دخلوتی زمزمی په نامه شعری ټولګه چی دمحترم قاری محمد طاهر ناتوان صاحب شعرونه پکښی غوند سوی دی اکثره یی په خلوت کی لیکل سوی دی اوپه همدی اساس یی ورته دخلوتی زمزمی نوم ورکړی دی داټولګه چی ټول (64)مخونه جی تصوفی ،اخلاقی ،اوانتباهي اشعار ځلوریزی پکښی راغوندي سوی دی په (42)سرلیکونو سره سرلیک سوی دی چی دشاغلی صدیق الله حامي له خوادلیکوال
لنډه پیژندنه لری .
اودښاغلی لیکوال استاداحمد (صمیم)صاحب ،محترم عزتمند لیکوال رحمت الله دلسوز صاحب اودځوان تکړه شاعر محمدخان (حماد)صاحب په سریزه سره دومره ښکلی سوی دی چی وصف معیاریی په قلم نسی لیکل کیدلای .همداراز دفرهنګپال حاجي نصیراحمد صاحب اوقدردان لیکوال محمدامین مفتون صاحب په مالی لګښت باندی ددوي دسپیڅلو احساساتوپه اساس پرډیرښه کاغذ باندی دکندهار په رسالت مطبعه کی په 1392لمریز کال په چاپه راووتله .چی دکمپوز چاری یی نوی ځوان عبدالغفار غالب په غاړه اخیستي دی دعزتمند عبدالستار اوقدرمند حبیب الرحمن په همکاری باندی اوس په غفاریه مکتبه (0093341749)کی چی په ارګ بازار کندهار کی موقیعت لری په مناسب قیمت وخرځلاو ته وړاندی سوی دی .