په قندهار کې د سوړساتنځای د بنسټ ډبرې د کښېښوولو په پلمه :
وړمه ورځ مې ( د 2014-01- 15 نېټه ) د بېنوا په معتبره ویبپاڼه کې د ورځنۍ تودې پیښي په نوملړ کې د (په کندهار کې د سوړ ساتنځای دبنسټ ډبره کښېښودل شوه ) تر سر لیک لاندې په یو خپور شوي خبر باندې سترګې ولګېدې او له حده زیات خوښ شوم ، دا ځکه چې دا ډول او دې ورته پروژې د هېواد د اقتصاد د پیاوړتیا او په تېره بیا د خوراکي صنایع د پرمختګ سره ، چې د هېواد دلمړنیو اړتیاوو د برابرو لپاره اړین ګڼل کیږي ، نه یواځې مرسته کوي ، بلکې د کرنیزو توکو د ضایع کیدو په مخ نیوي کې ټاکونکی رول لوبولای شي . د سوړساتنځای د کلمې په لیدو مې د خپل کاري شالید یو ستونزمن حالت را په یاد شو .
د قندهار د مېوې په فابریکه کې په کار بوخت وم . ځواني وه ، زما ژوندو مسلکي احساساتو دومره پارولی وم چې ، نه پوهېدم د کومو معقولو لاروچارو څخه ګټه پورته شي ، تر څو دغه کوچنۍ فابریکه د بل هر وخت نه زیات تولید وکړي او په خپلو پښو د یوې وتلې تصدۍ په توګه د نورو تصدیو په منځ کې بریالۍ اووسي . خو له بده مرغه امنیتي شرایط ورځ تر بلې خرابېدل ، آن داچې ، هره ورځ فابریکې ته تګ راتګ هم په یو ټاکلي وخت ناشونی شو . خو بیا هم د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا سره زما مینې دومره قوت راکړی و ، چې ما ټوله خوښي یواځې ددغه کوچنۍ فابریکې په لوړ تولید کې لټول . سره له دې چې ، دغلته زما د ماموریت دوره ډېره لنډه ، خو بیا هم په دا کم وخت کې په تولیدي برخه کې د ترلاسه شوو بریاوو اټکل هم نه شو کېدای .
ددې ټولو او پر ځای هلو ځلو موخه دا وه چې ، باید د هرې رسېدلې (پخې ) مېوې اړوند موسم کې دفابریکې د موسمي تولیدي فعالیت څخه اعظمي ګټه پورته شوي وای ، دا ځکه چې ، د کال په اوږدو کې د اومو موادو یانې د بېلابېلو مېوو او سبو د پخېدو تر منځ موده کې فابریکه په ټپه ودرېدله . داچې ، د افغانستان په شرایطو کې د کنسرو فابریکې ته د تازه اومو موادو د رسولو او د هغوی د کارولو موسم په منځنۍ توګه د زردالو لپاره ( ۲۵ ) ورځې ، کورو ( انګورو ) ( ۵۵ ) ورځې ، بهي (۳۰ ) ورځې ، آنارو ( ۵۶ ) ورځې ، مڼو ( ۴۰ ) ورځې او د جلال آباد د کنسرو د فابریکو لپاره د زېتون ( ۴ ) میاشتې ښودل شوی دی .
نو په داسې شرایطو کې د یو داسې نوي سوړساتنځای چې ، د پنځه زره متریک ټنه د ساتلو ځواک ( ظرفیت ) ولري ، جوړېدل ، نه یواځې د دا ډول موسمي کارخانو د کار موده لا پسې غځولای شي او د تولید په دایره کې د دمې یا پارچاوېدو د مودې په رالنډولو سره د تولید کچه لوړوي ، بلکه بازار ته په خپل وخت د ځینو لنډ مهاله کرنیزو توکو په وړاندې کول سره ، د هېواد په دننه کې د نرخونو په کنټرول ، د واردیدونکو کرنیزو توکو په مخنیوي او داسې نورو اړخونو مثبت ا غېز اچولای شي . او همدارنګه د اړتیا له مخې د صادراتي توکو د سالمې او معیاري ساتلو سره یې پوره مرسته شوني ده . سره له دې چې ، د سوړ ساتنې پر وخت یو لړ لګښتونه په ساتل شوو توکو پرېووځي . خو بیا هم په بازار کې د موسمونو تر منځ کم پېدا توکو ( دیفیڅت ) د لوړ قیمت په پرتله باید خورا ټیټ وي .
په قندهار کې د یو دا ډول سوړساتنځای د رامنځ ته کېدو اړتیا او ارزښت هغه مهال لا ډېر احساس شو ، کله چې ، د امنیتي شرایطو د خرابېدو له امله د قندهار ښار یادې فابریکې ته د لېرې پرتو سیمو څخه د میوو راوړل ستونزمن شول . کله به د باغونو څخه د ناامنیو له وجه کمه مېوه رارسېدله او کله به د فرصت نه په ګټې پورته کونې دومره مېوې په یو وخت راوړل شوې چې ، په فابریکه کې به یې د نامناسبو شرایطو ( د وړ او فعال سوړساتنځای د نه شتون ) له کبله ساتل ناشوني ول . سره لدې چې ، په یاده فابریکه کې د تاسیس له وخته کوچنیو سړو خونو شتون درلود ، خو دا چې ، د کلونو کلونو راهیسې نه وې کارول شوې ، نو یې د خونو ګرمیټیک سستم او همدارنګه یې د خونو په دننه کې د (CO2 او O2 , N2 ) ، حرارت او رطوبت او نورو پارامیترونو د رښتیني مالومولو لپاره د کنترول ( اداره ) بکس د ډاډ وړ نه و . نو هر څه یې باید له سره رغول شوي وایې . د یوه پلوه د مالي وسایلو کمښت او د بل پلوه د ډاډمن امنیت نشتوالي د ډېرو اغېزمنو کړنو مخه ډب کړې وه .
ددغه خونو د بیا رغونې په وړاندې بله غټه او ستغه ستونزه دا وه چې ، د فابریکې په دننه او یا هم په بازار کې د اړوندو سامان الاتو موندل ناشوني ول . او هم داچې ، د سړو خونو سستم په تخنیکي لحاظ په ډېرو برخو کې د یو بل سره توپیر درلود ، او سړي نه شو کولای ، د اړوندې نقشې پرته هغه ځایونه چې رغول یې اړین ګڼل کېدل ومومي . لکه څنګه چې ، کرنیز محصولات ( توکې ) د خوږو ، منرالونو ، ویټامینونو او پروتیني ترکیبي موادو ( کمپننټو) د درلودلو له پلوه سره توپیر لري ، همدغسې یې په سوړساتنځای کې ساتل هم د وخت له دوام ، د حرارت له درجې او د رطوبت د فیصدۍ له مخې یو شان نه دي . نو ځکه ، د سړېدو په داسې زړې خونې باوري کېدل یو لږ څه ستونزمن کار و . خو بیا هم ددې ټولو نیمګړتیاوو ، کمېیو او د احتمالي رېسک او خطر منلو سره ، تر یوه برېده د یادو خونو دبیا فعالولو کار تر سره شو . د زمانې جبر هر څه پر بل مخ واړول ، مادي او معنوي زېرمې زیانمنې شوې ، او هر سړی د یو نامالوم برخه لیک په لور روان شو . د تولیدي واحدونو اقتصادي فعالیت په ټپه درېدل خو لا څه کوې ، بلکې ددغه ملي شتمنیو ساتل ډېرو هېوادپالو ته د سر په بیه تمام شول .
زمــونږ د بــېداره بخته دادی ، بیا هغه وخت مــخ په رارســېدو شو ، چې د قندهار د پراخه میوو او سبو د خوندي او سالمو ساتنو لپاره د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا په موخه یو اغــېزمن ګام پور ته کیږي . نو مې په هــمدې ویاړ غوره وبــلله چې ، د ځینو منابعوڅخه په ګټه اخستنې سره دغه لاندې یو څو کرښې تورې کړم :
دمېوو او سبو ساتلو پرمختللې تکنالوجي :
د مېوو د کیفیت ساتل د حداقل ضایعاتو په درلودلو سره یواځې د کنترول شوې فضا ("Controlled atmosphere" ) د تکنالوجۍ له لارې تامین کېدای شي . د (کنترول شوي فضا ) مفهوم له هر څه زیات د تکنالوجۍ د اصل سره اړخ لګوي (مطابقت لري )، داځکه چې ، د سوړساتنې په خونه کې د ګاز د همغه ترکیب ( CO2 او O2 , N2 ) ملاتړ کیږي ، کوم چې ، په فضاکې شتون لري ، او یواځې د هغوی تناسب بدلیږي . په دې توګه د O2 غلظت د معمولي فضا خلاف د ۲۱ نه تر ۱ ــــ ۲،۵ سلنې پورې ټیټیږي ، او د СО2 غلظت تر ۱ ــــ ۳،۵ فیصده رسیږي .
په سړه خونه کې د О2 غلظت ټیټیدل او د СО2 لوړېدل په میوو کې د مېتابولیږم (استقلاب یا د مادې بدلون ) د ټولو پروسو ،چې په مېوو کې جریان لري د پام وړ وروکېدنې (اهسته کېدنې ، سستېدنې ) سبب ګړځي . په پایله کې د ۲ ـــ ۳ میاشتو پورې د هغوی د ساتلو وخت غځول کیږي ، د ۲ ــــ ۳ ځلې پورې یې ضایعات کمیږي او په اغظمي توګه د هغوی ( میوو ) خوند او د خوراکي توکو ځانګړي با ارزښته مواد ( ګټور مواد ) ساتل کیږي . مڼې او ناک خو کېدای شي د راتلونکي موسم پورې هم وساتل شي . د О2 او СО2 د غلظت کچه د محصولاتو د ډولونو ، د کرنې د شرایطو او نورو عواملو پورې تړلې ده . اوس مهال په ډېرو هېوادونو کې د اکسېجن له حده ډېر کم غلظت ( ultra-low oxygen ) یا ( ULO ) تکنالوجۍ څخه کار اخیستل کیږي .
د دا ډول تکنالوجۍ د پلي کولو لپاره د سوړ ساتنې بشپړ تړل شوو یانې ګرمیټیک (د هوا ټولې مجراوې یې پټې وي ) خونو او د هغوی مطابق د تکنالوژیکي تجهیزاتو درلودل اړین دي . دا کمپلکس د نایتروجن د جنراتور ، د СО2 د جذب کوونکي ( adsorber ) او د اتوماتیکو تجهیزاتو د کنترول سستم څخه جوړشوی دی .
دنایتروجنو جنراتور په خـــونــه ( د سړولو کوټه ) کــې د О2 د غلظت د پیلیدونکي ټیټوالي لپاره ځانګړی شوی ، جذبونکی پړاو په پړاو د محصولاتو څخه راوتلی СО2 ایسته ( لېرې ) کوي ، او د کنټرول اتوماتیک سستم په متناوب ډول د СО2 ، О2 غلظت ( ټینګوالی ) ، او د حرارت درجه اندازه کوي او د هغوی پر بنسټ ـــ د تکنالوجۍ د رژیم د اصلاح کولو لپاره اړوند تجهیزات پکار اچول کیږي .
د نایتروجنو د جنراتور په توګه په اوسني وخت کې ددې تکنالوجۍ لپاره غشایي او جذبي ( membrane or adsorption ) ګاز ویشونکو دستګاوو زیاته پراختیا موندلې ده . غشایي د ستگاوې د غشا د کارونې پر اساس ، د О2 او N2 ټاکنیز نفوذ پذیري لرل دي ، او جذبي ـــ د مالیکولي غربېل کارونې پر بنسټ ، یو ددې ګازونو د جذب انتخاب دی .
پدې لاندې لښتلیک کې په یو ټاکلي حرارت او رطوبت سره د مېوو اوسبو د ساتلو وخت ښودل شوې دی .
مــېــــوې
% د هوا رطوبت oС د حرارت درجه ، ساتل په ورځو نومونــــــــه
۹۰ ـــ ۹۵ ۰ ـــ -۱ ۷ ـــ ۲۰ زردالو (خوبانۍ )
۸۵ ـــ ۹۰ +۶ ـــ +۱۰ ۶۰ ـــ ۱۲۰ مـــــالــــټــــــه
۸۵ ـــ ۹۰ +۱۰ ۱۴ ـــ ۲۱ هـــنــــدوانـــه
۸۵ ـــ ۹۰ +۱۴ ۲ ـــ ۷ پخې کېـلې
۸۵ ـــ ۹۰ +۱۳ ۲۰ ـــ ۶۰ شنې کېلـې
۹۰ ـــ ۹۵ ۰ ـــ -۱ ۲۰ ـــ ۱۲۰ کور ، انګور
۹۰ ـــ ۹۵ ۰ ـــ -۱ ۱۵ ـــ ۱۲۰ نــــــــــــــــاک
۸۵ ـــ ۹۰ +۳ ـــ +۱۰ ۱۴ ـــ ۳۰ خربـــــــوزه
۸۵ ـــ ۹۰ +۱۲ ـــ +۱۴ ۳۰ ـــ ۲۰۰ لــــــــیمــــو
۸۵ ـــ ۹۰ +۵ ـــ +۸ ۱۴ ـــ ۳۰ منداریــن
۹۰ ـــ ۹۵ ۰ ـــ -۱ ۱۴ ـــ ۳۰ شــفـتالو
۹۰ ـــ ۹۵ ۰ ـــ +۱ ۱۴ ـــ ۲۸ الــــوچې
۹۰ ـــ ۹۵ -۱ ـــ +۴ ۳۰ ـــ ۲۰۰ مـــڼـــــې
۹۰ ـــ ۹۵ ۵ ــــ ۱۰ شمېره نشته انــــــــار ا
۹۰ ۰ ــــ -۱ ۶۰ ــــ ۹۰ بــــهـــي
یادونه :
• هندوانه د هغه محصولاتو نه لېرې وساتل شي ، چې ایتیلین تولیدوي .
• خربوزه کېدای شي د ۷ ــ ۱۰ درجې حرارت سره هم وساتل شي .
• مڼې د ټیټې درجې حرارت سره حساسې دي ( ۲ ــ ۴ ) سانتي ګریت .
ســـابــه
% د هوا رطوبت oС د حرارت درجه ، ساتل په ورځو نومونــــــــه
۸۵ ـــ ۹۰ +۸ ـــ +۱۲ ۱۰ ـــ ۱۵ تور بادنچان
۹۰ ـــ ۹۵ +۵ ـــ +۱۰ ۷ ـــ ۱۴ کـــــــــــــــــډو
۹۰ ـــ ۹۵ ۰ ـــ +۱ ۲۰ ـــ۲۱۰ کـــــــــــــــرم
۹۰ ـــ ۹۵ ۰ ـــ +۱ ۲۰ ـــ ۳۰ ګـــل کـــرم
۹۰ ـــ ۹۵ +۴ ـــ +۶ ۹۰ ـــ ۲۰۰ کــچـــــــالو
۶۵ ـــ ۷۰ +۰،۵ ـــ +۱،۵ ۳۰ ـــ ۱۸۰ پــــیـــــــــاز
۹۰ ـــ ۹۵ ۰ ۳۰ ـــ ۲۴۰ ګـــــــازرې
۹۰ ـــ ۹۵ +۱۰ ـــ +۱۱ ۱۰ ـــ ۱۵ بـــادرنـګ
۹۰ ـــ ۹۵ +۸ ـــ +۱۱ ۷ ـــ ۱۴ رومـــیـان
۹۵ ـــ ۱۰۰ +۱ ـــ +۲ ۷ ـــ ۲۱ سرې مولۍ
۹۰ ـــ ۹۵ ۰ ۳۰ ـــ ۲۱۰ جــغــــندر
۶۵ ـــ ۷۰ +۱ ـــ +۲ ۹۰ ـــ ۲۱۰ ا و ږ ه
یادونه :
• پیاز کېداي په مثبت ۱۳ ــ ۲۱ سانتي ګریت درجو حرارت سره وساتل شي ، خو د لږ وخت لپاره .
• اوږه هم کېدای شي د ۱۳ ــ ۲۱ درجې حرارت په درلودلو سره د لږ وخت لپاره وساتل شي .
د لیکوال یادښت : د پورتنیو کرنیزو خوراکی توکو د تازه ساتلو اړوند وخت په هکله مې په بېلابېلو خپرونو کې یو زیات شمېر داسې شمېرې وموندلې ، چې د یو بل څخه یې توپیر درلود . دا خبره د حېریانتیا وړ نه ده ، ځکه چې ، د سوړساتنځاینو ځانګړتیاوې او همدا رنګه د هرې ځانګړې سیمې د هوا رطوبت او حرارت خپل اغېز پرېباسي . نو له همدې کبله ښای چې ، د ځینو محصولاتو په اړه د شمېرو ورته والی تل تر سترګو نشي .
په هېواد کې د لازیاتو پرمختللو تکنالوجیو د پیاوړتیا په هیله .
اخــــذونه :
http://www.xiron.ru/content/view/30442/28
http://www.elgh-ks.com/storing