فارن پالیسي: آیا عبدالله رښتیا وایی چی دوه ځلی مظلوم واقع شوی دی؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60014

دخبریدو نیټه : 2014-07-06

 


ژباړونکی: ډاکټر نجیب الله بارکزی

د فارین پالیسی څړنیز مرکز لخوا خپاره شوی رپوټ، د "اندریو ګارفیلد" په ذریعه:

د افغانستان د دویم پړاوټاکنو په وروستی اوونی کی، زموږ کمپنی، دوی نظر سنجی یی د احتمالی مخکښ نوماند د معلومولو په موخه په لاره واچولی، داکټر اشرف غنی که ډاکټر عبدالله عبدالله؟
 اولنی انګیزه چه موږ دغه کار ته وهڅولو، هغه د رڼو ټاکنو ترسره کیدلو، رآی ورکولو او د رایو د شمیرولو په مرکزونو کښی د تقلب د کچی ټیټول وو...
لویدیځی رسنیو او سیاسی ټولنو تصور کړی وه چی "عبدالله عبدالله" به د دویم پړاو ټاکنو قاطع ګټونکی وی، ځکه د دوی په آند په لومړی پړاو ټاکنو کی عبدالله ۴۵ سلنه او "اشرف غنی احمدزی" ۳۱.۵ سلنه تر لاسه کړی وه او بیا کله چی اکثریت ناکام نوماندان هم په دویم پړاو کی د "عبدالله عبدالله" څخه ملاتړاعلان کړی وه. د دوی استدلال دا وو چی، رایی ورکونکی به د خپلو ناکامو نوماندونو د فرمایش سر سم خپل رایی وکاروی. ما دغسی کوم شواهد و نښانی نه وو لیدلی چی ازبکان او پښتانه دی د خپلو رهبرانو پر پلونو ګام کښیږدی او "عبدالله عبدالله" تا رایی ورکړی. زه په دی عقیده وم چی په عامه توګه، د افغانستان خلک به "اشرف غنی احمدزی" ته تر ډاکټر "عبدالله عبدالله" ترجیح ورکړی.
زموږ هغه دوی نظر سنجی ترسری شوی، یوه یی د تلیفونی اړیکو د لاری او دویمه یی د مخامخ پوښتنی له لاری. اشرف غنی احمدزی د ټاکنو د لومړی پړاو په پرتله یو د پام وړ پرمختګ یی ښکاره کړل،  یعنی "اشرف غنی" د احتمالی رایی ورکونکو ۴۸ تر ۴۹ سلنه رایی د عبدالله ۴۲ تر ۴۵ رایو ورکونکو په مقابل کی وګټله. دغی پایلی وښودل چی "اشرف غنی احمدزی" وکولای شو د اکثرو پښتنو او ازبکانو رایی ځانته محفوظی کړی او د نورو توکمیزو ګروپونو څخه دیر محدودی رایی  یی ځانته محفوظی کړی وی. "عبدالله" ته بیا هم  هغه د ۴۵ سلنو په حدودو کی، رایی ورکول شوی وی، دا د دی شی ښکارندویی کوله چی عبدالله صرف وکولای شو خپلی هغه پخوانی رایی خوندی کړی [چی په لومړی پړاو کی ترلاسه کړی وی] اوعبدالله یواځی هغه مهال کولای شوای چی خپل د رایی ونډی ډیری کړی چی د پښتنو یو څه رایی ځانته ځانګړی کړی وای، خو دا هغه شی وو چی ماته محتمله نه ښکاره کیدله...
زموږ ټیم خپلی د وروستنی نظر سنجی هم ترسره کړی، بیاهم یوه یی د تلیفون د کرښی د لاری اوبل یی د ټاکنو په مرکزونو کښی د رایی ورکونکو څخه د مخامخ پوښتنی د لاری. 
زموږ پوښتنی د هغو رایی ورکونکو څخه خپلی رایی کارولی وی، په لاندی ډول وی:
تاسو چاته رای ورکړی ده؟
یو غټ اکثریت د ۵۳ تر ۵۴ سلنه خلکو به  ویل ؛ موږ اشرف غنی احمدزی؛ ته خپلی رایی کارولی دی. او ۴۶تر ۴۷ سلنه وویل چی موږ ډاکټر عبدالله ته رایی ورکړی دی. دغی پایلی د ډاکټر عبدالله لپاره هغه د لومړی پړاو سلنی خوندی کړی وی. مګر "اشرف غنی احمدزی" څو نمری مخکی شوی وو.
د ټاکنو د دویم پړاو وروستی شخړی:
داسی ښکاری چی د دویم پړاو ټاکنو په لړ کی، او د ټاکنو وروسته په رایو کی د پام وړ تقلب شوی دی، پدی پړاو کی د لمړی پړاوپه پرتله، د پام وړ تقلبونو سربیره په سل هاوو د درغلی نور ډولونه لکه، د صندوقونو ډکول« د پسونو چاقول» هم ترسره شودی دی.
د دویم پړاو د ټاکنو سر سم، ډیر ژر ډاکتر عبدالله او دهغه ملاتړی د پراخی کچی تقلب د ترسره کیدلو په اتهاماتو لاس پوری کړ، او په څو ورځو کښی یی د رایی د شمیرنی د پروسی څخه خپلی اړیکی پری کړلی. د بی بی سی د چینل پر بنسټ، عبدالله د رایود شمیرلو د پروسی د درولوغوښتنه یی وکړه، خو د انتخاباتو مسئوولین ونه غوښتل چی په پروسه کی خنډ را منځته شی او خپل کار ته یی دوام ورکړ. د بی بی سی په وینا، ډاکټر "اشرف غنی احمدزی" هم د تقلبونو د ترسره کیدلو اتهامات ولګول، خو په غربی رسنیو کښی، صرف د ډاکټر عبد الله اتهامات په پراخه کچه خپاره شول، احتمالا داهم شاید په هغه دلیل باندی وی چی غربی رسنی له مخکی داسی تلقین شوی وه، چی ډاکټر عبدالله د دویم پړاو ټاکنو اصلی او پریکنده ګټونکی دی...
د دغی دوه ګونی سلوک یو بل لامل کیداشی د ۲۰۰۹م کال د ټاکنو په نتیجه کی چی عبدالله ماته وخوړله او دلیل یی د کرزی د ټیم لخوا د پراخی درغلی ترسره کیدل په ګوته کړی وه. د بی بی سی په یو رپوټ کی داسی نتیجه ګیری شوی ده: د ولسمشری دواړو کاندیدانو د درغلی د ترسره کیدلو شکایاتونه ثبت کړی دی، مګر چه ډاکټر عبدالله په هکله چی احساس یی کوله چی په تیرو ټاکنو(۲۰۰۹م) کی هم د ده په حق کی خیانت شوی دی، دا به یو منطق پیدا کړی چی کیدای شی تاریخ تکرار شوی وی.
د ۲۰۰۹م کال ټاکنو ته یوه ځغلنده کتنه :
د ۲۰۰۹م کال په دوبی کښی، زموږ کمپنی د امریکی د بهرنی چارو وزارت لخوا پدی مامور شوه چی دوی نظرپوښتنی د۲۰۰۹ز کال د  ټاکنو څخه مخکی ترسره کړی. زموږ لومړنی نظر پوښتنی  د ۲۰۰۹م کال دجولای د ۸می څخه تر ۱۷می پوری ترسره شوه، او دویم نظرپوښتنی مو د جولای د ۱۵می څخه د جولای تر۲۳ می پوری ترسری شوی.
د نظرپوښتنی لمړنی څپه، د ۳۵۵۶ تنو افغانانو څخه چی عمر یی د ۱۸ کلونوڅخه ډیر وه، ترسره شوه، پدی کی صرف مثبت ۱.۶۴ سلنه خطا موجود وه. دا  سروی په مخامخ مرکو سره  د افغانستان په ټولو ولایاتو کی تر سره شوه.
                                 

                            

په پورته سلایدونو که ډاګه څرګنده کیږی چی حامد کرزی د خپل رقیب څخه ډیر مخته دی، دټولو هغو خلکو سره چی مرکه شوی ده، ښکاره کیږی چی کرزی تر ۱۵ سلنو ډیر تر خپل رقیب ډاکتر عبدالله مخکی دی.  پدی صورت کی زموږ ټیم د یوی رڼی بررسی په پایله کی ښکاره کړه چی د کرزی لپاره هم ۵۰ جمع ۱ چی دی په لمړی پړاو ټاکنو کی کامیابه کړای شی،  پوره کول مشکل دی او دی باید د ډاکټر عبدالله سره په دویم پړاو کی مقابله وکړی.
بالاخره د رایو د پایلو په آخرنی اعلان کی، حامد کرزی ۴۹ فیصده و او ډاکټر عبدالله ۳۱ سلنه خپله کړه، که څه هم په لمړنی پایلو کی چی د تقلبی رایو سره کرزی ۵۰+۱ یی پوره کړی وه او د ده پلویانو د بری ادعا یی وکړل.  ژر د کرزی په ګټه د پراخی درغلی خبره را پورته شوه او او کرزی صرف د امریکی د ولسمشر تر فشار لاندی دویم پړاو ټاکنو تللو ته راضی شو. مګر وروسته عبدالله دویم روند ټاکنو کی برخه اخیستل و نه منله او وویل : چی زما غوښتنی چی د ټاکنو په کمیسیون کی تبدیلی راشی و نه منلی شوی، او دویم پړاو هم ناشونی دی چی رڼی  ترسره شی. او زه به د نوامبر د اومی نيټی په ټاکنو کی برخه وانخلم. ډاکټر عبدالله هم ادعا وکړه چی د کرزی حکومت د می د میاشتی راهیسی چی دوره یی ختم شوی ده، مشروع ندی.

زموږ د دوو نظر پوښتنو د شواهدو پر اساس، موږ ۲۰۰۹ز کال د اګست په میاشتی کی وړاند وینه کړی وه چی کرزی د ټاکنو په دویم پړاو کښی  به وتوانیږی چی په یوغوڅ اکثریت سره بری تلاسه کړی. او عبدالله ته په ۶۰ سلنه د ۴۰ سلنی په مقابل کی ماته ورکړی. موږ د لاندنیو دوو دلایلو پر بنسټ دغی نتیجی ته ورسیدلو،
توکمیز ملاتړ او یوه غټه فاصله د دغو دواړو مخکښو نوماندانو په منځ کښی.
                            
د دغو دوو مخکښو نوماندانو د توکمیزملاتړو د تقسیماتو په اساس، زموږ لمړنی سروی وښودله چی: حامد کرزی په پښتنو کی د ډیر ملاتړی څخه برخمن دی، او په عین حال کی د تاجکانو د پام وړ رایی ځانته محفوظی کړی دی چی باید عبدالله ته تللی وای. کرزی په همدی ډول د هزاره ګانو او اوزبکانو په منځ که ډیر ملاتړی درلودلی. دا احتمال هم  په قوت سره موجود وو چی کرزی به وکولای شی د حذف شویو کاندیدانو د ملاتړو څخه هم ډیری نوری رایی ځان ته جلبی کړی او تر ټولو مهمه دا چی د ډاکټر اشرف غنی احمدزی به حذفیدلوسره د پښتنو رای کرزی ته اظافه کیدلای شوای.
زموږ د لمړنی نظر پوښتنی معلومات دا هم په ډاګه کوله چی، حامد کرزی د ډاکټر عبدالله څخه به محبوبیت کی ډیر مخته وو او کولای شو چی د ټاکنو به دویم پړاو کی کرزی ته پر ډاکټر عبدالله ترجیج ورکړی. 
                        
 
                                     
زموږ کمپنی خپلی د دویم پړاو ټآکنی د نظر پوښتنی پایلی چی تکمیلی شوی هم وی، او باید د انتخاباتو په آخری اوونی کښي خپری شوی وای،  د امریکی د بهرنیو چارو وزارت لخوا د رسنیو ممنوعیت په دلیل،  د خپریدلو څخه پاتی شوی. سربیره پرهغه هم،  د دی نظر پوښتنی پایلی د کرزی د عبدالله په مقابل کښی د وړاندیوالی ښکارندویی کوله ( ۳۳ سلنه پر ۲۱ سلنه).
زموږ دواړی نظر پوښتنی د دی ښکارندویی کوله چی کرزی په لمړی پړاو ټاکنو کی ګټلای نشی، مګر کولای شو چی د ټآکنو دویم پړاو ډیر په مزه باندی وګتی.  هغه خبره چی تر اوسه کیږی، د درغلیو د اتهاماتو سربیره هم چی ګواکی د عبدالله په مقابل کی خیانت شوی دی، د درغلیو سره سره زه فکر کوم چی اکثریت رایی ورکونکی کرزی ته پر عبدالله باندی ترجیح ورکول.
نتیـــــــــــــــــجه:
په دی کی شک نسته چی د ۲۰۰۱۴ز کال ټاکنی دویم پړاو لکه لمړی پړاو د درغلیو څخه متضرره شوی ده، سربیره پردی چی په لوید یځو رسنیو که داسی یوه عقیده موجوده ده چی ډاکټر عبدالله د درغلیو څخه په ټاکنو کی ډیر متضرر شوی دی، او دا عقیده هم د ده د ۲۰۰۹ز کال د ټاکنو تر آغیزی لاندی ده، چی ویل شوی وو چی حامد کرزی په درغلی باندی کامیاب شوی دی، داسی ښکاری لکه یوه حقیقی داستان چی حتی د بی بی سی لخوا هم منل شوی وی. زه ډاډه یم چی دغه عقیده یوه بشپړه کیسه ده چی خپله عبدالله جوړه کړی ده، او هغه شواهد چی موجود دی هیڅکه هم دغه باور نه تصدیقوی. ولسمشر کرزی کولای شو د ۲۰۰۹ز کال د ټاکنو دویم پړاو[که چیری شوی وای] په یوه غټ توپیر سره وګټی، او عبدالله به هغه خپلی رایی ساتلی وای او تر هغه نشو اظافه کولای.
د دواړو لورو لخوا د تقلب او درغلی اتهاماتو ته په نه پاملرنی سره، زموږ سروی چی فقط د دویم پړاو ټاکنو څخه مخکی او د ټاکنوپه بهیر کښي ترسره شوی ده، دا په ښکاره په ډاګه کوی چی عبدالله دا ځل هم  خپلی رایی په دویم پړاو کی وساتلای شو، یعنی هغه د ۴۵ سلنو په شا او خواکی، او اشرف غنی احمدزی په سادګی سره خپلی رایی اوچتی کړی، هغه[اشرف غنی احمدزی] د ۲۰۱۴زکال د ولسمشری ټاکنی وګتلی. د ټاکنو آخری پایلی چی هرڅه وی، د افغانستان راتلونکی نیک مرغی  ته پدی حساس وخت کښی د لویدیځو رسنیوموقف مناسب ندی چی د عبد الله د سږکال د انتخاباتو ناکامی ریښی د ۲۰۰۹ز کال د انتخاباتو سره چی عبدالله د کرزی په مقابل کی بایلودل، تړاو ورکړی.
د لیکوال په هکله:
لیکوال ؛اندریو ګارفیلد؛ د ملی امنیت په FPRI’S پروگرام کی یو لوړپوړی غړی دی،  د ۲۰۱۰ ز کال راهیسی د امریکی تابع، د انګلستان په پوځ کی خدمت ترسره کړی دی او بیا د ملکی استخباراتو ستر افسر تیر شوی دی، د انګلستان د دولت د دفاع په وزارت کی د پالیسیو د ستر سلاکار په حیث خدمت کړی دی. کله چی امریکی ته مهاجرت کوی، د هغه څخه مخکی د ۲۰۰۴ز کال راهیسی د امریکی د دفاع وزارت، د امریکی پوځ، او پدی ورستیو کی د امریکی د بهرنیو چارو وزارت په شمول د امریکی مشتریانو سره په ځانګړی ډول کار کړی دی. د ۲۰۰۶ز کال په وروستیو کی، ښاغلی ؛ګارفیلد؛ د گلیوم اسوشییتس کمپنی ((Glevum Associates LLC  کمپنی یی پرانستله، دا هغه کمپنی ده چی په جنګی او د جګړی وروستو ټولنو کی د مخامخ تحقیقاتو او تحلیلونو د ترسره کولو لپاره ځانګړی شوی ده.

سرچینه: یورو ایشیا ریوو ؛EURO ASIA REVIEW؛ 
 http://www.eurasiareview.com/02072014-afghan-elections-abdullah-right-wronged-twice-analysis/