خاطره اسحاقزۍ: ډېر اوږد مزل په مخ کي لرم!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 58977

دخبریدو نیټه : 2014-03-14


مرکه کوونکې: راحله جواد
Rahila.jawad@gmail.com


شاعره، لیکواله، ژورنالیسته او مدني فعاله خاطره اسحاقزۍ؛ په وروستیوکي، د کار او زیار پر خورا ګرمو او مهمو سټېجونو را څرګندیږي. د ښه استعداد، غوره منطق او خدای ورکړي فصاحت په قوت یې؛ په پراخه کچه دخلکوپام ځان ته اړولی دی. د راډیوګانو او ټلویزونونو رسمي مرکو یې د کار او ژوند ځیني اړخونه واضح کړي دي خو موږ وغوښتل چي د اغلې اسحاقزۍ سره د انټرنیټ د لاري؛ تفصیلي وږغیږو. هیله ده چي دا هڅه مو بریالۍ سوې وي.

تر روغبړ وروسته ګراني خورجاني خاطرې ته، هیله کوم چي د خپلي کورنۍ، ژوند، ستونزو، هلوځلو او لاسته راوړنوپه هکله راته ووایاست. خاطره جاني!مهرباني وکړه!

سلامونه او درنښت تاسو او ستاسو ټولو درنو لوستونکو ته وړاندي کوم، ډېره ډېره مننه کوم چي پرما مو پېرزوینه ده او نظریات مي تر خپلو خلکو رسوئ.
 خاطره په ۱۳۵۷لمریز کال،  د کندهارپه ښارکي نړۍ ته راله اود خپل مور و پلار ژوند ته یې ښکلا وربخښله. چي د ژوند په ښه و بد پوهه سوه یعني ( زه ) سوم، نو د پلارجان د دندي د تبدیلۍ سره مي کورنۍ کابل ته  راغله او ما لومړنۍ زده کړي د پینځه سوه فامیلیوپه ښوونځي کي پیل کړې.  خو  د کورنیو جګړو پرمهال د ډېرو نورو افغانانوپه  څېر زموږ  کورنۍ هم کډوالۍ ته مجبوره سوه. په پردي دیارکي مو ژوند کاوه  ترهغوچي د موقتي ادارې په رامنځ ته کېدلو، ترشاوخوا نهو کلونو مهاجرت وروسته، بیرته کابل ته راستانه سولو.
د ښونځی څخه تر فراغت وروسته د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي ته بریالۍ سومه خو تر څه مودې وروسته د یولړ ستونزو سره مخ سومه، پوهنتون راڅخه پاته سو.  خو ټینګي ارادې مي بیاهم د پوهنتون پرلاره روانه کړم چي بلاخره د ژونرنالیزم پوهنځی مي ولوست.
 د رسنیوسره د کار ترڅنګ مي شخصي تجارت ته هم پام وکړ او د بېلابیلو موسسو په چوکاټونو کي مي د هیواد لپاره رغنیزي او اقتصادي چاري پر مخ یو وړې او وروسته مي د دولتي دندي مسوولیت ومانه.  د سرې میاشتي د زون د ریسې په حیث مي دنده پیل کړه چي له نېکه مرغه د سرې میاشتي د رهبري پلاوي مي د کارونو د ښې ارزوني وروسته د نړۍ والو اړیکو د ریاست بست ته وړ وبللم چي شاوخوا دوه کاله مي بیا هغه دنده پر مخ یووړه.  خو ددې ټولو دندو په څنګ کي مي خپلي کلتوري، ټولنیزي، ادبي او علمي هڅي  جاري وساتلې.  په ټولنیزو، ادبي او علمي غونډو کي ګډون، شعر، هنري نثر، ټولنیزي لیکني او تر ټولو مهمه خبره زما تحصیل  مي هم په پوره پاملرنه وپالل . د هندوستان هیواد څخه مي پر لیکه د سیاسي علومو د ماسټرۍ دورې درسونه ولوستل، چي اوس مي دا دی عملي سیاست ته هم مخه کړې ده، خدای پاک دي مي مل سي.

راحله:
خاطره جاني تاسو څو ځایه د ځینو ستونزو یادونه وکړه چي د درسونو او نورو اړخونو په وړاندي یې خنډونه درته رامخکي کول، که راته ووایې چي څه ول چي بیایې هم ستاسي مبارزه روانه وساتله؟


خاطره:
د مور او پلار جان ملاتړ او د هغوی تشویق چی د ژوند په هر ډګر کله چی به می د ستړیا احساس کاوه نو هغوی به داسي ډاډ راکاوه او هڅولم به یې چي ګواکي ما هیڅ هم ندي کړي او ډیر اوږد مزل په مخ کي لرم. د اوږده مزله وهل او ستر منزل درلودلو اوس هم متحرکه ساتلې یم.

راحله:
ستاسي د هڅو د پیل او اوس په کاري چاپیریال کي تغییراتوته په کتلو؛ دا مهال د ښځینه وو ژوند، کار، مدني او ټولنیزي چاري څنګه ارزوئ؟ یعني د اوسني حکومت د څه باندي یوې لسیزي تاثیرات مو په نظر څنګه دي؟

خاطره:
که چیری اوسنی حالت د لس کالو مخکي سره پرتله کړو نو له دې حقیقت څخه سترګي نه سو پټولای چي واقعیت نه یواڅي ښځو پرمختګ کړی دی؛  بلکي د هیواد هر قشر پرمختګ کړی او له نیکه مرغه د پرمختګ په حال کی دی. د  زده کړي - دندي - حق غوښتني او عمومي ژوند د پرمختګ زمینې شتون لري خو که لږ موږ ورته ځیر سو او له دغه طلایي فرصت نه ښه ګټه واخلو دا به مو هم خپل ځان ته کار کړی وی هم ټولني او هم راتلونکي نسل ته.

راحله:
د فرهنګي شخصیت د ښه را پېژندلو په موخه که هیله درڅخه وکړم چي د دغه اړخ پاللو د پیل څخه تر اوسه د لیکنو، کارونو، اثارو او خدمتونوپه هکله راته ووایاست؟


خاطره:
ځان ته به شاعره او لیکواله نه وایم څکه ماشاالله ډیر تکړه شاعران لرو. زه د هغوی په وړاندی ځان ډیر وړوکی بولم خو تقریبا درې ټولګي مي برابري کړي چی په هغو کي غزلي، ازاد شعرونه، نظمونه او ادبي ټوټې دي او همدارنګه ځینی ټولنیزي او سیاسي مقالې هم لیکم او د ځینو پاڼو او اونیزو سره قلمي همکاري کوم.


راحله:
تاسي اول د خپلو ستونزو سره په کشمکش کي واست خو چي کله مو ځان ته زمینه برابره ولیده نو مو نورو ته هم د سوکالۍ ورکولو هلي ځلي پیل کړې، که د خپلو دغو لاسته راوړنوپه هکله راته ووایاست چي زموږ خویندو او وروڼوته یادونه وسي چي په مېرمنوکي داسي زحمتکښي فعالاني هم لرو او دابه ډېرو نورو ته الهام هم سي؟


خاطره:
کور ودان تاسو پر ما د زحمتکښي میرمني نوم کښیښود خو زما په اند تر اوسه ما هیڅ هم ندي کړي او لا ډیرو هلو ځلو ته اړتیا ده تر څو دا مزل سرته ورسوم او خپلو ټولو هیواودوالو ته مي وینا هم دا ده چي راځئ نه ستړي کېدونکي هڅي وکړو او دا ځورېدلی ملت نور له دې حاله وباسو، نور مي مورکۍ د زوی غم نسی لیدلای،  نور می پلار د اوښکو ستړی دی،  نور مي ورور له غمه موړ دی او د خورکۍ پر مخ  خو اوښکو لاري جوړي کړي دي نو راسئ چی دغو دردونو ته ملحم سو. هو هڅه او تلاښ مو پیاوړی کړو، ونه درېږو او د زخمونو د شمېرلو پر ځای؛ د زخمونو خوړلو مخنیوی وکړو او د دردونو درملنه مو وکړو. دا په هلوځلو کیږي؛ نه نا امیدي.

 

راحله:
اوس خو ماشاالله په سیاسي چارو کي هم فعاله ونډه اخلئ، خلک وایي چي افغانستان په حساس پړاو کی دی او د هیواد سیاسي چاري پر یوه ګنګسونکي او نامعلوم لور رواني دي. ستا نظر څه دی؟


خاطره:
بلې ګام می اخیستی وبه ګورو چی کوم حد ته رسېږو،  زما په اند د افغانستان سیاسي چاری او برخلیک زموږ او ستاسو په لاس دی چی پر هر لوري یې بیایو؛ هغسي  پایله به یی هم ګورو. او د حساسي خبري تر یادولو به ووایم چي هر حالت حساس دی او په هر حالت کي باید د دقت او ښه فکر سره په سلا کار وسي، که په ګډه د ښه فکر او تدبیر پر لور ولاړ سو نو هر هغه حالت چي حساس بلل کیږي زموږ په اعظمي ګټه استعمالېدای سي.


راحله:
د خبرو په اوږدو کي مو د ټولنیزو ستونزو بېلابیلي یادوني وکړې، که ستاسو د درک او تجربو څخه مستفید سو او ستاسوڅخه واورو چي ددغو ستونزو حل په څه او څه کي نغښتی دی؟

خاطره:
زما په فکر د دا ټولو ستونزو حل زموږ په ټینګ هوډ، عزم او یووالي کي نغښتی دی.


راحله:
خاطره جاني خبري مو خوږې او له درسونو ډکي دي، خو د لوستونکو د حوصلې او وخت تر سپما که ځانونه محدود کړو، نو د وروستۍ پوښتني په توګه غواړو وپوهېږو چي ستاسي هلي ځلي او دا روانه مبارزه به څنګه او تر کومو موخو روانه وي؟

خاطره:
 دا مبارزه!  تر هغو چي مي  ژوند ملتیا کوي دا به جاري وي خو زه یوازي ددي موخو رسېدو په لاره کي نیمګړې یم که چیري تاسو او  ملت راسره همږغي سئ نو بریا به هرو مرو زموږ او ستاسو وي. هو باید یادونه وکړم چي زه دا مهال د خپلو ارمانونو د عملي کولو او رواني مبارزې ته د اتوریټې ورکولو په منظور د ګران هیواد د پلازمېني کابل څخه ولایتي شورا ته هم نومانده یمه چي که د خدای رضا وه او د اولس باور نو بیا به له هغه ځایه خپلي هڅي روانوم. که ستاسو خوښه وي زه به د بریا په صورت کي؛ خپله کړنلاره ستاسو او ستاسو د لوستونکو سره هم شیریکه کړم، تیاره لیکل سوې ده، فقط در وابه یې ستوم، خوښه مو ده؟

راحله:
خوشاله به سو، مهرباني.

خاطره:


د کابل ولایتي شورا ته د بریا په صورت کي زموږ تګلاره:
کابل د افغانستان پلازمېنه ده. د ټول افغانستان د وګړو، خاوري، حاکمیت او حکومت ګډه مجموعه یعني دولت له دې ځایه اداره کیږي. د ډېرو نورو دلایلو تر څنګ یو همدا دلیل دی چي ددې سیمي مینه د هر افغان په زړه کي تر خپل کور و کلي لا ډېره اغښل سوې ده.
شخصاً ما چي د تېرو څه کم لسو کلونو په اوږدو کي د هیواد لپاره په مطبوعاتي، فرهنګي، ادبي، مدني، خیریه، ټولنیزو او سیاسي چارو کي کار کړی دی، په کابل کي مي کړی دی. د ټولنیزتوب (سوشلایزېشن) لومړني او دوهم ګروپونه مي د کابل په چاپیریال کي ول، په کابل کي مي د ټولني سره شناخت پیداسوی دی او په کابل کي مي د چارو سره پېژندګلوۍ سوېده، ځکه مي په کابل کي د خپلو خدمتونو د پراخولو او د اولس په استازیتوب د یوې رسمي اتوریټې جوړولو په نیت، د دوستانو له خوا د کابل ولایتي شورا ته کاندیداتوري ومنله.
سره له دې چي د ولایتي شوراګانو واکونه محدود دي او څوک په پراخه توګه نه سي کولای چي د خلکو سالمو غوښتنو ته ورسیږي خو د سالمو تګلارو درلودل او تعقیبول د هر شخص لپاره غوره خبره ده، مثبت بدلون که پیلیږي نو د ځانه دي پیل سي دا مهمه خبره نه ده چي له کومه موقفه، خو نېک اقدام هر وخت او پر هر ځای ګټور دی.نو په دې توګه زه ( د ټولو اسلامي او افغاني قوانینو، مقدساتو او ارزښتونو په پام کي نیولو او پوره ملاتړ سره ) د خپلي تګلاري په توګه ځینو موضوعاتو ته په لنډو ټکو کي ستاسو پام را اړوم.

۱-
سوله ، امنیت او عدالت:
د میندو لپاره ولادت یا زېږون د ډېر پخوا راهیسي د میندو د جګړې په نامه یادیږي، د دردونو او مرګ دخطرونو سره په دې مقابله کي وژل سوې مور؛ ددغه جنګ قرباني بلله کیږي او تر اولاد راوړلو وروسته ژوندۍ مورته بیا د فاتحي په سترګه کتل کیږي، یعني اولادونه د میندو د ژوند په مقابل د سترو قربانیو ثمره ده. نو وسله والي جګړې چي د میندو دا ثمره او د زړونو ټوټې پکښي قربانیږي؛ په عمومي توګه د دواړو غاړو میندو ته د نه منلو خبره ده. ځکه نو د سولي ارماني حد په مورواکۍ کي ممکن بلل کیږي.
زموږ په هیواد کي د سولي د ستر نعمت په قدر اوس نه یواځي میندي، بلکي هر څوک پوهیږي، هرڅوک غواړي چي په سوله کي ژوند وکړي او له هره اړخه ارامتیا په سوله کي ویني، نو زموږ د لومړنیو هڅو څخه به د سولي په موخه ممکني او موثري لاري موندل او تعقیبول وي. د داسي واقعي سولي پر لور چي نتیجه یې نه یواځي د جګړې ختمول وي، بلکي هر افغان ته د امنیت د احساس ورکولو تر څنګ د واقعي عدالت تامین هم پکښي نغښتی وي.

۲-
پوهنه، ښوونیز بهیر، په مورنیو ژبو زده کړي او د کانکور روڼتیا:
ترټولو موثره وسیله چي له ناخوالو به مو خوندي کوي پوهنه ده. زموږ ډېر هیوادوال ددغه نعمت څخه د بېلابیلو دلایلو له امله بې برخي دي، د هغو لاملونو څېړنه ، خنډونه له منځه وړل او د پوهي حاصلولو زمینه برابرول د هیواد ستره اړتیا ده.
د ښوونیز نظام په سنبالولو او پیاوړي کولو کي هڅي سوي دي، خو د لا ښه تنظیم لپاره نور زیار او پرله پسې کار په کار دی. د ښوونځیو په ادارو او ښوونځیو ته په پاملرنه کي دقت په کار دی؛ ځکه دا د نورو سیاسیونو او په شخصي ګټو پسي وتلو اشخاصو د نظره لوېدلي مرکزونه زموږ راتلونکې تشکیلوي.
په مورنیو ژبو د زده کړو زمینه چي د هر افغان ماشوم طبیعي حق دی او ثابته خبره ده چي هر څوک په خپله مورنۍ ژبه کي ښه زده کړي کولای سي. خو بیا هم د کابل په ښوونځیو کي لسګونو زرو زده کوونکو ته دا حق نه دی ورکړه سوی، که ټولګي ورته بېل سوي هم دي خو د ښوونکو له اړخه او یا د ښوونکو سره د ادارو له اړخه ستونزي لا پر ځای پاته دي.
دکانکور موضوع په ذات کي یوه داسي بهانه ده چي زموږ د ډېرو ځوانانو پر مخ د لوړو زده کړو دروازې تړي، په داسي حال کي چي موږ د لوړو زده کړو د اړتیا خبري کوو خو په دغه چاره کي مو د ډېرو ځوانانو مخ له درسونو اړولی یا مو په زحمت کړي دي؛ نه یواځي د لیاقت معلومولو اړتیا په خاطر بلکې د فساد په خاطر. نو په دغه پروسه کي د روڼتیا او او اسانۍ ژوره اړتیا لیدله کیږي.
موږ د یادو ټولو موضوعاتو جدي او پر وخت تعقیب په پام کي لرو، چي تر خپله وسه او د دوستانو په مرسته به موثر اقدامات کوو.

۳-
اقتصادي وده، بې کاري ختمول او پر خپلو پښو درېدل:
اقتصاد د انساني ژوند لومړنۍ غوښتنه ده. د فرد اقتصاد که د کور، کالیو او ډوډۍ حاصلولو څخه عبارت دی، د هیواد لپاره بیا په لویه پیمانه ددې ټولو اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ دا هرڅه په خپله اداره کي اخیستل او په دې چاره کي پر ځان داسي بسیا کېدل دي چي نوري نړۍ ته یې هم لمن پراخه سي، خو متاسفانه زموږ د واکمنوټول پام پر سیاست دی؛ نه اقتصاد، موږ یواځي یو مصرفي هیواد یو؛ نه تولیدي.
زموږ هڅي به په دې برخه کي د اقتصادي اُرګانونو سره په همږغۍ، په کابل کي د اقتصادي پیاوړتیا په موخه د پانګونو ملاتړ وي، داسي پانګوني او اقتصادي هڅي چي له یوې خوا مو د هیواد غوښتني پوره کړای سي او له بلي خوا مو خپل هیوادوال پر کارونو وګومارل سي. چي دا چاره به له یوې خوا د بې کارۍ په له منځه وړلو کي مرسته وکړي له بلي خوا به مو د نورو هیوادونو څخه د وارداتو پرځای د خپلو اصلي او کورنیو تولیداتو څخه استفاده ممکنه سوې وي؛ چي دا مو پر خپلو پښو د درېدلو په مانا دي.

۴-
د ژوند اسانتیاوي، خیریه چاري او لاس نیوی:
په دُنیا کي د ښې حکومتوالۍ معیار دا مهال د اولسونو لپاره د ژوند د اسانتیاوو وړاندي کولو معیار دی؛ په کومه کچه چي یو دولت د خپلو خلکو لپاره د ژوند اسانتیاوي وړاندي کوي په هماغه کچه یې ښه والی تاییدیږي.
زموږ په هیواد کي له اقتصادي اړخه خورا لویي بې انډولۍ لیدل کیږي، زموږ یواځي څو د ګوتو په شمېر وګړو د نړۍ د نخبه ګانو اقتصادي ژوند جوړ کړی دی خو په لکونو کورنۍ مو د بې وزلۍ له وجي په خپلو اولادونو حتا زده کړي نه سي کولای او په ماشومتوب کي یې لا په درنو او سختو کارونو ګوماري؛ ځکه نو د دغو کورنیو د ژوندانه سمولو په موخه خیریه چاري او مرستي اړیني دي.
د تېرو لسیزو ناخوالو د هیواد ډېري کورنۍ بې وزله کړي، بې کسه کړي او بې سرپرسته کړي دي. موږ د شهیدانو، یتیمانو او معلولینو ډیري کورنۍ لرو چي آن د خوراک لپاره څه نه لري نو د داسي بې وزلو لاسنیوی پر موږ هر اړخیز امر دی.
د یادو ټکو لپاره موږ په پلان کي لرو چي د دولت د امکاناتو څخه په ښه توګه استفاده وسي، خلکو ته د خوراک، څښاک، اغوستلو، روغتیا، مسجد، کلینیک ، لویو لارو، اوبو، برېښنا، تفرېح، سپورټ او هر اړخیزو خدماتومجموعه په ښه توګه وړاندي سي. د بې وسه کورنیو د ستونزو د حل او ژوند سمولو نیت لرو، د کونډو، یتیمانو او معلولانو د لاسنیوي ځانګړي طرحي لرو، څنګه چي مي تر دې وړاندي د سرې میاشتي په ریاست کي د دغو مرستو جذبولو، وړاندي کولو او وېشلو ښه تجربه حاصله کړې ده، نو په دغه چاره کي به د بهرنیو خیریه موسسو څخه د منظمو طرحو ملاتړ جلب کړو او انشاالله موثر خدمات به وړاندي کړو.

۵-
ځوانان، مېرمني او مدني چاري:
د ملګرو ملتونو لخوا د ځوانانو لپاره د ټاکل سوي سِن؛ شپاړس کلنۍ څخه تر دوه دیرش کلنۍ پوري معیار ته په کتو؛ د هیواد اکثریت نفوس ځوانان تشکیلوي. همدا ځوانان دي چي د روانو ناخوالو په دواړو غاړو کي قربانیږي، یواځي د جګړې او ناخوالو په دواړو غاړو کي نه، په بیوروکراسۍ کي هم؛ یعني هم په سنګر کي سوځي او هم په دفتر کي! خوپه نومونو یې یواځي څوتنه معامله ګر امتیاز اخلي.
مېرمني مو هم لکه څومره زیات چي د شعارونو په متننو کي لولو هغومره زیاتي له خپلو حقونو څخه لیري دي، که په دولتي پوسټونو کي ونډه ورکړه سوې ده، هم د داسي مصلحتونو او ونډو پر اساس ګومارل سوي دي چي بیرته یې ښځو ته چنداني موثره ګټه نه رسیږي.
د افغانو مېرمنو لپاره د ازادۍ په نامه د افراط زمینه برابرول نه؛ بلکي په پرده کي د حقونو ورکولو زمینه برابرېدل ورته په کار دي، د هغو د رښتینو او غمخورو استازو ټاکل په کار دي.
د مدني چارو د ملاتړ په موخه ګڼي مدني ټولني فعالي دي، زه چي خپله ددغو ټولنو اجرایوي غړې او د ټولو ټولنو د جرګې ویانده پاته سوې یم، مهمه بولم چي د دغو اصلاحي او پرمختیایي خوځښتونو ملاتړ وسي.
نو په دې توګه؛ غواړو د ځوانانو د ودي او پیاوړتیا موثري طرحي پر کار واچوو او مستعد ځوانان ټولني او کاري محیط ته ور وپېژنو چي د مناسبو او کارنده چارو په پرمخ وړلو کي د خپلي لويي ونډي د ښه پاللو په چارو کي غښتلي ثابت سي.
د مېرمنو په چارو کي به هم د خپلو ټولو تجربو څخه چي د یوې افغاني مېرمني په توګه مي حاصلي کړي په ګټه اخیستلو سره د مناسبو طرحو په عملي کولو سره پر مخ ولاړه سم او د ټولو مدني ټولنوسره به یوځای په پوره همږغۍ د هیواد د مدني چارو په چوپړ کي و اوسم.

۶-
ږغ او استازیتوب:
څنګه چي هره شېبه په نوې بڼه څرګندیږي او څوک د هري چاري وړاندوینه نه سي کولای نو د وخت سره په ملګرتیا به د ټولو مهمو پېښو او مسایلو په هکله د ټولني د درنو او با احساسه مخورو، مدني ټولنو، رسنیزو همکارانو او مشرانو سره په همږغۍ د ولایتي شورا په دننه کي پر حکومت او اولس ږغ کوم او په بشپړه توګه به خپله دنده چي د یوې استازې په توګه راسپارل کیږي پر مخ وړم. د اولس د ږغ او استازې په توګه به خپله دنده اجرا کوم. ان شا الله
 موږ د خپل سياسي حرکت پيل له دې ځایه وکړ او له ښه ټينګ هوډ سره مو وکړ، لکه څنګه چې مخکې مې وويلې، بدلون باید له ځانه پيل شي، دا دی موږ لومړی ګام کېښود او انشاالله بريا هم زموږ ده، د ډېرو ژمنو دوستانو په ګډون به یو خورا ښه، منظم او عملي خوځښت پيل کوو او د ولس د خدمت لپاره به خپلې ژمنې ترسره کوو.
نو! دا هرڅه ستاسي د باور او ملاتړ په پایله کي...
هیله منه یم؛ چي ستاسو له منځه؛ ستا سو لپاره ؛ ستاسو استازیتوب وکړم.

درنښت
 خاطره اسحاقزۍ

راحله:
تاسي ته د بري په دُعا، مننه خورکۍ

خاطره:
ستاسي څخه هم ډېره مننه، د لوستونکو څخه هم مننه. کورونه مو ودان او ګډ کور افغانستان مو ودان اوسه. په مخه موښه.