليکونکی (مؤلف) مجبور شوی په ډير ژور فکر او سنجش سره د " نورو په وژنه" نومی کتاب کی يی ورباندی رڼا اچولی ده.  يواځی د کوريا، ويټنام او عراق په جګړوکی  د شپږو او اوو ميلونو په اندازه خلک ووژل شول چی زياتره يی ملکی وګړي وو. خودغه مرګ ژوبلی ته  د امريکايانو علاقمندی  ډيره کمه ده، خو نورو هيوادونو دغه حالت ته خپله جدی توجه اړولی ده. ښاغلی ټيرمين  داسی استد لال کړی چی مونږ بايد په دی پوه شو چی ولی په ټوله نړۍ کی په پراخه اندازه د امريکا ضد احساسات موجود دي، لومړی بايد مونږ په دی پوه شو چی زمونږ د جګړی سلوک او رفتار څرنګه دی. دا مونږ ته ډيره مهمه ده چی د خپل پوځ حفاظت وکړو خو د دشمن په مقابل کی زمونږ کړنلار او رويه بل ډول ده.
په دوهم نړيوال جنګ کی د اتومی او فرشی بمونو څخه نيولی تر نيپالم بمب، د ټيټی درجی يو رانيمو، سپين فاسفورس او د خوشيی يا ګلونو په شان بمونو څخه د ويټنام په جنګ کی، د بی پيلوټه (ډرون) الوتکو څخه  په افغانستان او د پولی پوری خوا (سرحدی سيمو.ژ) کی ور څخه کار اخستل شويدی. همدا راز مونږ (امريکا.ژ) په لويه انداز د ملکی خلکو او مخالفينو د ويرولو او تسليميدو په وجه چی لا تر اوسه هم په افغانستان کی روان دی او د " کليو او بانډو د ورانولو د پروګرام) نوم پری د امريکايی جنرال پيټريا س لخوا ايښودل شوی په پراخه اندازه د جنګی تاکتيکونود  پرمختللی ټکنالوجۍ  څخه چی په دی اخرو وختونو کی  کشف شويدي کار اخستی دی. د متحده ايالاتو دا جنګی تاکتيک د غير محاربو خلکو د ژوند په اړه په ښکاره ددوي د لويی بی رحمۍ ښکارندويی کوی، دا هغه څه دي چی  د ۱۹۴۹ کال د جنيوا په څلورم نمبر  کنوانسيون  او د ۱۹۲۳ کال د هاګ د مسودی په قوانينو کی يی ذکر شوی او دا دواړه قوانين متحده ايالاتو لاسليک کړی، په ښکاره سر غړونه ده. دا مخفيانه پروګرام ( د کليو او بانډو ورانولو پروګرام) ددی لپاره طرحه شوی چی د عامو وګړو څخه استخباراتی معلومات راټول کړی او په دی کار سره هغه خلک تهديد اووويروی چی  ددوې سره ددغه بيدرغه  بی پيلوټه الوتکو هوايی بمباريو په خاطر همکاری نه کوی، سزا ورکړی. متحده ايالات نه  يواځی د عامو وګړو د حفاظت خيال نه ساتی بلکه د نړيوالو قوانينو پرواه هم هيڅ نه کوی. نو له دی امله يی د پروفيسر مائيکل چاساډوفسکی، د کاناډا د څيړنيز مرکزد تجزيی او تحليلی  نيوکو (انتقادونو) توجه را جلب کړيده.


متحده ايالاتو لکه د هسپانيا په شان د مسلمانانو په مقابل کی  د تبعيض، نفرت او په ټوليز ډول د خارجيانو پر ضد د جادوګرۍ په يو شيطانی عمل  لاس پوری کړيدی.
په هر حال، په حقيقت کی امريکايان دومره جاهلان دي چی فکر کوی چی د امريکا جګړي ضروری او لازمی دي او يواځی هم دوي کولی شی چی د جنګ دا دروند بار پخپله همدوی د شرپسندو عناصرو په مقابل کی پر مخ وړلی شی. د امريکايانو د ' ښه او لازمی" جنګونو ارزيابی او پلټل چی تر کومه ځايه پوری (ښاغلی.ژ) ټير مين  د څيړنی لاندی نيولی، امريکايان يی نژاد پرست او نسل کش ارزيابی کړې چی د نسل کشۍ او قتل عامونو دا لړۍ د هغه وخت راهيسی دوام لری کله چی امريکا يانو غوښتل د لويديځ په لو پرمختګ وکړی د (امريکا.ژ) اصلی اوسيدونکي يعنی ( سور پوستي) يی قتل عام کړل، او هم په دی اخرو وختونو کی هغه بی شميره مرګ ژوبله چی د امريکايی پوځونو لخوا  تر سره شوی د نړيوال قانون او کنوانسيون د لوزنامو څخه چی پخپله يی لاسليک کړی ښکاره سرغړونه ده. د (ښاغلی.ژ) ټير مين نيوکو اوبشپړو څيړنو دا په ډاګه کړی چی  امريکا ولی په اوسنی وخت اوهم د تاريخی سوابقو په اساس د پيړيو راهيسی منفوره ده او دا څه انګيزه  کيدی شی چی د متحده ايالاتو پوځونه يی په دی لاره کی ترسره کوی.
د "نورو مرګ" (کتاب.ژ)لوستونکی بايد ديته پاملرنه وکړی چی زمونږ (امريکايانو.ژ) تلوسه او ميل د نورو مرګ ته څومره زياته ده چی د هغه څخه د يوی ساعت تيرۍ او لوبی په ډول خوند اخلو لکه څنګه چی پوځيانو د طالب جنګی بنديانو د اعدامولو او شکنجه کولو څخه خوند اخسته، علاوه پر دی په دی پسی عين بی تفاوتی، بیرحمی او بی ميلی چی زمونږ (امريکايانو.ژ) د تجاوز په نتيجه کی رامنځته شوی د غير محاربو خلکو په مقابل کی تر سره شويدی. دا غم لړلی پيښي  چی په نړيواله سطحه د امريکايی ځواکونو د عمل په نتيجه کی رامنځته شوې نه يواځی د امريکايانو لپاره بلکه په ځانګړی ډول د هغوي لپاره چی زمونږ سره په مبارزه اخته دي ډير ناوړه عواقب لرونکی دي.
د سوړ جنګ په خلاف په ټينګ احتمال سره د امريکا متحده ايالات د يوی تهديدونکی امپراتورۍ په نيت کی نه دي، خو دیته يی ملا تړلی چی د اسلامی تمدن په خوځښت کی ژوربدلون راولی او په مقابل کی  ورباندی لويديځ عصری تمدن قبول کړی... چی دا اجندا يی په رسمی ډول د ' تروريزم پر ضد' د نوم لاندی پټه ساتلی ده. شواهدو داسی ښودلی ده چی د امريکا د جنګ له امله په افغانستان او عراق کی په زرهاو ملکی خلک چی  شايد دا شميره د (۱،۰۰۰،۰۰۰) د يو ميليون څخه هم زياته وی وژلی دي. په متحده ايالاتو کی دا ټول وژنې (قتل عامونه) په سيستماتيک ډول د ياده غورځول شويدي، ځکه چی رسنۍ او حکومت ددی جنګ داسی نمايش ورکوی چی هلته هيڅ د ملکی خلکو وژنه نشه، ځکه چی هلته  'افغانان او عراقی ملکی خلک نشته بس يواځی ترهګران موجود دي'.

د امريکايانو د سلوک او خپل احساس څخه دا څرګنديږی چی دوي د يو متمدن هيواد په حيث   بدون له دی چه يوه عمومی څيړنه  وکړی په پراخه اندازه د ملکی خلکو وژلو ته ادامه ورکولی شی. په عمومی ډول د امريکا  د عامو خلکو غبرګون چی څومره د پاملرنی وړ دی په هم هغه اندازه بربنډ دی ... چی په ځينی مواردو کی يی هيڅ د غبرګون احساس موجود نه وی. په امريکا کی د افغانانو او عراقيانو په مړينه حتی که دغه مړي د افغانانو او يا هم د عراقيانو چی وروڼه او خويندي، مور پلار او يا خپلوان، ملګري او ګاونډيان، ميړونه او ميرمني، يا دوستان او د امکان په صورت کی د دوي خپل ماشومان وې په عمومی ډول يو غير معمول د کرختۍ (بی احساسۍ) او بی تفاوتۍ احساس موجود دی.
په افغانستان او عراق کی د امريکا جنګی عملياتو کی د امريکايی ژورنالستانو تر منځ يو کليشه ای کنوانسيون موجود دی چی يواځی د امريکايانو مرګ ژوبله پکی شامله ده ... نه د افغانانو او يا عراقيانو... چی دا پخپل ذات کی د رسنيو د اصلی مسير څخه چی يواځی خپلو اهدافو ته متعهد دي سرغړونه ده. دا رښتيا ده چی د مړو شميرل تر سره کيږی خو يواځی د امريکايانو نومونه  اخستل کيږی او يواځی د امريکايانو د وژل شويو(پوځيانو.ژ) نومونه په جګ اواز ويل کيږی، انځورونه يی د رسنيو په ديوالونو ځړيږی چی دا هميشه امريکايان دي. ژورنالستان او خپروونکي يواځی "جنګی ډلی" ته وفادار دي چی هره ورځ يواځی د امريکايی مړو (وژل شويو پوځيانو) نومونه اعلانيږی نه د افغانانو يا عراقيانو، چی دا پخپله يو قوی پيغام دی چی ګنی په (جنګ کی.ژ) يواځی امريکايان وژل کيږی. هغه رواداری او اخلاص چی د ويټنام د (جنګ.ژ) په اړه موجود وو، دلته د افغانستان او عراق لپاره هيڅ وجود نلری. خو د  سپوږمکۍ (سټلايټ) په دوران (عصر) کی چی د پوځ سره په ژوندی ډول مرسته کوی په پراخه پيمانه اخلاص موجود دی. مونږ چی د کوم شی نه ډير په تنګ او (پزی ته.ژ) ته راغلې يو هغه د جنګ افساني دي، دا د  جنګ د افتخاراتو او وياړونو ډک نکلونه (افساني) چی د ورځپاڼو په خرڅلاو کی يی د پام وړ زياتوالی راوړی دی، دا شعارونه دي چی د سياسی انتخاباتی مبارزو لپاره يی زمينه  برابره کړيده، خو د رښتيانی جنګ راپورونو هيڅ درک نشته. مونږ ګورو چی د افغانستان او عراق د جنګ راپورونه د (کمرو) د لينزونو، ښکيلاکګرو ځواکونو اود صنعتی دفاعی شخصی  شرکتونو د ګټو په خاطر د يو ښه او پاسته حسن تعبير  لاندی تحريف شويدي. ددی خلوص نشتوالی تر يوه حده پوری  کيدی شی هغه ځانګړو خبريالانو ته وي چی د پوځی جزوتامونو سره د راپورونو په برابرولوکی په کار بوخت دي چی (پوځ.ژ) ورته وړيا خواړه، سر پناه او د حمل و نقل او آمنيت امکانات برابروی، لاس رسی  لری، نو دا تمايل يوه طبعيی خبره ده، څوک چی د چا پالنه کوی نو د هغوي لخوا به يی محافظت او ساتنه هم کيږی. په حقيقت کی د (جنګ د خبرونو.ژ) پوښښ د 'ای - بی- سی/سی- بی- اس/ان- بی- سی/فاکس/ام-اس-ان- بی-سی او يا سی- ان- ان  چاينلونو په واک کی دی. لکه څنګه چی د (امريکايی.ژ) سناتور هاريم جانسن خبره را په ياد شوه چی په کال ۱۹۱۷ کی يی کړی وه، ' رښتيا (ويل.ژ) لومړنۍ قربانی ده'.
ABC, CBS, NBC, FOX, MSNBC, CNN


ياداشتونه:
د زياتو معلوماتو د تائيد او کره کولو لپاره وګورۍ: د نورو وژل، د امريکا په جنګ کی د ملکی (خلکو.ژ) برخليک (قسمت) د جان ټيرمين ليکنه، او (ميرمن.ژ) براډول٭ چی د (جنرال) پټرياس د ' کليو د ويجاړولو پروګرام' څخه يی طرفداری او دفاع کوله، د (ښاغلی) ګيرت پورټر لخوا ليکل شوی، انټی وار.کام (د جګړی پر ضد.کام) ۱۲/۱۶/۱۱ (نومبر ۱۶ کال ۲۰۱۲)، د امريکا د بهرنی پاليسۍ (تګلاری) د جنايت په اړه د مجازاتو  بی غرضه(بی طرفه.ژ) څرګندونه وړاندی کوی. که په افغانستان او نړۍ کی د 'تروريزم پر ضد جنګ' کی د امريکا د جناياتو ارزيابی کول غواړۍ نو په دی اړه وګورۍ: د جنګ قانونی لاسوندونه (اسناد)، دوهم چاپ، چی (ښاغلو) آدم رابرټس او ريچارډ ګويلف په ۱۹۹۵ کی ليکلی دی. د مرګ ژوبلی د مشاهداتو راپورونه، ليکنه ۳ مارچ کال ۲۰۱۲ چی د  ۲۰۰۱ کال راپديخوا د امريکا او ناټو پوځونو لخوا (۲۴،۲۹۵) څلرويشت زره دوه سوه پنځه نوی ملکی خلک په افغانستان کی وژل شويدي. په دی تير ژمی کی امريکايی پوځيانو په افغانستان کی د تيرو کلنو په نسبت د پورته ذکر شوی شميری څخه زيات ملکی خلک قتل عام کړيدي. که رښتيا ووايو (امريکايان.ژ) د معمول مطابق وايی چی يواځی جنګجويان په نخښه کيږی نه دا چی ملکيان وژل شوی دي. نن، جنرال جان آلن اعتراف وکړ چی پروسږکال (۲۲۰۰) دوه زره دوه سوه شپني يرغلونه (چپاولونه) تر سره شويدي. (په دی اړه وګورۍ: نړيواله پلټنه، د بشر پر ضد جنايات، د متحده ايالاتو او ناټو د جنګ اجندا، ژور راپور:افغانستان د اپريل اتمه نيټه کال ۲۰۱۳ (۴/۸/۱۳)، او د امريکا ظلم او بيرحمی هميشه په افغانستان کی د (ښاغلی) ضيا سرحدی ليکنه د اپريل ۲۳، کال ۲۰۱۳".
٭ (ميرمن) پاولا براډول هغه امريکايی ليکواله ښځه وه چی په افغانستان کی يی د ناټود سر قوماندان امريکايی جنرال ډيوډ پيترياس سره د هغه په ژوند ليک/ بيوګرافۍ (سوانح حيات) باندی کتاب ليکه او د هغه سره توره- بدنامه شوه چی د ۲۰۱۲ کال د نومبر په مياشت کی د جنرال پيټرياس د استعفی سبب شو. ميرمن براډول يوه مړوښه ښځه ده.


ډيرو درنو او د قدر وړ لوستونکو پورتنۍ ليکنه چی د ښاغلی ريچارډسن لخوا په انګريزی ليکل شوی وه ما هغه کټ مټ په پښتو واړوله. يواځی د (ژ) توری زما خپله توضيح ده چی  لوستونکي د ابهام سره مخامخ نشی.
په ډير درنښت
پـــــــا چــــــــا
ژ: ژباړن