دڅرخي پله زندان شخړه هواره شوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5952

دخبریدو نیټه : 2006-03-01

 

دڅرخي پله په زندان کې نیږدې دوه زره سیاسي او جنایي زندانیانو ددې په پلمه چې دولت ورته یوډول ځانگړي جامې ورکولې ستره بلوا ددې اوونۍ په پیل دشنبې په ماښام راپورته شوه چې دادی تر دا ننه هم روانه وه.

دیکشنبې په سهار ډله خبریالان دڅرخي پله زندان مخ ته ورغلل ترڅو دپیښې په اړه سم او کره معلومات ترلاسه کړي خو دزندان په لومړي برج کې دهمدغې ورځې له سهاره تر ماښامه تم پاتې شولې او دامنیتي ځواکونو له لورې ورته دننوتلو اجازه نه ورکول کیده.

په همدې ورځ دعدلیې وزارت مرستیال محمد قاسم هاشمزي خبریالانو ته وویل چې بلوا دځانگړو جامو د نه اغوستو له امله گډه شوې دولت هڅه کوي چې زر تر زره یې غلې کړي.

 

دیکشنبې په مازدیگر بینوا خبریال وتوانید دزندان داخل ته لار پیداکړي دننه دواړه بلاکونه سیاسي او جنایي دامنیتي ځواکونو پولیسو او ملي اردو تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې ول بندیان پدې توانیدلي ول چې نننۍ دروازه ماته کړي دوی ته منځنۍ دروازه پاتې وه چیرې چې پولیس کلاشینکوف پرماشه ناسته ول او دبندیانو دخوځیدو سره جوخت یې ډزې پرې کیدلې.

دبندیانو څو غوښتنې وې لومړی داچې غواړي دسولې دکمیسیون له مشر حضرت صبغت الله مجددي سره وویني.

پرسبا دوشنبه حضرت صبغت الله مجددي دننه زندان ته ولاړ او لوډسپیکر له لارې له بندیانو سره وغږيد، بندیانو له مجددي وغوښتل تر دتحقیق پرمهال دڅارنوالانو له لورې باید ښه چلند وشي، خوراک کې یې ښه والی راشي او له لویه سره عمومي عفوه ورته اعلان شي.

چې دهمدې ورځې په ماښام خبریالانو ته له زندانه له راوتو وروسته مجددي وویل چې ځینې غوښتنې یې دپام وړ وې چې ښایي په څو ورځو کې به یې له دولت سره گډې کړي او دغوښتنو هرکلی به یې وکړي.

دبشري حقونو مدافع وکیل محمد ابراهیم سعادت چې زندان ته ننوتی وه بهر ته له راوتو سره جوخت خبریالانو ته وویل چې دننه وضعیت دخرابۍ په لور روان دی که دولتي مشران یې جوړ جاړی ونه کړي ښایي ناورین لا زور واخلي.

سعادت وویل چې معلومه شوې ورته ١٧ تنه ټپیان شوي او ٤ تنه زندانیان وژل شوي خو دوژنې او ټپیانو سم شمیر نه شو کیدای وښوول شي.

تیره ورځ چې دولت او بندیان یوه جوړ جاړي ته رسیدلي وه شل ټپیان کابل کې ایمرجینسي روغتون ته راوړل شوي وه.

تیره ورځ بیا هم دمازدیگر په څلوروبجو له لسو زیات ډزونه بهر خبریالانو واوریدل چې ویل کیده مرگ ژوبله یې له ځان سره لرله.

نن هم گڼ شمیر دملي اردو  ځواکونه زندان ته ننوتل خو داسې ښکاري شخړه نور هواره شوې وي خو دا هم ویل کیږي چې نن دیوه تن زنداني مړی موندل شوی.

دبلوا یو لامل چې له کوم رسمي لورې ندی تایئد شوی دا ویل کیږي چې پولیسو له ښځینه بندیانو سره بد چلند کاوه چې دزندانیانو داوچتیدو لامل شوی وه.

تیره میاشت هم دڅرخي پله له زندانه ٧ زندانیان تښتیدلي وه.