لیکوال او باروت ناول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 57923
احمد جان نوزادی
دخبریدو نیټه : 2013-12-12

 
  

 څلورم څپرکی:
دمامور فضلو د ماموریت ورستی ورځ
 بله ورځ مامور فضلو د کار لباس واغوست او ددندی په نیت د کوره ووت، د اچی د وزارت ترانسپورتی سیستم په ټپه ولاړ ؤ، مامور فضلو هم د ښاری ترانسپورت نه په استفاده ځان وزارت ته ورساوه، د پخوا په څير، وزارت ته داخل شو. څو ګامه لا نه ؤ تللی چی د شا له لوری چا پی غږ کړه: هی کمونسته ودریږه؟
 مامور فضلو خو نه یوازی دا چی کمونست نه ؤ، بلکه دخپل قلم اوژبی په ذریعه یی د جهاد په بریالیتوب کی پوره ونډه اخیستی وه، خپل وجدان ته سرلوړی ؤ، ځکه یی باک رانه وړ، او خپل لاری ته یی دوام ورکړ، څو ګامه لا نه وو لیری شوي چی ورته، غږ دوباره تکرارشو او مامور فضلو یی پرخپل ځای میخ کړ.
مامور فضلو غوښتل ځان ډاډه کړی چی د غږ کونکی هدف دی، نه دی ځکه مخ یی د غږ کونکی په لور واړاوه ویی لیدل چی غږ کونکی د ۱۳ کالو یو تنکی زلمی دی چی قد یی د ټوپک نه لږ لوړ دی، ټوپک یی چپه اوږی ته اچولی دي، پایڅی یی را بډ وهلی او نری پنډی یی د لیری ښکاری، دستمال یی په غاړه کی دی، او کټ مټ داسی معلومیده لکه کله چی به حیمد د قوماندان باروت په ډول ځان جوړاوه، مامور فضلو په ډیره مهربانی ورته وویل: وراره چاته غږ کوی؟
 تنکی زلمی ټوپک له میله ونیو او لږ یی راپورته کړی، داسی ښکاریده لکه چی ځان وجګړی ته چمتو کوی اوبیا یی د ریشخند په ډول ځواب ورکړ: پلارته می !!! مګر ته دلته کوم بل څوک وینی؟
 مامور فضلوددی خبری په اوریدو روحأ ژوبل شو خو خپل غصه یی کنترول کړه، څو قدمه وړاندی راغۍ، ویی ویل وراره مګر زه خو کمونست نه یم.
تنکی ټوپکی ټوپک لږ نور هم راپورته کړ، داسی ښکاریده چی دا ټوپکی مامور فضلو لپاره د پخوانه پلان ترتیب کړی وی، ویی ویل، چپ شه کمونسته په دی کله ږیره، خدای درباندی خبر دی چی دا ښوی مخ به دی په څومره پردیو پیغلو باندی سولولی وی.
مامور فضلو د ډیری غصی شین پرله واوښت، نه پوهیده چی ددی تنکی سره څه وکړی، شیطان یی لاهوله کړه، او زیاته یی کړه وراره زه ستا د پلار پرځای یم دا ډول خبری تاته نه ښایی.
توپکی: چپ شه کمونسته، ۱۴ کاله می ستاسو پرضد جهاد کړیدی، او اوس ته ماته وراره وراره وایی. تا دی کله هم خدای زماتره نه کوی.
مامورفضلو ولیدل چی ددی ماشوم ټوپکی سره خبری بی ګټی دی، پریکړه یی وکړه څو نورڅه ونه وایی او ځان یی دشره خلاص کړی، ویی ویل ښه نو څه باید وکړم؟
 ماشوم ټوپکی په ترشه ټنډه وویل، دلته راشه کمونسته او تلاشی ورکړه.
دا د مامور فضلو په رسمی ژوند کی لومړی ځل وو چی تلاشی کیده، حتی تردی چی ملحدو کمونستانو هم مامور فضلو کله نه وو تلاشی کړی. د مامور فضلو زړه نور دژوند نه توروو، ځانته په غصه وو، د زوم خبره چی ویل یی داجګړه به دهر کابلی دروازه و ټکوی، ورپه زړه شوه، شاوخوا یی ولیدل، نه یی غوښتل چی همکاران یی په داسی یو موقعیت کی ووینی، خو چانس یی ښه وو او نژدی شاوخوا شناخته څوک نه ښکاریدل، په ماتو بندو یی ځان و ماشوم سرتیری ته ورساوه، لاسونه یی پورته کړل او ځان یی ماشوم سرتیری و تلاشی ته اماده کړ.
ماشوم سرتیریی چی قد یی د مامور فضلو نیم تنی ته نه رسیده، او په ډیر مشکل یی د مامور فضلو جیبونه تلاشی کول. دمامور فضلو د جیبه یی هرڅه راو ایستل، دلاری پر سر یی تیت کړل، وروستی څیز چی ماشوم سرتیری د مامورفضلو د جیبه را وایسته، د هغه د کورنی انځور ؤ. دی انځور مامور فضلو ته غم و کاره. ماشوم سرتیری انځور پرله واړاوه او داسی یی وویل: ښه کمونسته نو دا څه دی د ښځو سره تصویرونه په جیب کی ګرځوی او بیا ځانته مسلمان هم وایی، ته نه پوهیږی چی تصویر ناروا دی.
خوار مامور فضلو حک حیران وو، ویی ویل: وراره دامی د میرمنی ......
لا یی خبره نه وه بشپړه کړی چی ماشوم سرتیری توپک ورته کش کړ او یو څو کنداغه یی وواهه. ورځی یی پری ماتی کړی، وینی یی پر مخ راماتی شوی. په داسی حال کی چی مامور فضلو لاس پر ورځه نیولی وو، او دیو بل کنداغ انتظار یی ایست، ماشوم سرتیری څو ګامه په شا لاړ ګیټ یی کش کړ اوټوپک یی و انداخت ته اماده کړ، مامور فضلو یی په نښه کړ. مامور فضلو په دی پوه شو چی ددی تنکی ټوپکی نه هرڅه امکان لری، ژرییی لاس د ورځی لیري کړ، او ویی ویل: څه کوی، وراره، ټوپک لیری کړه، ماشوم ټوپکی وویل: چپ شه خبیثه وراره، وراره...... بل ځل داخبره تکرارنکړ. که نه په مرمیو دی ګنډم. زه نه غواړم ستا په شان د یوه کمونست وراره اوسم.
دلته ؤ چې د مامور فضلو هډونه وریږیدیدل، اوس نو د مامور فضلو د ژوند او مرګ ترمنځ یوازی یوه ثانیه وخت و، او ددی امکان موجود و چی دا ماشوم ماشه کش کړی او د مامور فضلو ژوند ته د پای ټکی پریږدی. دمامور فضلو څخه لار او ګودر ورک وو، د سر زخم ا وینی یی د یاده ووتی، زړه یی نژدی وو چی په سینه کی ودریږی ، شاوخوا یی ولیدل، خو پر سترګو یی داسی یوه توره پردی راغلی وه، چی هیڅوک یی نه شوای لیدلای. په زاریو یی وویل، ښه سمه ده څرنګه چی ته وایی همداسی به وکړم خودا ځل ما وبخښه، د میرمنی انځور می راکړه.
ماشوم سرتیری ولیدل چی مامور فضلوپوره ډارشوی دی او اوس نو دیته اماده دی چی له پیسو تیر شی، ځان یی کنترول کړ، د ټوپک خوله یی دمامور فضلونه بلی لوری ته واړول او ویی ویل: سمه ده خوشی کوم دی خو باید جریمه ورکړی.
مامورفضلو: سمه ده اماده یم چی جریمه و منم خو خدای ته وګوره د ټوپک خوله لیری کړه. زیاته یی کړه هغه پیسی یی ټولی ستا خو یوازی دمیرمنی انځور می راکړه.
ماشوم سرتیری هم جیبی بکس بیرته مامور فضلو ته ورواچاوه، پیسی یی جیب ته کړی، ویی ویل: ځه نو اوس چی دی توبه و ایستل له دی ځایه ورک شه، خو په یاد ولره چی بل ځلی دی نه بخښم.

مامور فضلو ددی په ځای چی دفتر ته لاړشی د وزارت ددروازی نه راوګرځيد او د کور لاره یی خپله کړه. دا دمامور فضلو د ماموریت وروستی ورځ وه، نور ورته مخ پاته نه ؤ، په ماتو بندو او ماتو ورځو بیرته کورته روان شو. ځمکی او اسمان ته یی بد ویل، ځان ته یی بد ویل، حک حیران وو، سوچ یی کاوه، دځان سره یی ویل، داخو ډیر بیکاره خلک دی نو، ایا ټول مجاهدین همداسی دي، که داسی وی نو بیا هغه د باروت په څیر تر سرتیری او سپیڅلی مجاهدین څه شوه، ، یو سوړ اسویلی یی وایست زیاته یی کړه دا څرنګه نظام سو، خدای دی مو ایمان ته خیر کوی. مامور فضلو دهمدی سوچو سره ځان کورته نژدی کړ، هڅه یی کول تر څو یی په کوڅه کی د چا سره مخامخ نه شی. کورته لاړ، میرمنی چی خپل خاوند ولیده یوه لویه چیغه یی وایستل، ویی ویل: واه خدایه! خاوری می پرسر شوی، دا څه دروسوه!
خاوند: غلی شه، شورماشور مه جوړوه، دا هرڅه زما دلاسه دی، بیایی په داسی حال کی چې میرمنی یی د زخمو وینی پاکولی، مامور فضلو ټوله کیسه ورته وکړه. مامور فضلو اصلا ددرد احساس نه درولود دزړه زخم یی د وجود د زخمونه زیات ژور وو، د جوړیدو امکان یی نه وو. مامور فضلو ۱۴ کاله یی د کمونست پلوی نظام پر ضدیی ددی په موخه چی یوه ورځ به په وطن کی اسلامی نظام جوړیږی د قلم او ژبی مبارزه کړی وه، خواوس یی لیدل چی د مبارزی نه یی کومه ثمره په لاس نه ورځی، هیڅوک یی ومبارزی ته درناوی نه کوی. دمامور فضلو د ارمانونو اولګو خو قوماندان باروت ؤ، ډیر تلاښ یی وکړ چی هغه ومومی،لومړی، زړه پی تش کړی اوبیا و خپلی هری پوښتنی ته ځواب ومومی ، دهر مجاهد او ټوپکی نه یی د باروت تپوس کاوه، ډیرو خلګو باروت پیژاند او ډیر نور یی د نامه سره، اشنا وه، خو هیچا هم د هغه پته نه درلوده او داسی ښکاریده چې ځمکه سوری شوی وی او باروت کی ننوتی وی. مامور فضلو په رڼو سترګو د ملت د ارمانونو جنازه لیدل، جهاد یوازی د ټوپک سره خلاصه کیده، ټول کابلیان فقط په دی جرم چی ږیره یی خرولی او یا یی تعلیم کړیدی د کمونستانو خطاب کیده چی مامور فضلو یو دهغو د جملی نه وو او دی کار دمامور فضلو ناهیلی زیاتوله.
دا دمامورفضلو د رسمی ماموریت ورستی ورځ وه، پریکړه یی وکړه چی نور دفتر ته لاړ نه شی، وخت ته انتظار وباسی او یاهم کوم شخصی کاروبار شروع کړی. مامور فضلو ږیره پریښوده، دستمال او پکول یی راونیول او ځان یی د اراضی سره جوړ کړ او نوریی دمامور نوم له ځانه لیری کړی، سره ددی چی په کلی او کوڅه کی لا اوس هم په مامور صاحب مشهور ؤ خو بل ځای یی کله هم ځان مامور نه معرفی کاوه. ځکه چی نه یی غوښتل څوک ورته یوځل بیا د کمونست خطاب وکړی.

دوام لری